لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنګله دېش کې د روزګارونو په سر احتجاجونو کې ۱۹ نور کسان وژل شوي


احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې د هغو خلکو کورنیو دپاره په ملازمت کې ۳۰ فیصد کوټه یا مخصوصې چوکۍ ختمې کړي چې په ۱۹۷۱ کې د پاکستان نه د ازادۍ په جنګ کې جنګېدلي دي
احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې د هغو خلکو کورنیو دپاره په ملازمت کې ۳۰ فیصد کوټه یا مخصوصې چوکۍ ختمې کړي چې په ۱۹۷۱ کې د پاکستان نه د ازادۍ په جنګ کې جنګېدلي دي

په بنګله دېش کې د حکومت په ملازمت کې د مخصوصو چوکیو یا د کوټې خلاف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په تازه احتجاجونو کې د زرګونو طالب علمانو او د پولیس جګړې وشوې او رپورټونه وايي لږ تر لږه ۱۹ نور کسان ووژل شوو.

د بنګله دېش په سرښار ډهاکه کې مېشته پروتم الو نومې اخبار وویل د ډهاکې په شمول د ملک په مختلفو علاقو کې د تشدد په پېښو کې يې د ۱۹ کسانو د وژل کېدو رپورټونه ترلاسه کړي دي. ډېلي سټار نومې اخبار هم د ۱۹ کسانو د وژل کېدو رپورټ شایع کړی و.

په اړي ګړي کې د تازه مرګونو سره په بنګله دېش کې د نهې، سه شنبې، د ورځ راهسې احتجاجونو کې د وژل شوو کسانو شمېره ۲۵ ته ورسېده. په سلګونو نور کسان زخمیان شوي دي او حکومت په دې اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویلي

د وزیراعظمې شېخ حسینه په څلورم ځل د منتخب کېدو وروسته په بنګله دېش کې په قومي کچه دا د ټولو نه لوی احتجاجونه دي د ځوانانو د لوی کچې بې روزګارۍ راپارولي دي. د هېواد د ۱۷۰ مېلین ابادۍ پينځمه برخه خلک بې تعلیمه او یا بې روزګاره دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د بنګله دېش په سرښار کې د احتجاجونو په مهال شبږ کسان ووژل شو چې په کې د یو بس ډرایور هم شامل و. هغه په کولۍ لګېدلی و او مړی يې هسپتال ته وړل شوی و. په سلګونو کسان زخمیان شوي دي.

د قانون وزیر انیس الحق وویل حکومت د احتجاج کوونکو سره مذاکراتو ته تیار دی.
احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې د هغو خلکو کورنیو دپاره په ملازمت کې ۳۰ فیصد کوټه یا مخصوصې چوکۍ ختمې کړي چې په ۱۹۷۱ کې د پاکستان نه د ازادۍ په جنګ کې جنګېدلي دي.

د وزیراعظمې شېخ حسینه واجد پلار شېخ مجیب الرحمان د بنګله دېش د ازادۍ مشري کړې وه. د هغې حکومت تر دا وخت د احتجاج کوونکو مطالبه نه ده منلې.

د ډهاکه یونېورسټۍ سره نږدې مظاهره چیانو د منتشر کولو لیس د اوښکو ګېس ورولو او چارواکو د انټرنېټ ځینې خدمات وتړل.

په چېټاګانګ ښار کې پولیس په هغه مظاهره چیانو د اوښکو ګېس ورولو چې یوه لویه لار يې بنده کړې وه.

په ډهاکه کې د امریکې سفارتخانې د زیارت، پنجشبنې، په ورځ خپلو شهریانو ته هدایات ورکړل چې د مظاهرو او د ګڼې ګوڼې د ځایونو نه دې ډډه وکړي. د هند سفارت هم دغه شان هدایات جاري کړل.

چارواکو د شورو، چهارشنبې، د ورځ راهسې حکومتي او غېر حکومتي یونېورسټیانې د نامعلومه مودې پورې بندې کړي او په کېمپسونو کې يې پولیس او د سرحدي تحفظ ځواکونه تعینات کړي دي چې امن وساتي.

ټاکل شوې ده چې د اګست په اوومه نېټه به سپریم کورټ د های کورټ د هغه فېصلې خلاف مقدمه اوري چې د کوټې نظام یې بحال کړی دی. حسینه په طالب علمانو غږ کړی چې د سپریم کورټ د فېصلې پورې دې د صبر نه کار واخلي.

د اېمنېسټي انټرنېشنل په شان د انساني حقونو تنظیمونو، متحده قومونو او امریکې په بنګله دېش غږ کړی چې پرامنه احتجاج کوونکي د تشدد نه بچ کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG