د پاکستان قامي اسمبلۍ د جمعې په ورځ د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې اؤ د اسرایل د تېري په ضد قرارداد منظور کړی دی. قرارداد کې ویل شوي پاکستان د هر رقم ترهګرۍ اؤ د اسرایل د ظلمونو غندنه کوي.
دا قرارداد خارجه وزیر اسحاق ډار پارلیمان ته وړاندې کړی ؤ چې پارلیمان یې په ګډه منظوري ورکړې ده. د پارلمان غړو د اسمبلۍ په ودانۍ کې د اسماعیل هنیه د جنازې غایبانه لمونځ هم کړی دی.
وزیراعظم شهباز شریف د پارلیمان غونډې ته خپله وینا کې ویلي چې په ۳۱مه جولای اسماعیل هنیه هغه وخت وژل شوی چې هغه په تهران کې ؤ اؤ دا چې وایي د اسماعیل هنیه وینې به ضرور رنګ راوړي.
شهباز شریف ویلي چې د اسماعیل هنیه وژنه کې اسرایل ککړ دی اؤ پاکستان د ترهګرۍ ددې پېښې په سخته غندنه اؤ د اسماعیل هنیه د کورنۍ اؤ فسلطین سره خواخوږي کوي.
د پارلیمان نه منظور شوي قرارداد کې ویل شوي چې د اسرایل په ظلمونو کې تر ۴۰ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي اؤ دا چې د حماس مشر اسماعیل هنیه هم د تیري په یوه داسې پېښه کې ووژل شو، پاکستان یې غندنه کوي اؤ د فلسطین سره د خپل بشپړ یووالي څرګندونه کوي.
په قرارداد کې په فلسطین کې په سمدستي ډول د اوربند غوښتنه شوې ده.
د قرارداد له مخې د اسرایل په تیري کې ښځې اؤ ماشومان هم وژل شوي اؤ د پاکستان ټول پارلیماني ګوندوونه د تېرو نهو میاشتو راهسې په ګډه د فلسطین په ولس د کیدونکي تیر اؤ جبر غندنه اؤ د خپل غم اؤ غصې څرګندونه کوي.
قرارداد کې ویل شوي چې پاکستان داسې پېښو ته د فلسطینیانو په ضد د روانو ظلمونو اؤ بربریت د مخنیوي اؤ سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره د کیدونکو هڅو د تاله ترغۍ کولو د سازش په توګه ګوري.
قردارداد کې زیاته کړل شوې ده چې اسرایل د انصاف د نړیوال عدالت د واضحه فیصلو، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د قراردادونو، دامنیت شورا اؤ او آي سي د واضحه فیصلو باوجود د فسطیني ابادۍ په بې دخله کولو بوخت دی اؤ د فلسطین د بېګناه خلکو وژنه یې نه ده ودرولې.
قرارداد وایي داسې پېښې نه یوازې د نړۍ امن تباه کوي بلکې د وړاندې نه د بې ثباتۍ سره مخ سیمه کې یو خطرناک تاؤ تریخوالی زیږوي اؤ د امن هڅو ته زیان رسوي.
بل لوري ته د ایران په پلازمینه تهران کې د چهارشنبې په ورځ د حماس د وژل شوي مشر اسماعیل هنه جسد قطر ته رسول شوی اؤ ټاکل شوې چې نن د جمعې په ورځ د دوحې په یوه مقبره کې خاوره ته سپارل کیږي.
د ای ایف پي د رپورټ له مې د اسماعیل هنیه په جنازه کې به د قطر لوړ پوړي چارواکي هم برخه اخلي.
اسماعیل هنیه د ایران د نوي ټاکل شوي صدر مسعود پزشکیان د سوګند کولو په دستوره کې د ګډون لپاره د قطر څخه تهران ته تللی ؤ چې دغلته د چهارشنبې په ورځ د خپل کور دننه په یوه حمله کې وژل شوی ؤ.
ایران،حماس اؤ یو شمیر نورو هیوادونو د اسماعیل هنیه د وژنې ذمه واري په اسرایل ور اړولې ده خو اسرایل تر دې ساعه په دې اړه کومه نیغ په نیغه تبصره نه ده کړې.
د امریکې صدر جوبایډن د زیارت په ورځ رسنیو ته ویلي وؤ چې د اسماعیل هنیه وژنه په غزې کې په اوربند کې مرسته نه شي کولی اؤ هغه د اسرایلي وزیراعظم بن یامین نیتن یاهو سره ټيلي فوني خبرې هم کړې وې.
د اسماعیل هنیه له وژنې وروسته غزې کې د اوربند په مذاکراتو د اندېښنې وریځې راخورې شوي اؤ په منځني ختیځ کې هم د جګړې خوریدو اندېښنې ښودل کیږي.
د ایران سپریم مشر ایت الله خامنه اي داسماعیل هنیه د وژنې پسر ایران ته د سختې سزا ورکولو اعلان کړی دی.
Forum