لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

04:52 24.3.2020

د امریکا سنېټ د ګل/دوشنبې په ورځ یوځل بیا د مالي مرستو د هغه دوه ټریلین ډالري پکېج پر سر خبرو کې پاته راغی کوم چې د کرونا وایرس د آفت له امله، د اقتصادي اړخه سختو ځپل شویو امریکاییانو او کاروباریانو ته په پام کې نیول شوی دی.

د کرونا وایرس عالمي آفت، د امریکا پر اقتصاد اغېزه کړې او هم خلک او هم کاروباري کمپنۍ یې سختې ځپلي دي. امریکا اعلان کړی چې د اقتصادي زیانونو د معاوضې دپاره به دوه ټریلینه ډالره بېلې کړي. مګر دا چې دا دوه ټرېلینه ډالره به څنګه مصرف شي، او څنګه او پر کومو کسانو به وویشل شي، د دې لارې چارې باید په یو قانون کې واضح کړی شي چي هغه قانون د امریکا کانګرس تصویبوي.

تر اوسه لا د دې قانون د نهایي تصویب دپاره په سنېټ کې رایه یا ووټ اخیستنه نده شوې، خو تر هغې وړاندې د قانون پر څرنګوالي باندې، دوه ځله مقدماتي رایه اخیستنه وشوه چې ناکامه پاته شوه.

پر دې مالي پکېج یا بستې باندې تر مقدماتي ووټ اچونې مخکې، د سنېټ د رېپبلېکنانو مشر مېچ مکانل، پر ډېموکراتانو باندې له دې امله غوسه ښکاره کړه چې ګني هغوی داسې دفعې په دې قانون کې ځایول غواړي کوم چې د کرونا وایرس له عالمي وبا سره هېڅ نېغ تړاو نه لري.

سنېټر مکانل وویل: "بازارونه یو ځل بیا خرابیږي، ځکه سنېټ نشي کولای د مرستې دا قانون پاس کړي. دا حال باید نور ختم کړی شي، او همدا نن په کار ده چې دا حال ختم شي، امریکا سره نوره موقع نشته."

خو په سنېټ کې د ډېموکراتانو مشر، سنېټر چک شومر بیا د رېپبلېکنانو دا خبره چې ګني پر طرزالعمل باندې ووټ اخیستل د وخت ضایع کول دي، رد کړه او ويې ویل چې "مونږ یو ډیل یا جوړجاړي ته ډېر نږدې شوي یو، مونږ ټول پوهېږو چې دا حساس وخت دی. مونږ ته دا ذمه واري شته چې جزییات سم کړو. په دې معنا چې دا قانون ښه جوړ شي."

ډېموکراتانو په اول ځل د اتوار یا یکشنبې په ورځ، نهایي ووټ اخیستنې ته د مالي مرستې د پکېج د وړاندې تللو مخه ونیوله، او د اتوار په ماخوستن او د ګل ورځې سهار د زیاتو خبرو اترو وروسته، یوځل بیا یې د ګل یا دوشنبې ورځې په ماسپښین، د دغه مالي مرستې د پکېج په حق کې همدا کار وکړ. د دې مالي بستې د مقدماتي پاس کېدو دپاره، د امریکا په سنېټ کې کم تر کمه شپېتو ووټونو ته ضرورت دی.

ډېموکراتان وایي د مالي مرستو د بستې په دې مسوده کې، د خوارېکښو، هسپتالونو، او د طبي کارکنانو په نسبت ډېره توجه کاروباریانو او کمپنیانو ته شوې ده. بل اړخ ته رېپبلېکنان بیا پر ډېموکراتانو دا الزام لګوي چې ګني په داسې یوه موقع کې چې امریکاییان د کرونا وایرس د آفت له امله سخت ځپل شوي او مرستو ته اړتیا لري، دوی د مرستې مخه نیسي.

د امریکا د خزانې وزیر ستېفن منوشن، چې د صدر ټرمپ په استازیتوب د کانګرس له غړو سره اهم مرکچي دی، د ډېموکارتانو دا دعوه باطله وګرځوله چې ګني دا مالي مرستې به د کاریګرو په قیمت، د امریکا له کاروباریانو سره کومک وکړي.

منوشن له فاکس بزنېس نېټورک سره په مرکه کې وویل: "دا د کمپنیو د پاره خیرات ندی، دا د ټولو امریکایي کاریګرو سره مرسته کول دي."

د دغې مالي مرستې د قانوني مسودې تر مخه، د امریکا حکومت به څه باندې ۹۰ فیصده امریکاییانو ته نېغ په نېغه د پېسو مرسته وکړي. اکثره امریکایي کورنۍ چې پکې څلور کسان وي، ۳۰۰۰ ډالره به ترلاسه کړي، خو بل طرف ته د کاروباریانو، ښارونو، او ریاستونو دپاره به د ۵۰۰ بېلینه ډالرو په ارزښت د قرضې ورکولو پروګرام جوړ شي. له وړو کاروبارونو سره د مالي مرستې دپاره هم ۳۵۰ بېلینه ډالره په پام کې نیول شوي دي.

د ډېموکراتانو د اعتراض ټکی هم پر ۵۰۰ بیلینه ډالره والا د قرضې پر پروګرام باندې دی. ځیني منتقدین وایي چې د خزانې وزارت به پراخ اختیار ولري چې دا پېسې به چا ته ورکوي او چاته به یې نه ورکوي، او د مصرف کولو احتساب یې هم ډېر روښانه ندی. په دې برخه کې ډونالډ ټرمپ هم ډېموکراتانو ته نږدې نظر لري او ټینګار کوي چې کمپنۍ باید اخیستل شوې پېسې د ځان په ګټه نه، بلکې د خپلو کاریګرو په ګټه وکاروي.

د کرونا وایرس عالمي آفت نه وروسته، د امریکا د ونډو بازارونه یا سټاک مارکېټونه ډېر رالوېدلي دي. اقتصادپوهان وایي کیدای شي چې د امریکا اقتصاد ډېر زر کسادبازاري ته ولاړ شي، او دا به په تېرو لسو کلونو کې، لومړی ځل وي.

05:01 24.3.2020

پاکستان کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمیره د ۸۶۰ نه زیاتیدو وروسته د پاکستان حکومت د کرونا مخنیوي کې د مرستو لپاره د پاکستان پوځ نه مرسته غوښتې.

په پاکستان کې د ګل/ دوشنبې د شپې پورې د کرونا وایرس نه د ناروغه شوو تنانو شمیره ۸۷۸ ته رسیدلې او په دغه هیواد کې هره ورځ په پېښو کې زیاتوالی راروان دی. پاکستان کې تر ټولو زیاتې پېښې په سند ایالت کې مخې ته راغلي چرته چې د کرونا نه متاثره کسانو شمیره ۳۹۴ ته رسیدلې.‌ د پاکستان په پنجاب کې ۲۴۹،‌ بلوچستان کې ۱۱۰،‌ خېبر پښتونخوا کې ۳۸،‌ ګلګت بلتستان او کشمیر کې ۷۲ او په سرښار اسلام اباد کې دغه شمیره ۱۵ ده. په پاکستان کې د یو ډاکټر په شمول د کرونا نه ۶ تنه مړه شوي چې ۳ په خېبر پښتونخوا،‌ ۲ ګلګت بلتستان او یو په بلوچستان کې ژوند د لاسه ورکړی.

د پاکستان د فوج ویاند مېجرجنرل بابر افتخار د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل چې د حکومت د هدایاتو پر اساس، د پوځ سرلښکر امر جاري کړی چې ټول موجوده عسکر او د فوج طبي وسایل دې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره وکارول شي.

بابر افتخار ټینګار وکړ چې پوځیان به د حکومت د هدایاتو اغیزمن عملي کېدل یقیني کوي. د پوځ ویاند زیاته کړه: "دا کار البته چې یوازې د ځاني انضباط او همکارۍ له طریقه ممکن دی. د کرونا وایرس په وړاندې د دفاع تر ټولو غوره لاره، همکاري ده."

پاکستان وایي په هغه هېواد کې په کرونا وایرس اخته اکثریت کسان، شیعه زائرین دي، چې په دې وروستیو کې ایران ته د زیارتونو دپاره تللي و. په ایران کې د کرونا وایرس پېښې د سیمې د نورو هېوادونو په نسبت بیخي زیاتې دي او له ۲۳۰۰۰ اووښتي دي، چې په دې کې څه باندې ۱۸۰۰ کسان یې مړه کړي هم دي.

د پاکستان چارواکي وایي هغه پاکستاني شهریان چې په دې وروستیو کې له شام، عراق، برتانیې، امریکې، او سعودي عرب څخه ملک ته راغلي، هم له ځانه سره یې کرونا وایرس راوړی دی.

په سند صوبه کې، چېرته چې د پاکستان تر ټولو زیاتې د کرونا وایرس پېښې مخې ته راغلي دي، د ګل یا دوشنبې په ورځ د دوو هفتو دپاره ټول بازارونه وتړل شول او خلک به دا دوه هفتې په کورونو کې وي.

پنجاب هم د دوو هفتو لاک – ډاون یا د ټولو کاروبارونو تړل کېدل اعلان کړي او سر د سبا نهې یا سې شنبې نه ټوله صوبه کې دا امر جاري شي. د پنجاب په صوبه کې، چې تر ټولو نورو صوبو زیاته آباتي لري، کم از کم ۲۵۰ د کرونا وایرس پېښې مخې ته راغلي دي.

پاکستان همدا راز له خپلو ټولو ګاونډیو (افغانستان، ایران، هند، او چین) سره ګډې پولې تړلي دي چې په سیمه کې د کرونا وایرس د لا خورېدو مخه ونیول شي.

11:07 24.3.2020

په نيويارک کې د پنجاب سره تعلق لرونکی تن د کرونا وايرس نه مړ شوی

د امريکې په نیویارک ښار کې مېشت د پاکستان پنجاب صوبې سره تعلق لرونکی حاجی محمد اقبال د کرونه وايرس له امله په حق رسېدلی دی.

ويل شوي هغه د تیرې اوونې راهسې د نیویارک په یو روغتون کې علاج کولو. هغه د شوګر او بلډ پریشر ناروغو ښکار ؤ.

د هغه په اړه ترلاسه شوؤ مالوماتو ترمخه اقبال د ډېری مودې راهسې د لانګ آې لینډ په ویلي اسټریم علاقه کی ژوند او کاروبار کولو.

11:30 24.3.2020

پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۸۹۲ ته ورسېده

د پاکستان د صحت محکمې د شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا وايرس شمېرې ۸۹۲ ته رسېدلې دي، په درې صوبو کې خېبرپښتونخوا، سند او پنجاب کې خلکو ته ويل شوي په کورونو کې پاتې شي د ګرځېدو ډډه وکړي.

په سند صوبه کې د کرونا وايرس شمېرې ۳۹۹، پنجاب کې ۲۴۹، بلوچستان کې ۱۱۰، خېبرپښتونخوا کې ۳۸، ګلګت بلتستان کې ۸۸ او اسلام اباد کې دا شمېرې ۱۵ ته رسېدلې دي.

پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه شپږ تنه مړه شوي دي او شپږ تنه صحتمند شوي هم دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG