لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

10:19 2.4.2020

خېبرپښتونخوا: ۱۲۱ کسان به د ۱۴ورځو قرنطين کولو وروسته سبا پرېښودل شي


د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور خان جګړا ويلي، د تافتان څخه راغلي ۱۲۱ کسان چې ۱۴ ورځې د قرنطين وخت يې پوره کړو او د کرونا وايرس ټېسټونه يې منفي راغله سبا د جمعې په ورځ پرېښودل شي.

هغه ويلي دغو مشکوک کسانو قرنطين او ټېسټونه په پېښور او ډېره اسماعيل خان کې شوي دي.

نوموړي په ټویټر د دغو کسانو د ضلعو تفصيل ورکړی او ويلي يې دي چې د کرونا وايرس پرضد د دوی مبارزه روانه ده که څه هم په دې کې ځینې قلاری راځي خو د خلکو د ټېسټونو منفي راتلل هم کاميابي ده.

جګړا چې ۱۲۱ کومو ضلعې يادې کړي په هغو کې اسلام اباد، راولپنډۍ، ډېره اسماعيل خان، کرمه، هنګو، کوهاټ، بنو، مردان، چارسده، پېښور، مانسهره، صوابۍ، هري پور اېبټ اباد، بره دير ملاکنډ، سوات، کراچۍ، ګجرانواله، ګجرات، جنګ او منډي بهاؤ الدين کسان شامل دي.

هغه په بل ټویټ کې سپيناوی کړی چې د خېبرپښتونخوا نه علاوه د پنجاب سره تعلق لرونکي کسان په غلطۍ کې راوستل شوي وو.

جګړا په صوبه کې د لمړي اپرېل د کرونا وایرس د پېښو تفصيل هم ويلی دی.

هغه ويلي، د اپرېل په لمړۍ نېټه په صوبه کې د کرونا وايرس ۲۳ نوې پېښې مخې ته راغلي چې پکې ځايي او د بهر نه راغلي کسان هم شامل دي.

نوموړي په ټویټر ويلي، په صوبه کې د کرونا په وايرس اخته کسانو شمېره ۲۱۴ ته لوړه شوې او اووه کسان په صوبه کې د کرونا وايرس نه مړه شوي دي.

13:19 2.4.2020

په سند کې د تبليغي جومات غړي د کرونا وايرس له امله ژوند د لاسه ورکړو

د پاکستان د سند صوبې د صحت د چارو وزارت وايي په صوبه کې د تبليغي جومات سره تعلق لرونکی يو تن چې د کرونا وايرس پخلی پکې شوی ؤ، نن د زیارت، پنجشنبې په ورځ يې ژوند د لاسه ورکړو.

پاکستان کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره ۳۲ ته ورسېده.

د سند صوبې د صحت وزيرې عزرا پېچېهو ويلي، دغه ۶۵ کلن تن چې د صوبې د ټنډو محمد خان علاقې سره يې تعلق ؤ د حېدر اباد روغتون ته راوړل شوی ؤ او په ۲۸م مارچ پکې د کرونا وايرس پخلی شوی ؤ.

هغې ويلي دغه تن د تبليغي جومات غړی ؤ او د مخکې نه د ساه په ناروغۍ اخته ؤ او په وېنټي لېټر اچول شوی ؤ.

په سند کې له دې وړاندې نهه تنه د کرونا په وايرس مړه شوي وو.

پاکستان د کرونا وايرس نه د مړه شوؤ کسانو شمېره ۳۲ ته ورسېده.

12:28 3.4.2020

پاکستان کې د کرونا په وايرس له امله د مړو شمېره ۳۵ ته رسېدلې، ۲۴۵۰ اغېزمن شوي

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه نن د جمعې د ورځې پورې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره ۳۵ ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ټول ملک کې په کرونا وايرس ۲۴۵۰ کسان اخته شوي چې پکې د لسو روغتيايي حالت خطرناک دی.

حکومتي شمېرې ښايي چې تراوسه پورې په کرونا وايرس اخته ۱۲۶ ښه شوي دي.

د کرونا وايرس له امله په مړه شوؤ کسانو کې ۱۱، ۱۱په سند او پنجاب، نهه په خېبرپښتونخوا، درې په ګلګټ بلتستان او يو په بلوچستان صوبه کې مړ شوی دی.

په پنجاب کې ۹۲۰، په سند کې ۷۸۳، په خېبرپښتونخوا کې ۳۱۱، ګلګت بلتستان کې ۱۹۰، بلوچستان کې ۱۶۹، اسلام اباد کې ۶۸ او ازاد کشمير کې نهه تنه د کرونا وايرس ښکار شوي دي.

د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل نن د جمعې په ورځ په خلکو غږ کړی چې نمونځونه په کورونو کې وکړي، جوماتونو ته د تلو څخه ډډه وکړي.

د سند صوبايي حکومت اعلان کړی چې نن د غرمې ۱۲ بجو نه تر درېو بجو پورې به د سخت ټولبنديز اعلان کړی چې څوک به هم د کورونو نه بهر نه ووځي.

13:55 3.4.2020

سعودي عرب د کرونا وايرس له امله په دمام، طايف او القطيف کې د ګرځبنديز اعلان کړی

سعودي عرب د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې نن د جمعې د ورځې نه په درې ښارونو دمام، طايف او القطيف کې ګرځبنديز (کرفیو) اعلان کړی دی.

رويټرز خبري ادارې د سعودي عرب د حکومتي خبري ادارې لخوا ويلي، دغه ګرځبنديز به د بل اعلانه پورې په ځای وي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په سعودي عرب کې تراوسه پورې ۱۸۸۵ کسان په کرونا وايرس اخته شوي او ۲۱ ترې مړه شوي دي.

سعودي عرب له دې وړاندې په مکه او مدينه کې هم ګرځبنديز اعلان کړی ؤ.

نور کتل

XS
SM
MD
LG