په امريکا کې د کرونا وايرس نه د مړو شمېره ۱۱زرو ته نزدې شوې
په امريکا کې د کرونا وايرس څخه د مړو شمېره لس زره ۹۹۳ ته رسېدلې ده او په درې لاکه ۶۸زره، ۴۴۹ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی، ۱۹زره ۹۱۹ کسان دکرونا وايرس نه ښه شوي هم دي.
د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو د نيويارک ښار کرونا وايرس تر ټولو زيات اغېزمن کړی او يواځې په دغه ښار کې درې زره ۴۵۸ کسان کرونا وايرس مړه کړي او د ۷۲ زرو نه په زياتو کې د وايرس پخلی شوی دی.
د پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ ۱۸۴ هېوادونو ته خور شوي دې وايرس تراوسه پورې ۷۴ زره ۸۵۶ کسان مړه کړي او ۱۳ لاکه، ۵۰ زره او ۵۲۳ کسان په دې وايرس اخته شوي دي.
په اټلي کې تر ټولو زيات مړي شوي چې شمېره ۱۶ زره، ۵۲۳ ده.
د نيويارک ښار ګورنر ويلي، د کرونا وايرس د مخنیوي په لړ کې په لګول شوؤ بندېزونو کې نرمي کول غلطي وه، او اوس د خلکو د یو بل نه د لرې پاتې کېدو له امله د مرګونو لړۍ هم راټيټيږي.
بل لور ته صدر ډانلډ ټرمپ ويلي چې راتلونکې اوونۍ به نورې مشکل وي او د کرونا وايرس نه به د مړينو شمېره نوره سېوا کیږي.
په نړۍ کې په کرونا وایرس اخته کسان تر ۱۶ نیم لکه او مړه تر ۹۵ زره زیات شول
کراچۍ: په نړۍ کې د کرونا په وايرس د اخته کسانو شمېر د ۱۶ لاکه نه سېوا شوې او ۹۵زره، ۷۱۸ يې مړه کړي دي.
د امریکې د جونز هوپکنز پوهنتون ترمخه په نړۍ کې د کرونا په وايرس اخته کسانو کې درې لاکه ۵۴ زره ۹۷۲ کسان ښه شوي هم دي.
په امریکا کې څلور لاکه ۶۵زره ۷۵۰ په کرونا وايرس اخته شوي، او ۱۶زره ۶۸۴ کسان ترې مړه شوي دي.
خو اټلي د نړۍ هغه هېواد دی چې کرونا وايرس پکې تر ټولو زيات کسان مړه کړي، چې شمېره يې ۱۸زره ۲۷۹ ده په اټلي کې يو لاک ۴۳زره، ۶۲۶ کسان په کرونا وايرس اخته شوي دي.
په سپېن کې يو لاک ۵۳زره ۲۲۲ کسان په کرونا اخته شوي او ۱۵زره ۴۴۷ کسان ترې مړه شوي دي.
په فرانس کې په کرونا وايرس يو لاک ۱۸زره، ۷۸۳ اخته، ۱۲ زره، ۲۱۰مړه، په جرمني کې يو لاک ۱۸زره، ۲۳۵په کرونا اخته دي.
په برتانيه کې ۷زره ۹۷۸ کسان د کرونا نه مړه شوي دي.
د تازه شمېرو له مخې تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې 18 لکه زیات کسان په کرونا وایرس اخته دي او یو لک لس زره 891 یې وژلي دي
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د کرونا وایرس په اړه د شمیرو ټولولو څانګه وايي چې دغه وایرس نه تراوسه په نړۍ کې درې لکه 73 زره او 813 کسان بیرته رغېدلي دي.
په امریکا کې تر ټولې نړۍ زیات خلک اغېزمن دي، چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یې پینځه لکه 30 زره 830 ته رسېدلی او 20 زره 646 کسان یې مړه کړي دي.
په امریکا کې کرونا وایرس نیویارک ایالت د ټولو زیات ځپلې دی. په نیویارک کې تراوسه 6,367 کسان کرونا وایرس وژلي دي.
د امریکا وروسته کرونا وایرس بیا په اټلي کې د نورو هېوادونو ډېر 19,468 کسان وژلي دي. په اټلي کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیر تر اوسه 152,271 دی.
د کرونا وایرس دلاسه مرګونو له مخې سپېن په دریم نمبر دی چې تر دې دمه 16,606کسان مړه شوي دي. په سپېن کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمیر تر دې دمه 163,027 دی.
د جان هاپکنز يونيورسټۍ د شمیرو ترمخه تراوسه د کرونا وایرس د لاسه په فرانس کي 13,851, ايران کي 4,357, برتانيا کي 9,892 او جرمني کي 2,871کسان مړه شوي دي.
کرونا وایرس چې دا مهال په شاوخوا 185 هېوادونو کې خپور دی، تر ټولو ډېر کسان یې په اروپا کې مړه کړي دي.
کرونا وایرس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو چې بیا له دغه ځایه نورې نړۍ ته ورسېد.
چین وايي کروناویروس هلته څه باندې ۳۰۰۰ کسان مړه کړي، خو ځینې راپورونه وایي چې ښايي لسګونه زره کسان مړه شوي وي.
د جمعې په ورځ په امریکا کې لږترلږه ۲۰۰۰ مړینې ثبت شوي دي ، چې د کرونا وایرس په وژنو کې ترټولو لوی زیاتوالی په هیواد کې د پیلیدو راهیسې لیدل شوې دی.
خو ګورنر ایڼدریو کومو د جمعې په ورځ امید څرګند کړو چې په نیویارک کې د کرونا کېسونه مخ په کمي دي. "مونږ په محتاط ډول خوشبینه یوو چې مونږ په ناروغۍ د اخته کېدو شرح رو کوو."
هر څه که دغه شمېرې په تېرو څو ورځو کې ډېرې زياتې شوي دي خو د صحت چارواکو داسې امېدونه څرګند کړي چې د پرون ورځې راهسې په يورپ او امريکا کې په کرونا واېرس د اخته شویو او مړو شمېره کې د د تېرو ورځو په حساب کمی شوی دی چې داسې ښکاري دغه واېرس به په يورپ او امريکا کې هم لکه د چين په څېر قابو کړی شي.
په نړیواله کچه د یمن حکومت د جمعې په ورځ د کورونا وایرس لومړۍ تایید شوی کېس اعلان کړوو ویره یې څرګنده کړه چې د دې ناروغۍ رامینځته کیدل به د هیواد د صحت نظام چي جنګ ځپلي دی, نور هم مشکلاتو سره مخامخ کړي.
د وائس آف امريکا انګريزي څانګي ترمخه د اسرائيل د صحت وزارت د جمعي په ورځ په په لسو زرو کسانو کي د کرونا وائرس د ناروغي او د 92 د مړينو راپور ورکړۍ
په عمان کې د جمعې په ورځ چارواکو په سرښار مسقط کې میشتو خلکو ته امر وکړ چې هلته پاتې شي پداسې حال کې چي د هيواد په نورو خلکو باندي ئي سرښار ته په تګ را تګ بنديز لګولې. په هيواد کي د کرونا وائرس څخه 450 کسان ناروغه او 2 تري مړه شوي دي
په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا وایرس د مخنیوي په هڅو بوخته ده د ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې د دې ادارې تر جوړېدو ۷۵ کاله وروسته نړۍ د کرونا وایرس له کبله د نړیوال امن، تحفظ او روغتیا له خطر سره مخ ده
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېریس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندو دروازو تر شا په تازه غونډه کې وویل "دا وبا د نړیوال امن او ارامۍ پر ځای ساتلو ته هم د پام وړ خطر پېښوي او د ټولنیزې ناارامۍ او تشدد سبب جوړېږي چې دا د دې ناروغۍ د ختمولو په برخه کې زموږ وړتیا کمزورې کولای شي."
د کرونا واېرس نه د بچکېدلو په خاطر د نړۍ په اکثرو ملکونو کې دفترونه او بازارونه بند دي په اسلامي نړۍ کې په جماعتونو او اجتماعاتو پابندي ده او سعودي عرب د عمرو پروګرام بند کړی او وايي داسې امکان هم شته چې سږ کال حج هم و ځنډوي.
په يروشلم کې عيسايآنو د حضرت عيسا ع د وژل کېدلو په يآد کې خپله کليزه غمجنه دستوره هم ډېره مختصر کړې. وړاندې به په دې ورځ د نړۍ نه عيسايي مذهب منونکي به د يوې هفتې لپاره یروشلم ته ورتلل او بيا به يې خپل ايسټر هم لمانځه خو سږ کال د کرونا وایرس د مخنيوي په خاطر د عيسايانو د ايسټر دستورې تړل شوي دي.
ټرمپ: د کرونا وایرس له آفت سره مقابلې کې به کامیابه شو
د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ وایي چې د کرونا وایرس پر ضد مبارزه به کامیابه شي. ټرمپ چې د عیسایانو د ایسټر اختر په مناسبت یو ویډیویي پیغام خپور کړی دی، په هغه کې یې ویلي: "دا ځل ایسټر د نورو کلونو په نسبت ډېر فرق لري، ځکه مونږ په ډېرو ځایونو کې خپلو چرچونو ته نشو تللی او ورنه لېرې پاته يو."
صدر ټرمپ همدا راز ویلي: "مونږ نشو کولای هغسې چې مو خوښه وه یو د بل تر څنګ کينو، خو ډېر زر به بېرته څنګ به څنګ کینو. اوس مونږ ته ضرور دی چې دا جدایي قبوله کړو څو وکړی شو د دې آفت له شره خلاص شو. زمونږ ملک ته داسې یو آفت (کرونا) راغلی چې تر دې وړاندې هیچا نه و لیدلی."
د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ خپل امید داسې څرګند کړی دی: "مونږ به په دې جنګ او مبارزې کې کامیابه شو. مونږ به بیا هم یو د بل سره څنګ په څنګ چرچونو ته ولاړ شو او جشنونه به جوړ کړو. زمونږ کورنۍ به بیاهم سره راغونډې شي. ډېر نعمتونه لرو چې له امله یې باید شکر وباسو."