په لبنان کې فعاله ایران پلوه ډلې حزب الله دعوه کړې چې د خالي/ شنبې په ورځ یې د اسرایل په شمالي برخو ډرون او میزاېلونه ورویشتي.
یاډې ډلې ویلي دغه برید یې د اسرایل لخوا شوي حملې په ځواب کې کړی په کوم کې چې د حزب الله د دووه غړو په شمول درې تنه وژل شوي دي.
د حزب الله ډلې لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ٫٫ د المنارا پوځ مرکز او د ۵۱م پوځي بټالېن ګولاني برېګېډ په مرکز یې د چاودیدونکي ډرونو او نخښې ته رسیدونکي میزایلونو په لار برید کړی.٬٬
د اسرایل پوځ بیا ویلي چې د هیواد دفاعي نظام یې ٫٫ په کامیابۍ سره د لبنان نه راتلونکي مشکوک هدفونه معلوم کړي او په هوا کې تباه کړي.٬٬ دغه بیان زیاتوي چې پوځ د ټېنکونو ویشتلو میزایلو د ویشتل کیدو ځایونه هم په نخښه کړي.
د لبنان قامي خبري ادارې وروسته بیا رپورټ ورکړی چې په اسرایلي برید کې په یو کلي کې یو کور په نخښه شوی چې پکې ۱۱ تنه ژوبل شوي چې د یو حالت بیا مرګونی دی.
د اسرایل تیره ورځ په یو بیان کې ویلي وو چې جنګي الوتکو یې د لبنان په سویلي برخه کې د حزب الله ډلې یوه پوځي اډانه په نخښه کړې.
په غزه کې ۷ میاشتې وړاندې شورو شوې جګړې راپه دیخوا د لبنان او اسرایل په پوله هر ورځ ډزې کیږي.
د حزب الله دلې لخوا تیره ورځ خپرو شوو دوه جلا جلا بیانونو کې ډلې په کفر قلعه او خیام کې د خپلو دوو کمانډرانو د مرګ پخلی کړی.
حزب الله ډلې د اپریل په لومړۍ نیټه په دمشق کې په ایراني کونسلګرۍ شوي برید وروسته په اسرایل کې په پوځي اهدافو بریدونه سېوا کړي.
Forum