د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) په سوات کې د قرآن د مبینه سپکاوي په تور د ګڼو خلکو لخوا په تشدد د یو تن د وژنې د پېښې وروسته د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې، د داسې ډول پېښو د مخنيوي دپاره دې سمدستي کلک اقدامات وکړي.
اېچ آر سي پي ويلي، د يوې مياشتې نه په کمه موده کې دغه ډول دوه پېښې کېدل (په سوات کې د ګڼو خلکو لخوا په تشدد د 40 کلن تنه وژنه او د پنجاب صوبې په سرګودها کې د نزير مسيح وژنه) څرګندوي چې "رياست د عقيدې په نوم د بلوه ګرو د تشدد په معاملاتو باندې په ارادې سره یا د نورو علتونونو له سببه په خپله عملدارۍ جوړ جاړی کړی دی".
د جون په 20مه د پنجاب له سيالکوټه ورغلی تن سلیمان د سوات په مدين کې قهرجنو خلکو په دې تور وژلی او سوځولی وو چې وایي هغه د قران سپکاوی کړی وو.
د سوات پوليسو پرون ويلي، د مدين د پېښې په تور یې 23 کسان نيولي، د 49 معلومو او 2000 نه تر 25000 پورې نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړل شوې ده.
ويل شوي، د پېښې د رښتياو معلومولو او ککړو کسانو منقطقي انجام ته رسولو دپاره د پوليسو ګډه پلټنيزه ټيم جوړ کړل شوی دی.
د مې په 25مه نېټه د پنجاب په سرګودها سيمه کې پارېدلي مظاهره چيان د عيسايانو په مجاهد کالونۍ ورغلي د قران د سپکاوي په تور په نزير مسيح نومې عيسايي وګړي د چاکوانو او لرګيو ګوزارونه او تشدد کړی، او دغه تن بيا نهه ورځې وروسته ژوند د لاسه ورکړی وو.
اېچ ار سي پي ويلي، "داسې ډول پېښو کېدل اوس يواځې د ځينې خرابو قوانينو معامله نه ده پاتې چې د مذهب د سپکاوي په نوم په اسانۍ سره د وسلې په توګه وکارول شي، بلکې دا د څو لسيزو راهسې د انتهايي ښي اړخه ډلو او توندروۍ په وړاندې د سر ټيټولو او د هغو د ساتلو د پاليسۍ نتيجه ده، رياست په دې جرم کې نېغ شريک دی".
د بشري حقونو کمېشن ویلي، "د قانون په لاس کې اخستو عامې رويې د پلټنو دپاره د قامي اسمبلۍ د کمېټۍ جوړولو په وړانديز په اېوان کې غور نه کېدل د افسوس ځای دی"، اېچ ار سي پي د اسلامي نظرياتي کونسل نه هم غوښتنه کړې، "په ټولنه کې دې د عقيدې په نوم قانون په لاس کې اخستو د رجحان ختمولو دپاره دې ممکنه هڅې وکړي".
د حکومت لخوا د بشري حقونو کمېشن بيان ته غبرګون نه دی ويل شوی، خو پرون په قامي اسمبلۍ کې د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د لږکيو د حقونو د ساتنې دپاره قرارداد وړاندې کړی او په اکٍثريت سره منظور کړل شوی دی.
قرارداد کې ويل شوي، مرکزي او صوبايي حکومتونه دې د لږکيو ساتنه يقيني کړي او د لږکیو پرضد پېښو کې ککړو کسانو پرې کارروايي وشي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور د سوات مدين په پېښه نوټس اخستی، د پوليس مشر سره یې رابطه کړې، او رپورټ یې ترې غوښتی وو، وزيراعلا د پوليسو مشر ته د حالاتو قابو کولو دپاره په بېړنيو بنيادونو د اقداماتو کولو لارښوونه کړې وه.
Forum