لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: امریکې ته مهاجرت دپاره د سلګونو افغانانو خواستونه رد شوي دي


تېره میاشت ځینو افغانانو د ویزو خواستونو د ردېدو او یا د مهاجرت په اړه د غیر یقیني صورتحال په ضد احتجاج وکړو. په دغو احتجاج کوونکو کې غلام سخي هم و چې وايي د مهاجرت د خواست په اړه ورته د شپږو میاشتو د تېرېدو نه پس هم هېڅ ځواب نه دی ورکړی شوی
تېره میاشت ځینو افغانانو د ویزو خواستونو د ردېدو او یا د مهاجرت په اړه د غیر یقیني صورتحال په ضد احتجاج وکړو. په دغو احتجاج کوونکو کې غلام سخي هم و چې وايي د مهاجرت د خواست په اړه ورته د شپږو میاشتو د تېرېدو نه پس هم هېڅ ځواب نه دی ورکړی شوی

امریکې ته د مهاجر د خصوصي ویزو، سپېشل امېګرېنټ ویزه، اېس ايي وي، دپاره د سلګونو افغانانو خواستونه چې مناسب دستاوېزات او نور اسناد یې نه لرل د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په تېرو څو میاشتو کې رد کړي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د سټېټ ډپارټمنټ معلومات څرګندوي چې د 2021 د اکتوبر نه تر د ډسمبر د میاشت پورې د 1300 افغانانو اېس ايي وي خواستونه رد شوي دي. د دې نه وړاندې، د تېر کال د جولای نه واخلې تر د سېپټمبر د میاشت پورې، د 1462 افغانانو خواستونه رد شوي وو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه خواستګزارو ته د یو شمېر عواملو له امله د اېس ايي وي ویزو نه انکار کېدلی چې پکې ناکافي دستاوېزات، د دې ثبوت نیشت والی چې خواستګزار د امریکې دپاره ګران قدر خدمات ترسره کړي او د هغه په اړه منفي تاثرات شاملي دي.

احمد هم په هغو افغانانو کې شامل دی چې د اېس ايي وي ویزې دپاره خواست یې مسترد شوی دی. هغه د خپلې مېرمن او د دریو بچو سره تېر کال د نومبر په میاشت کې پاکستان ته تللی دی چې په اسلام اباد کې د امریکې ویزې ته خواست وکړي.

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس د امریکې په شمول نورو مغربي ملکونو په کابل کې سفارتخانې تړلي دي او افغانان امریکې، کېنېډي، برطانيي او د استرېلیا په شان ملکونو ته تګ دپاره په اسلام اباد او نورو ملکونو کې د دغو ملکونو سفارتونو ته خواستونه ورکوي.

احمد وايي هغه فکر کولو چې په اسلام اباد کې د لږ وخت تېرولو وروسته به امریکې ته هجرت وکړي.

خو شپږ میاشتې وروسته، د اېس ايي وي ویزې دپاره د احمد د خواست ردېدلو به نتیجه کې امریکې ته د تګ په اړه د هغه او د کورنۍ امیدونه نسکور شول.

احمد وي او ای ته وویل د اېس ايي وي دپاره د هغه د خواست سره د سپارښتنې سند د تصدیق نه کېدلو په سبب یې خواست رد شو.

هغه وایي د اېس ايي ويي دپاره خواست د ردېدو په ضد اپیل کې به د سپارښتنې خط وړاندې کوي. هغه وویل د مشن د مشر نه یې د سپارښتنې قوي خط ترلاسه کړی دی چې اپیل کې به یې وړاندې کوي.

احمد وايي هغه نا امیده کيږي ځکه چې هغه ګوري چې د ګڼ شمېر افغانانو خواستونه ردېږي.

د وي او ای رپورټ وايي د اېس ايي وي دپاره د ورکړی شویو خواستونو یوازې لس فیصد خواستونه منظور کړی شي.
تېر کال د جولای نه د سېپټمبر د میاشت پورې د 1292 اېس ايي وي خواستونو نه 117 د اېس ايي وي خواستون منظور شوي وو.

امریکې او نورو مغربي ملکونو ته د تګ په تکل کې په زرګونو افغانان پاکستان ته تللي دي.

د پاکستان د سفر په مهال د جرمني خارجه وزیرې اېنالینا بېیرباک وویل د 14000 نه زیاتو افغانانو پاکستان دلارې جرمني ته مهاجرت کړی دی.

کېنېډې ویلي 40000 افغانان به په هېواد کې ځای کوي، افغانانو ته په اسلام اباد کې ويزې ورکوي.

د کېنېډې د مهاجرت یو چارواکي وي او ای ته وویل چې په افغانسان کې د غیرموجودګۍ له امله د ویزو خواستګزارو د معلوماتو تصدیق کول لوی مشکل دی.

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان کې د زیاتېدوونکي بې روزګارۍ او غربت له امله د هغو افغانانو شمېره زیاته شوي چې د ملک نه وتل او په مغربي ملکونو کې د ابادېدو خواهش لري.

د 2015 راهسې د 17800 نه زیاتو افغانانو امریکې ته دتګ دپاره اېس ايي وي ویزې ترلاسه کړی دي.

په موجوده وخت کې د اېس ايي وي ویزو دپاره قریباً 50000 خواستونو کتنه کېږي.

د امریکې کانګرس د افغانستان دپاره د 34500 اېس ايي وي ويزې منظورې کړي دي. اوس 16515 اېس ايي وي ویزې پاتې دي.

د وي او ای رپورټ وايي د دغو شمېرو مطلب دا دی چې که چېرې کانګرس افغانانو دپاره د اېس ايي وي ویزو تعداد زیات نکړو نو کوم خواستونه چې تراوسه جمع شوي دي په هغو کې به په دریو کې دوه خواست مسترد کړی شي.

تېره میاشت ځینو افغانانو د ویزو خواستونو د ردېدو او یا د مهاجرت په اړه د غیر یقیني صورتحال په ضد احتجاج وکړو.

په دغو احتجاج کوونکو کې غلام سخي هم و چې وايي د مهاجرت د خواست په اړه ورته د شپږو میاشتو د تېرېدو نه پس هم هېڅ ځواب نه دی ورکړی شوی.

د امریکې د نېشنل ویزه سېنټر چارواکي وايي د اګست د میاشت راهسې یې د اېس ايي وي خواستګزارو نه په سلګونو زرګونه پوښتنې ترلاسه کړي دي.

د امریکې د خارجه وزارت ترجمانې وویل په خواستونو کې اضافې ته کتنه کوي.

د اېسوسي اېشن اف وار ټایم اېلایز یعنې د جنګ د وخت ملګري، نومې تنظیم ترمخه امریکې ته د ویزې خواستګزارو 94 فیصد کسان وايي د بې روزګارۍ دلاسه په معاشي توګه د سختۍ ښکار دي.

د وي او ای رپورټ وايي امریکې ته د مهاجرت د ویزو په انتظار په زرګونو افغانان چې په وخت کې د امریکې حکومت دپاره یې خدمات ترسره کول اوس یا خو د طالبانو نه پټ ژوند کوي او یا نورو ملکونو ته مهاجر شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای انګریزۍ څانګې دپاره د خبریال اکمل داوی د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG