د امریکې سینیټ ته د پاکستان اؤ چین په مخالفت کې قانوني مسوده وړاندې کړل شوې چې پکې د ریپبلکن سنیټر مارکو روبیو د پاکستان د مرستو ودرولو وړاندیز کړی دی. د پاکستان حکومت له دې اقدام ته څه جواب نه دی ویلی.
په ډان نیوز کې د خپور رپورټ له مخې د سینیټر مارکو روبیو له لوري وړاندې کړل شوې دې قانوني مسوده کې ویل شوي چې د هند لپاره د ممکنه ګواښونو له امله باید د پاکستان مرستې ودرول شي اؤ کانګرس دې په دې اړه خبر کړل شي.
په قانوني مسوده کې د چین د مخ په زیاتېدونکي اثر رسوخ اؤ د پاکستان له لوري د مبینه ګواښونو د مقابلې لپاره د هند سره په مرستو کولو ټینګار شوی دی.
په قانوني مسوده کې د نوي ډیلي سره د واشنګټن د سټراټیژیکي، سفارتي، اقتصادي اؤ پوځي اړیکو د پراخولو وړاندیز هم شوی دی.
قانوني مسوده کې د ريپبلیکن سنېټر ویلي چې د هند سره باید د اسرایل، کوریا، جاپان اؤ ناټو په څېر د اتحادیانو په شان چلند وکړل شي.
امریکایي رسنۍ وایي که چرې دا قانوني مسوده منظوره شي نو په پاکستان یې واضحه اغېزې پریوتی شي په ځانګړي ډول په یو داسې وخت کې چې اسلام اباد اؤ واشنګټن د خپلو دوه اړخیزه اړیکو مضبوطولو لپاره کار کوي.
د فلوریډا سره تعلق لرونکی د ريپبلکن سنیټر مارکو روبیو د کال ۲۰۱۱م راهسې د سینیټ غړی دی اؤ هغه په کال ۲۰۱۵م کې د صدارتي کاندید په توګه ټاکنو کې برخه هم اخستې وه.
هغه د پرایمري یا ابتدایه ټاکنو په مهال په یو شمیر ریاستونو کې کامیابي ترلاسه کړې وه خو په کال ۲۰۱۶م کې د انتخاباتو د زغل نه بهر شوی ؤ.
روانه اوونۍ د جنوبي اؤ منځنۍ ایشیا لپاره د امریکې مرستیال وزیر ډانلډ لو د امریکایي استازو ایوان ته ویلي وؤ چې صدر جوباییډن د پاکستان لپاره د ۱۰ کروړه اؤ ۱۰ لکو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.
هغه د ایوان کمیټې ته ویلي وؤ چې دا پیسې به پاکستان کې د ترهګرس خلاف په جګړه، اقتصادي اصلاحاتو اؤ د قرضونو مد کې د مرستې لپاره مصرفولی شي.
Forum