لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: ایراني چارواکو په تهران کې افغانستان سفارت طالبانو ته ورکړو


د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان ضیا احمد د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل فضل محمد حقاني په تهران کې د طالبانو موقتي سفیر یا ناظم الامور ګمارل شوی دی. ښاغلي احمد وویل حقاني تجربه کار سفارتکار دی. د حقاني ترڅنګ طالبانو تهران ته د سفارتي عملي اووه کسیزه لېږلې ده
د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان ضیا احمد د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل فضل محمد حقاني په تهران کې د طالبانو موقتي سفیر یا ناظم الامور ګمارل شوی دی. ښاغلي احمد وویل حقاني تجربه کار سفارتکار دی. د حقاني ترڅنګ طالبانو تهران ته د سفارتي عملي اووه کسیزه لېږلې ده

د ایران په سرښار تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی دی او د طالبانو ترجمان د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په کابل کې يې داعش خراسان ډلې دوه وسله وال وژلي او یو يې نیولی دی.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل د داعش وسله والو په کابل کې د حملې سازش کولو او خلاف يې عملیات د کابل په خېرخانه کې وشول.

مجاهد وویل د داعش دوه وسله وال ووژل شوو او یو ونیول شو او طالبانو وسله او نور پوځي ساز او سامان په قبضه کې واخیستلو. هغه زیاته کړه په عملیاتو کې طالبانو ته څه نقصان نه دی رسېدلی.

ای پي وايي داعش، چې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس يې په افغانستان او په کابل کې د یو شمېر حملې ذمه واري منلې، د وسله والو د وژل کېدو په اړه يې د طالبانو په بیان څه نه دي ویلي

تېره میاشت طالبانو د کابل په کرت نو داعش د دریو وسله والو د وژلو او یو د نیولو دعوه کړې وه.

د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او ای پي وايي افغانستان د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی.

ای پي وايي ایراني مامورینو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په تهران کې د افغانستان سفارتخانه طالبانو ته ورکړه. د دې نه مخکې به د افغان سفارت چارې د پخواني امریکې پلوه افغان حکومت د عملې په لاسو کې وې.

ای پي وايي په تهران کې دغه پرمختګ د طالبانو د حکومت دپاره یوه بریا ده او توقع ده چې اوس به په سفارت د افغان بېرغ په ځای د طالبانو بېرغ پورته کړی شي.

ای پي وايي طالبانو ته د افغان سفارت ورکړی کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او دا هم نه ده واضحه ایا چې ایران د طالبانو حکومت په رسمي کچه وپېژندلو؟

په کابل د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې وویل په تهران کې سفارت ته د افغانستان نه ناظم الامور او نوره سفارتي عمله لېږل شوې او سفارت به خپلې هلې ځلې دوامداره ساتي.

د طالبانو خارجه وزارت وویل نوي سفارتکاران به د سفارت په چارو کې شفافیت یقیني کوي او د دواړو ملکونو ته تعلقاتو ته به وده ورکوي.

د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان ضیا احمد د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل فضل محمد حقاني په تهران کې د طالبانو موقتي سفیر یا ناظم الامور ګمارل شوی دی. ښاغلي احمد وویل حقاني تجربه کار سفارتکار دی. د حقاني ترڅنګ طالبانو تهران ته د سفارتي عملي اووه کسیزه لېږلې ده.

ضیا احمد وویل د ایران او افغانستان په دوه اړخیزه تعلقاتو دا اهم او د مرستې وړ ګام دی.

یادونه: د دي خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG