لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزې د جګړې نهه میاشتې وشوې، اسرايل کې د جنګ بندۍ او يرغماليانو د خوشي کولو دپاره احتجاج شوی


د اسرایل د يرغمال وګړو، جنګ بندۍ او حکومت څخه استعفا دپاره د تيرو څو میاشتو څخه احتجاجونه کيږي
د اسرایل د يرغمال وګړو، جنګ بندۍ او حکومت څخه استعفا دپاره د تيرو څو میاشتو څخه احتجاجونه کيږي

په غزه کې د حماس پرضد د اسرايل د جګړې نهه میاشتې پوره شوې، په اسرايل کې ملکي وګړو احتجاجونه کړي، د وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د استعفا او جنګ بندۍ غوښتنې یې کړي دي.

احتجاج کوونکو د احتجاج ورځ ته د (ګډوډۍ ور) ويلي، او په ځايي وخت یې سهار يو نيم منټ کم شپږ نيمې بجې احتجاج پيل کړی وو. د احتجاج دپاره دغه وخت ځکه ټاکل شوی وو چې د تېر کال په اووم اکتوبر (نهه مياشتې) وړاندې حماس د اسرايل په جنوبي برخو کې په دغه وخت حملې کړې وې.

د اسرایل د يرغمال وګړو، جنګ بندۍ او حکومت څخه استعفا دپاره د تيرو څو میاشتو څخه احتجاجونه کيږي.

د حماس د اووم اکتوبر په حمله کې په اسرايل کې 1200 کسان وژل شوي او 250 يرغمال کړل شوي وو. د حملې وروسته اسرايل په غزه کې د حماس پرضد جګړه پيل کړې او د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت ويلي، تراوسه پورې په جګړه کې د 38,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

پرون د احتجاج په ورځ په ټول اسرايل کې سړکونه بند کړل شوي او د پارلیمان د غړو د کورونو مخې ته هم مظاهرې شوي دي.

احتجاج کوونکو په اسرايل کې د غزې د پولې سره څنګ ته خواوشا 1500 غبارې يا (پوکڼۍ) په هوا کې پرېښودي او دغه د دې علامت وو چې د حماس په حمله کې 1500 اسرايليان وژل شوي يا يرغمال جوړ کړل شوي وو.

په مظاهره کې شريکې يوې مېرمن هناګولن د حماس حملې ته په اشارې سره ويلي د دغه تورې ورځې نهه میاشتې وشوې، خو د اسرايل په حکومت کې څوک هم د دې زمه وارۍ قبلولو ته تيار نه دي.

د اسرایل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو څو مياشتې وړاندې ويلي وو، د اسرايل د امنیت په بدترينه ناکامۍ هيڅ ډول بحث د جګړې د خاتمې وروسته پکار دی.

اسرایل وايي، د حماس سره اوس هم 116 يرغماليان موجود دي او په دوی کې د 46 په اړه د اسرايل پوځ ویلي، چې هغوی وژل شوي دي.

بل لور ته په غزه کې جګړه روانه ده، د اسرايل په هوايي حملو کې نهه نور فلسطينيان وژل شوي دي.

د حماس رسنۍ او ځايي سېول بيړنيز سروس ترمخه، د غزه په لويديځه علاقه کې د چرچ د انتظام لاندې يو سکول هم په نخښه شوی دی، په دغه سکول کې مسيحي او مسلمان کورنيو پناه اخستې وه. د اسرايل پوځ ویلي، په سکول د بريد رپورټونه ګوري.

د رپورټونو ترمخه په سکول حمله کې د حماس ټاکل شوی د محنت مرستیال وزیر ايهاب الغصين په ګډون درې تنه وژل شوي دي، د ايهاب الغصين ښځه او بچي د مې په میاشت کې د اسرايل په بمبارۍ کې وژل شوي وو.

ويل کیږي، فریقېن د جنګ بندۍ تړون ته نزدې کيږي ځکه حماس په بشپړ ډول جنګ بندۍ د غوښتنې څخه په شا شوی دی، خو په جګړه کې د دمې دپاره د اسرايل او غزه کې د وسله والې ډلې ترمنځ فاصله اوس هم موجوده ده.

له دې وړاندې حماس غوښتنه کوله، اسرايل دې بشپړه جنګ بندي وکړي او خپل پوځونه دې د غزې څخه اوباسي، خو د اسرايل وزيراعظم ويلي، د حماس د ختمولو پورې به جګړه روانه وي.

په غزه کې د جنګ بندۍ او يرغماليانو د خوشي کولو دپاره د تېرو څو ورځو راهسې د امریکې، اسرايل او قطر ترمنځ خبرې چټکې شوي دي.

د رويټرز ترمخه، سرچينو ویلي، د امریکې انتظاميه په امریکا کې د نومبر په میاشت کې کېدونکو انتخاباتو نه وړاندې کوم تړون ته د رسېدو پوره هڅې کوي.

(په دې خبر کې د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه معلومات اخستل شوي)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG