د فلسطیني وسله د طرفه د راکټو د حملو په جواب کې د اسرائیل جنگي هوائي جهازونو په غزه کې درې فلسطینیان وژلې دي.
د فلسطین د طبي امداد کارکونکو وئیلي د اتوار په ورځ د اسرائیل په هوائي حملو کې یو وسله وال، یو ٦٠ کلن سړی او یو ١٢ کلن ماشوم چې د غزه په جبلیه ښار کې سکول ته روان وو، وژل شوې دي.
اسرائیل وئیلي چې د حملو هدف وسله والو وو چې په جنوبي اسرائیل کې تر ٣٠ کلومیټر پورې دننه راکټونه ویشتلې دي. یوشمیر راکټونه بیرشیبه ښار کې غورځیدلې دي، یو راکټ گڼ شمیر کورونه زیانمن کړې دي. یو راکټ د یو سکول په میدان کې غورځیدلی دی. سکول کې دغه وخت څوک موجود نه وو. یو شمیر اسرائیلیان د صدمې د پاره د علاج د لاندې دي. د راکټو د حملو په ترڅ کې په جنوبي سیمو کې سکولونه تړلی شوې دي.
د جمعې د ورځې راهسې په غزه کې د اسرائیل په هوائي بریدونو کې ١٨ فلسطینیان وژل شوې دي، چې زیاتره پکې د اسلامک جهاد او د پاپولر ریزیسټنس کمیټیز وسله وال دي. دواړو ډلو په اسرائیل د جمعې په ورځې راهسې ١٢٠ راکټونه ویشتلې دي، چې پکې یوشمیر ملکي کسان زخمیان شوې دي. د مزائیلو په ضد د اسرائیل آئیرن ډوم نومې نظام ٣٧ راکټونه ناکاره کړې دي.
د کال ٢٠٠٩ د جنورۍ په میاشت کې د لنډې جگړې ورستو دا د اسرائیل او وسله والو په منځ کې وړمبی جنگ دی.
د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو وئیلي هوائي بریدونو جنگیالو ته سخت زیان رسولی دی او چې د ترڅو ضرورت وې، دا به جاري وي.
فلسطیني چارواکې وائي مصر د جنگ بندۍ د پاره د منځگړیتوب کوششونه شورو کړې دي. په دې ورستي کالونو کې مصر د اسرائیل او فلسطینیانو په منځ کې د امن د پاره کوششونو کړې دي.
د اردن دریاب د غربي غاړې نه فلسطیني قانون ساز مصطفی' بارغوتي په اسرائیل د نړي وال فشار غوتنه کړې ده چې د هغه په وینا اسرائیل د فلسطینیانو خلاف د تشدد نه مخه اونیسي.
حماس چې د غزه د انتظام واک په لاس کې لري، د راکټونو زمه واري په غاړه نه ده اخستې خو د ډلې یو ترمان فوزي بهروم د راکټې حملو ستائنه کړې ده چې د بهادرۍ مزاحمت دی.