د اسرایل پوځ ویلي، د یمن په حوثیانو شوي برید څو ساعته وروسته یې د یمن نه ویشتل شوی یو میزایل معلوم کړی او په هوا کې یې تباه / شنډ کړی.
د اسرایل لخوا په یمن کې د حوثي یاغیانو د کنټرول لاندې سیمه د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته څو هوايي بریدونه شوي. دغه بریدونه د حوثیانو لخوا په تل ابیب باندې شوي برید په ځواب کې شوي. په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځه روانې د نهه میاشتو د جکړې شورو کیدو راپه دیخوا دا لومړی ځل دی چې اسرایل د حوثیانو پرضد په یمن بریدونه کړي.
دغه تازه تشدد د یو بل نه لرې پرتو دغه دوشمنانو تر منځه د جنګ نوی میدان پرانستل کېدای شي چرته چې اسرایل د وړاندې نه د ایران پلوه وسله والو ډلو / پراکسیز سره په جګړو کې ښکېل دی.
د اسرایل پوځ د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته د حوثیانو د کنټرول لاندې الحدیده بندر ښار باندې د هوايي بریدونو پخلی کړی وو. د پوځ لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي وو چې دغه بریدونه چې امریکا جوړ اېف-۱۵ او اېف -۳۵ جنګي جهازونو په لار شوي وو او دغه بریدونه د حوثیانو لخوا په تل ابیب شوي بریدونو په ځواب کې شوي وو.
اسرایل په دغه سیمه کې د خپلو اېتلافیانو لکه امریکا، برتانیه، غربي هیوادونو او سیمه ایزو هیوادونو په مرسته د وړاندې نه د حوثیانو لخوا ویشتل شوي راکټونه او ډرون بریدونه معلوم کړيوو. خو د جمعې په ورځ د حوثیانو لخوا ویشتل شوی یو ډرون بیا د اسرایل دفاعي نظام کې ورداخل شوی او د اسرایل په اقتصادي مرکز تل ابیب کیې یې برید کړی. په یاد برید کې یو تن وژل شوی وو.
د اسرایل ځوابي برید په اړه د پوځ لخوا ویل شوي چې د اسرایل نه ۱۷۰۰ کلومیټره لرې شوی دغه برید تر ټولو لرې حدف ویشتونکي عملیات وو چې د اسرایل هوایي پوځ ترسره کړی. د بیان تر مخه په دغه برید کې د بندر هغه برخه په نشه شوی د چرته نه چې یمن ته اسرایلي وسله ورکول کیږي.
د یمن په صنعا کې بیا د صحت وزارت ویلي چې د لومړي معلومات تر مخه په دغه برید کې ۸۰ تنه ژوبل شوي چې زیاتره یې سوځیدلي دي. د اسرایل د برید وروسته په دغه ښارګوټي کې په لویه کچه اوور هم لګیدلی.
داسرایلو د بمبارۍ په پایله کې په بندره ګاه اؤ یو شمیر نورو مقاماتو اور لګیدلی اؤ تورې لوخړې ترې پورته کیدلې.
یمن د جزیره نما عربي هیوادونو یو بې وزله هیواد شمېرل کیږي چې د څو کلونو راهسې د کورنۍ جګړې سره هم مخ دی. یمن اؤ اسرایل پخپلو کې لږ تر لږه دوه زره کلو میټره واټن لري.
د اسرایل د دفاع وزیر یوو ګیلنټ ویلي چې د اسرایلي وګړو وینه یو قیمت لري. هغه ویلي که حوثیانو بیا د حملې جرات وکړو په ضد به یې لا نور ګامونه هم واخستل شي. ګیلنټ ویلي په الحدیده بندره ګاه دا حمله د منځني ختیځ په اطرافو کې د ایران په ملاتړ د فعاله ډلو لپاره هم یو خبرداری دی چې د غزې د جګړې په مهال یې په اسرایل د بریدونو دعوې کړې دي.
د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو هم د ټي وي پخپله وینا کې د اسرایلي الوتکو دا کارروایي مهمه بللې ده. نیتن یاهو ویلي چې اسرایل ته چې څوک هم زیان رسوي د خپل تیري درنه بیعه به ورته لنډول وي. دوه ورځې وړاندې د حوثي یاغیانو ویاند یحییا ساري ویلي وؤ چې په تل ابیب یافا نومي نوی ډرون توغول شوي چې د دښمن د دفاعي نظام نه د ځان ساتلو توان لري
( ددې رپورټ مواد د ای پي خبري ادارې نه اخستل شوي دي)
Forum