په امریکا کې د بشري حقوقو او مدني ټولنو فعالینو په یوه ګډه غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، په افغانستان کې دې د ښځو پرضد د طالبانو اقدامات په دغه هیواد کې د جنسیت په بنیاد د توپیر په توګه په رسمیت وپېژني.
د امریکا په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د منځني ختیځ د مطالعاتو انسټيټیوټ په غونډه کې دغه غوښتنه په داسې وخت شوې چې پر افغانو ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت د پرله پسې بندیزونو له امله ښځې له عام ژونده ګوښه شوې دي.
په قطر کې بې د افغان مېرمنو له ګډونه د افغانستان په اړه له درېیمې غونډې وروسته د بشري حقوقو او مدني ټولنو د فعالینو په دې ګډه غونډه کې د افغان مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالینو هم ګډون کړی وو.
د افغان مېرمنو د حقوقو فعالې مریم عطایي وي او اې ډیوه ته وویل، په تېرو درو کلونو کې افغان مېرمنو خپل ټول حقوق بایللي او په خپلو کورونو کې د بنديانو غوندې ژوند کوي:
"د هیڅ نه کولو احساس دوی او ټولې مېرمنې ځوروي. مونږ نن د دوی د حقونو د دفاع لپاره را ټول شوي یو چې د افغان مېرمنو اساسي حقوق وژغورو او دا مهال دا د افغان مېرمنو غوښتنه ده چې د جنسیت پر اساس دا تبعیض دې قانوني وګرځول شي اوطالبانو سره دې په دې اړه حساب وشي او دوی دې قانون ته وسپارل شي".
د دې غونډې جوړوونکې نازیلا جمشيدي وایي، د طالبانو نظام چې په سیسټمېټیک ډول د مېرمنو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي باید د خپلو کړنو ځواب ووایي.
مېرمن جمشیدي زیاته کړه چې د جنډر آپارټایډ یا جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندنه شاید د افغان مېرمنو ټولې ستونځې حل نه کړي خو وایي د دې قانوني کېدل به لږ تر لږه د دوی خلاف د تاو تریخوالي مخه ونیسي:
"زه خوشحالېږم چې افغان مېرمنې او د مېرمنو د حقونو فعالینې د جنډر اپارټایډ د قانوني کېدلو لپاره په نړیوال کمپاین کولو وینم".
په دې غونډه کې ګډون کوونکې سارا حکیمي وي او اې ډیوه ته وویل، داسې ناستې ډېرې مهمې دي. د دې په وینا باید د نړۍ د پام وړ وګرځول شي، "باید د افغانستان دننه د بشري او د مېرمنو د حقوقو دفاع وشي".
د افغانستان کور بنسټ مشر او د دې غونډې تنظیم کوونکی برکت الله رحمتي وايي، دا مهال طالبان نړۍ ته دا ښکاره کوي چې د افغانستان دننه څه روان دي هغه د افغانانو په ګټه دي.
هغه زیاته کړه، دا مهال د افغانستان دننه څوک دا ځواک نه لري چي د طالب په وړاندې خپل ږغ پورته کړي، وایي همدا یواځینی دلیل کېدای شي چې تر اوسه نړیوالو هم د خبرو اترو لاره ددې موضوعاتو په اړه نه ده موندلې.
ښاغلي رحمتي وویل، تر څو چې ټول افغانان سره متحد نه شي، او یوه قوي حواله پیدا نه کړي، او له طالبانو د خپلو حقونو دفاع ونه کړي، او له نړۍ کومک ونه غواړي تر هغو به د بشري حقونو د پایمال کېدو دا لړۍ د افغانستان دننه روانه وي.
د نړۍ اسلامي هیوادونو د طالبانو د کړنو په هکله خپل دریځ په ډاګه کړی او وایي د افغانستان دننه د بشري حقوقو په وړاندې چې څه روان دي هغه د اسلام او شریعت سره په ټکر کې دي.
برکت الله رحمتي وايي، اسلامي هیوادونو خپل دریځ ښکاره کړی او دا دریځ د دې سبب شوی چې نن طالبان د مېرمنو د زدکړو د بندیز په اړه خبرې کوي نو د شریعت تر څنګ یې اوس د کلتور او فرهنګ کلیمې هم اضافه کړې او پرې زور اچوي چې خپلې کړنې پټي کړي:
"خو اوس ددې وخت را رسېدلی چې اسلامي هیوادونه د افغان مېرمنو د حقونو د دفاع کمپاین وکړي او پر طالبانو دا فشار راوړي چې د اسلام په نوم د مېرمنو حقوق نور تر پښو لاندې نه کړي".
د یوناما د یو رپوټ له مخې د 2021 کال د اګست د 15 څخه د 2024 کال د مارچ د 31 ورځې پورې لږ تر لږه 1033 پېښې (205 د ښځو او 828 د سړو په تړاو) مستندې کړې دي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت کارکوونکو ددغه وزارت د کړنلارو د عملي کېدو پر مهال له زوره کار اخیستی دی.
د ګلوبل فرینډ آف افغانستان بنسټ مشر جیسن کریس هواک وویل، د افغانستان د بشري حقونو په هکله چې کوم رپوټونه راځي هغه څه اغیزه نه لري. د ده په وینا داسې معلومیږي چې ملګري ملتونه خپل خپاره کړي رپوټونه تر پښو لاندې کوي:
"د افغانستان دننه د بشري حقونو سرغړونې، د مېرمنو له ټولنو بې برخه کول، بشری ناورین، د طالبانو ټول واک او اختیار په لاس کې اخستل، دا ټولې لویې ستونځي دي چې نړۍ باید ورته جدي پاملرنه وکړي او ملګرو ملتونه باید خپلو رپوټونو ته عملي جامه ورکړي چې د افغانستان دننه بشري حقونو ته درناوی وشي".
د دې غونډې فعالین وايي په طالبانو فشارونه او بندیزونه کافي نه دي او تر هغې اغېز هم نه لري، چې نړیواله ټولنه یو قوي او همغږی دریځ ونه لري. وایي افغانستان باید د واک د وېش عادلانه معیارونه غوره کړي او افغان مېرمنې باید د ژوند په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي چارو کې بنیادي ونډه تر لاسه کړي.
په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکې د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وايي که څه هم د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د پلاوي او د 24 هیوادونو د ځانګړو استازو تر منځ بحثونو کې افغان مېرمنو په فزیکي ډول برخه نه لرله، خو وایي د مېز په سر بحثونو کې شاملې وې.
Forum