لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د نېټو غړي ملکونه د ټرمپ په بریا تشویش لري خو اظهار يې نه کوي


د ټرمپ د صدارت وړمبۍ دوره د نېټو دپاره د زير او بم نه ډک وخت و. هغه به د جرمني په شان په یورپي ملکونو د کمو دفاعي اخراجاتو په سر تنقید کولو. وېل کېږي چې په یو وخت کې ټرمپ نېټو نه په وتلو هم غور کولو
د ټرمپ د صدارت وړمبۍ دوره د نېټو دپاره د زير او بم نه ډک وخت و. هغه به د جرمني په شان په یورپي ملکونو د کمو دفاعي اخراجاتو په سر تنقید کولو. وېل کېږي چې په یو وخت کې ټرمپ نېټو نه په وتلو هم غور کولو

د امریکې د نېټو اتحادیانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په صدارتي انتخاب کې د ډانلډ ټرمپ په بریا که یو خوا په مخ د مسکا اظهار کولو نو بلخوا يې دا تشویش پټولو چې د غېر متوقعو اقداماتو دپاره مشهور ټرمپ وایټ هاوس ته په رسېدو د یورپ د امنیت نظام ګډوډ او یوکرېن سره امداد ختم نه کړي.

د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ نایب صدرې او د ډېموکرېټېک پارټۍ امیدوارې کاملا هېرېس ته په صدارتي انتخاب کې ماتې ورکړو.

د نېټو مشر مارک روټا په چټکتیا ټرمپ ته مبارکي ورکړه او امید يې څرګند کړو چې د هغه انتخاب به په نېټو مثبت اثر ولري.

روټا وویل د ټرمپ مشري به د نېټو اتحاد مضبوط ساتلو دپاره بیا ضروري وي او سترګې په لاره دی چې نېټو د مضبوطولو دلارې امن ته په وده ورکولو کې د ټرمپ سره کار وکړي.

روټا په نږدې ورځو کې د نېټو مشر ټاکل شوی او یو سبب يې دا هم دی چې په تېرو وختونو کې هغه د ټرمپ سره ښه تعلق و.

خو په ظاهره د سکون د لاندې نېټو ژور تشویش لري چې ټرمپ به د یورپ د اتحاد په اړه څه کوي، په داسې حال کې چې روس د نېټو د سرحد نه پورې په یوکرېن کې په جارحانه انداز کې جنګېږي.

د صدارتي انتخاب د کېمپېن په مهال به ټرمپ وویل روس ته به حوصله ورکوي چې د نېټو هغه ملکونو سره چې په خپله دفاع کافي پېسې نه خرچ کوي د خپلې خوښې سلوک کوي.

د نېټو اعلا سفاراتکارانو چې ای اېف پي خبري ادارې سره يې د نوم نه څرګندولو په شرط خبرې کولې، د ټرمپ بیا د صدارت دپاره انتخاب په مثبت شکل کې پېش کولو، او وېل يې دا به یورپ د خپل ځان پخپله حفاظت ته نور سنجیده کړي.

یو سفارتکار وویل د ټرمپ د راتګ نه ویره نه ده پکار، د هغه سره کار کول به ګران وي خو یورپي ملکونو ته به توانايي ورکړي.

د ټرمپ د صدارت وړمبۍ دوره د نېټو دپاره د زير او بم نه ډک وخت و. هغه به د جرمني په شان په یورپي ملکونو د کمو دفاعي اخراجاتو په سر تنقید کولو. وېل کېږي چې په یو وخت کې ټرمپ نېټو نه په وتلو هم غور کولو.

خو چارواکي وايي د ټرمپ د بې لګامه فشار باوجود د نېټو اتحاد ژوندی پاتې شو بلکې نور مضبوط شو او په یورپ کې دباو زیات کړو چې په دفاع زیاتې پېسې خرچ کړي.

د نېټو پخواني مشر ینس سټالټنبرګ په اېکس خپل پېغام کې وویل د ټرمپ په وړمبي حکومت کې يې د همکارۍ زیاته توجه د اېټلانټېک دواړو خواو ته په امنیت او د نېټو د مستقبل دپاره په تیارولو وه. هغه زیاته کړه په دنیا کې د زیاتېدونکي بې ثباتۍ په سبب د امریکې قوي مشري بنیادي ضرورت دی.

په نېټو کې د ټرمپ دلچسپي ساتلو دپاره د تنظیم مشرانو په دې اړه د هغه ستاینه کړې چې نور ملکونه يې دفاعي اخراجات په زیاتولو مجبور کړي دي.

په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس د یرغل وروسته یورپي ملکونو دپاره په دفاعي اخراجاتو کې د اضافې ضرورت نور هم زیات شو او اوس د اتحاد د ۳۲ څخه ۲۳ ملکونه د کاټل شوي هدف سره د خپل مجموعي قومي پېداوار، جي ډي پي، دوه فیصد برخه په دفاع خرچ کوي.

د نېټو غړي ملکونه اوس دا احساس لري چې په خپلو پښو ودرېدو دپاره به نور کوښښونه کوي.

د نېټو یو پخواني سفارتکار وویل د نېټو د اجتماعي دفاع په اړه پوښتنې امنیت کمزوری کولی او روس او چین ته زړه ور کولی شي.

د یوکرېن دپاره حالات نور هم د پرېشانۍ وړ دي.

ټرمپ په دې اړه واضحه خبره نه ده کړې چې ایا یوکرېن سره به پوځي مرسته دوامداري ساتي او که نا. هغه دا لوظ کړی چې په یوکرېن کې جنګ ختمولو دپاره به زر د روس صدر ولادېمير پوټن سره معاهده کوي.

ځېني نور چارواکي په دې خبره متفق دي چې یوکرېن په نازک صورتحال کې دی او وايي په اقتدار کې د ټرمپ بیا راتګ د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي ته دا جواز په لاس ورکولی شي چې سختو مفاهمتونو ته ځان تیار کړي.

خو سفاراتکاران وايي که چېرې روس په مذاکراتو کې د زیاتو مراعاتو غوښتنه کوي نو ټرمپ چې د غېر متوقعو ګامونو دپاره هم پېژندل کېږي، د ماسکو خبره منلو په ځای یوکرېن سره مرسته زیاتولی شي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 3:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG