لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان د پاکستان نه خپل سفیر او ډپلومېټان وویستل


په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور تښتول کیدو او پرې د تشدد کیدو وروسته افغان حکومت د اسلام اباد نه د خپل سفیر او نورو لوړپوړو ډپلومېټانو د وېستلو اعلان کړی دی.

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د څانګې مشر دوا خان مینه پال نن (جولايي په ۱۸مه) ویلي چې د ډپلومېټانو د پاکستان نه د وېستلو فیصله ولسمشر اشرف غني کړې ده.

د صدر اشرف غني سلاحکار وحید عمر هم دغه خبره په خپل ټوېټر کړی او لیکلي یې دي :٫٫ صدر غني د بهرنیو چارو وزیر ته امر کړی چې تر څو د پاکستان حکومت دافغانستان د سفیر د لور برمته کونکو ته سزا جزا نه وي ورکړي او په دغه هیواد کې د افغان سفیر او ډپلومېټانو امنیت خوندیتوب نه وي تضمین شوی، په اسلام اباد کې افغان سفیر او ډپلومیټان دې کابل ته راوغوښتل شي.٬٬

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې لیکلي چې افغان سفیر او ډپلومیټان یې د اسلام اباد نه رابللي دي. دغه اعلامیه کې ویل شوي ٫٫ په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور تښتولو وروسته د افغانستان ولسمشر د اسلام اباد نه خپل سفیر او ډپلومېټان کابل ته راوغوښتل.٬٬

د دغه اعلامې تر مخه تر څو د سفیر د لور په تښتولو کې ککړ کسان نه وي نیول شوي تر هغه به دغه ډپلومیټان په کابل کې وي.

پاکستان وايي د پېښې یو شمېر کړۍ یې معلوم کړي:

هم نن د پاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید په اسلام اباد یو خبري کانفرنس ته ویلي، په اسلام اباد کې د لګیدلو کیمرو په مرسته دافغان سفیر دلور دتښتول کیدو دپېښې پلټنې روانې دي چې زیات پرمختګ پکې شوی اؤ اوس یوازې دیوې کړۍ موندل پاتې شوي چې دهغې تر موندلو وروسته به دا معامله راپه ډاګه شي.

نن (اتوار/ یکشنبې په ورځ) یو مطبوعاتي کانفرنس ته دکورنیو چارو وزیر ویلي اسلام اباد کې دلګیدلو کیمرو د ویډیوګانو نه ورته په ډاګه شوې چې دافغان سفیر لور له کوره پیاده وتلې اؤ مارکیټ ته رسېدلې وه اؤ له هغه ځایه بیا په ټیکسي کې ناسته اؤ کهډا مارکیټ کې کوزه شوې ده

په ټولنیزو رسنیو داسې دعوې شوې چې دسفیر شپږ ویشت کلنه لور تښتوونکو نزدې پینځه نیم ساعته دځان سره ایساره کړې اؤ په هغې یې زیات تشدد هم کړی دی.

افغان حکومت ددې پېښې پسر پاکستان ته سخت احتجاج هم کړی اؤ داتوار په ورځ کابل کې افغانانو دپاکستان دسفارتخانې مخې ته دپېښې په ضد احتجاجي مظاهره هم کړې ده.

شیخ رشید وویل دپټو کیمرو په ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې دکهډا مارکیټ نه دسفیر لور یو بل ټیکسي ته ختلې اؤ پېنډۍ ته په تګ لیدل کیږي.

دنوموړي په وینا پینډۍ کې چې دغه جینۍ دکوم شاپنګ مال مخې ته دټیکسي نه کوزه شوې دهغې ویډيو هم شته اؤ بیا هغه د دامن کوه سیمې نه په دریم ټيکسي کې ناسته ده.

شیخ رشید وایي په دې ټولو کړیو کې یوازې دا کړۍ نه ده ترلاسه شوې چې هغه د پینډۍ نه دامن کوه ته څنګه رسیدلې ده؟

شیخ رشید ویلي وزیراعظم‌ دا48ؤ ساعتو دننه دې پېښه کې دککړو کسانو دنیولو امر کړی خو که په 48 ساعتو کې ونه شوه نو په 72ساعتو کې به ضرور دا معامله خپل انجام ته ورسیږي.

په ټولنیزو هم دپاکستان دحکومت مخالفو سیاستمدارانو اؤ مدني فعالانو داسلام اباد په څېر یو خوندي ښار نه دسفیر دلور په تښتونه پوښتنې راولاړې کړي اؤ وایي څنګه کیدای شي چې دپلازمینې نه دمنځ نه په دومره سختو امنیتي تدابیرو اؤ د سلګونو خفیه کیمرو په موجودیت کې دسفیر لور تښتول کیږي اؤ د دوؤ شواروزو باوجود لا حکومت په دې پېښه کې ککړ کسان معلوم نه کړی شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG