لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک: د هند او پاکستان د دلچسپې کرکټ سيالۍ تیارۍ مکملې، د 78 ميلين ډالر کاروباري ګټو هیلې 


د امریکې میساچیوسټس ایالت د هارورډ او میساچیوسټس انسټیټیوټ آف ټیکنالوجي پوهنتونونو د پارہ مشهور دی، باسټن ښار د امریکې د لوبو سر ښار ګڼل کیږي خو د خپل کلتوري تنوع او رنګونو د پارہ مشهور نیویارک ښار باندې نن سبا د پورہ نړۍ نظر دی.

وجہ يې هر چا تہ معلومہ ده، د جون پہ نهمه یعنې د اتوار- یکشنبې په ورځ دې ښار سرہ تړلي لانګ ایلېنډ ایسټ میډو سیمہ کې ناسو کاونټي سټېډیم کې بہ د پاکستان او هندوستان تر منځ د کرکټ نړیوال جام یوہ مقابلہ کيږي چې د نورې نړۍ پہ شان ورته امريکايان هم په ډېره خوښۍ انتظار کوي.

نیویارک ښار د امریکې کاروبایي زړه ګڼل کيږي، دا ښار پہ امریکہ کې بوسټن، لاس اینجلیس او شکاګو سرہ سره د هغو ښارونو پہ نوملړ کې دی چې د لوبو د پارہ مشھور دی.

د نیویارک پہ بارہ کې د انګریزي یو متل بالکل رشتیا دی چې وايي، New York City never sleeps and always plays یعنې نیویارک ښار هیڅکله نه ویده کیږي او تل لوبې کوي.

د پاکستان او هندوستان د لوبې په اړه نیویارک ټایمز په يو تفصيلي رپورټ کې ويلي "امریکا به د جون په نهمه په لومړي ځل په نړۍ کې د لوبو تر ټولو زیاتې لیدل کېدونکې سیالۍ کوربه وي".

د نیویارک ټایمز وینا ده چې دا لوبہ بہ په پورہ نړۍ کې لږ تر لږہ 50 کروړه خلک پہ ټیلیویژن ګوري.

څېړونکي وايي دا شمېرې که د نړۍ د پارہ ډېرې نہ ښکاري خو د امریکنیانو د پارہ دا غیر معولي خبره ده.

امریکايي فوټبال د دې ھیواد د ټولو نه مقبوله لوبہ ده او "سوپر بول" پہ نوم سیالي د ھیواد لویہ سيالي منل کيږي چې سږ کال به د کنساس او سان فرانسسکو ښارونو د ټیمونو تر منځ د فوټبال مقابلہ پہ ټي وي د لیدونکو 12 نیم کروړ تماشبینو د شمېرې نه څلور چنده زياته ده.

د لوبې ګران ټيکټونه

د پاکستان او هندوستان تر منځ د لوبې نه یواځې کتونکي په ټوله نړۍ کې زیات دي بلکې د لوبې د مخامخ کتلو دپاره د سټیډیم د ټکټونو قیمت یې هم ډېر زیات دی.

نیویارک ټایمز په خپل رپورټ کې وايي چې د دې میچ د پارہ د یو ټکټ قیمت لږ تر لږه 675 ډالر نہ 50,000 ډالرو تہ رسېدلی.

وېره وه چې د ټیکساس په ډلس ښار کې د امریکا د کرکټ لوبډلې د لاسه پاکستان له تاریخي ماتې ورکولو وروسته به د ټکټونو بیې راټيټې شي خوداسی و نہ شول.

د جون په 7مہ د سټب هب نومې ټیکټینګ ویبپاڼه کې د ټیکټونو بیه د 630 ډالرو څخه تر 15,300 ډالرو پورې وه.

د لانګ ایلېنډ او د نیویارک مقامي حکومتونو د ورلډ کپ او پہ خصوصي تو ګہ د پاکستان او هندوستان د لوبې لپارہ خصوصي انتظام کړی دی.

په ناسو کرکټ سټېډیم کې د نندارچيانو د ځایېدو شمېر 34,000 دی او د دې قوي امکان دی چې ټول سټېډیم بہ ډک وي.

له دې لوبې سره د ډېرې لېوالتیا له امله د نیویارک ښار ادارې او د کرکټ نړیوالې شورا ICC په منهاټن، کوینز او لانګ ایلېنډ کې په لویو سکرینونو خلکو ته د لوبې کتلو انتظام کړی دی.

په کوینز کې به دا لوبہ د میټ بیسبال په سټېډیم کې خلک مفت ولیدل شي. ھمدغہ ډول په منهاټن کې به د نړیوال تجارتي مرکز یا ورلډ ټرېډ سنټر کې د لوبې پہ لويو پردو ښودلو انتظام شوی دی.

د نیویارک ښار په مرکز «ټایمز سکوېر» کې هم د ښار ادارې پہ غټو سکرینونو د نړیوال کپ د مشهورو لوبغاړوتصویرونه هم لګولي دي چې پکې د پاکستان د تېز بال ويشتونکي شاهین افریدي تصویر ھم شامل دی.

د لوبې نہ د 78 ميلين ډالرو اقتصادي ګټې ھیلې

په ميشيګن ایالت کې اینډرسن اکنامک ګروپ نومې اقتصادي څېړنیزې ادارې په یو رپورټ کې ويلي، د پاکستان او هندوستان تر منځ د دې لوبې پہ نتیجہ کې نیویارک ښار او لانګ ایلېنډ سیمو کې اقتصادي هلې ځلې 78 میلین ډالر تہ ورسېږي.

د دې وجہ د نړۍ نہ د کرکټ د شوقیانو دې ښار تہ راتلل، خوراک او په هوټلونو کی اوسېدل، د موټرو د پارکنګ کرایہ او اړوند کارونو اقتصاد تہ ګټه رسېدل دي.

د نیویارک ښار او ایالتي چارواکو د داعش له هغو رپورټ شويو ګواښونو وروسته غیرمعمولي امنیتي تدابیر نیولي دي چې د هند او پاکستان په لوبه باندې د برید خبرداری یې ورکړی وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG