په پاکستان کې د ماشومانو نړيواله ورځ په داسې حال نماځل کيږي چې سرکاري شميرې ښيي د سکولونو نه باهر د ماشومانو تعداد ۲۸ مېلین ته رسيدلې. فعالان وايي د سکولونو نه باهر ماشومان اکثره په مشقت اخته شي او يا د جنسي تيريو ښکار کېږي. په دې اړه نور تفصيل د اسلام آباد نه وقار احمد وړاندې کوي