په ترکي کې د انتخاباتو وړاندې د ښځو د حجاب په سر بیا بحثونه پېل شوي
په ترکي کې يو ځل بيا د ښځو د حجاب په حقله بحثونه په داسې وخت پېل شوي چې په دغه هېواد کې عامو انتخاباتو ته د کال نه کم وخت پاتې دی. د یو شمېر سياسي ګوند مشرانو ژمنې کړي، د ترکي ښځو ته به د حجاب اچولو قانوني حقونه ورکوي. حجاب په ترکي کې د کلونو راهسې يوه کړکېچنه موضوع ده.