لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د دفاع وزارت د بنو په برید افسوس ښکاره کړی، وایي پاکستان سره به د ترهګرۍ په ضد مرستو ته دوام ورکوي



په بنو اؤ ډیره اسماعیل خان کې بریدنو اؤ د پاکستاني پوځیانو په وژنه د امریکې د د فاع وزارت  ویاند جنرل پټیرک رایيډر یو خبري کانفرنس ته ویلې دي چې پاکستان په سیمه کې د ترهه ګرۍ له وجې د سختو حالاتو سره مخ دی
په بنو اؤ ډیره اسماعیل خان کې بریدنو اؤ د پاکستاني پوځیانو په وژنه د امریکې د د فاع وزارت  ویاند جنرل پټیرک رایيډر یو خبري کانفرنس ته ویلې دي چې پاکستان په سیمه کې د ترهه ګرۍ له وجې د سختو حالاتو سره مخ دی

د خیبر پختونخوا بنو کې د ترهه ګرو په یو برید کې د پاکستاني پوځیانو په وژنه د امریکې د دفاع وزارت د افسوس څرګندونه کړې ده اؤ ویلې یې دي چې د ترهه ګرۍ پرضد به امریکا د پاکستان سره مرستې دوامداره ساتي.

اوړمه ورځ بنو اؤ ډیره اسماعیل خان کې شوؤ ترهګریزو بریدونو کې د پوځ په وینا د ۱۰ پوځیانو په ګډون ۲۸کسان وژل شوي چې ترهه ګر هم شامل پکې شامل دي.

په پاکستان کې کې د تشدد د تازه پېښو نه څه موده وړاندې د پاکستان حکومت د ترهه ګرو پرضد د عزم استحکام په نوم د نوؤ پوځي عملیاتو پېل کولو اعلان کړی دی اؤ په پاکستان کې زیاتره حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو ددې عملیاتو سره مخالفت ښودلی دی.

په بنو اؤ ډیره اسماعیل خان کې بریدنو اؤ د پاکستاني پوځیانو په وژنه د امریکې د د فاع وزارت ویاند جنرل پټیرک رایيډر یو خبري کانفرنس ته ویلې دي چې پاکستان په سیمه کې د ترهه ګرۍ له وجې د سختو حالاتو سره مخ دی.

هغه ویلي،امریکې اؤ پاکستان په تیرو وختونو کې هم د ترهه ګرۍ پرضد په ګډه کار کړی ؤ اؤ امریکا اوس هم دا خبره واضحه کوي چې ترهه ګرۍ پرضد به پاکستان سره تعلقات برقراره ساتي.

امریکا څنګه د ترهه ګرۍ پرضد د پاکستان مرسته کولی شي؟

په دې هکله د امنیت په چارو د نظر لرونکې یوې غیر دولتي څیړنیزې ادارې پکس کارمند عبدالله خان وايي چې کال ۲۰۲۲م نه وروسته د پاکستان اؤ امریکې ترمینځ د ترهه ګرۍ پرضد میکنزم یو ځل بیا بحال شوی دی اؤ موجوده وخت کې امریکا کولې شي چې د ترهه ګرو شبکو پرضد د کارروایۍ لپاره د پاکستان د امنیتي ځواکونو توان یا صلاحیت زیات کړي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "دغه شان وړاندې چې څنګه د پاکستان سفیر ویلې وو امریکا پاکستان ته وړې وسلې ورکولی شي نو که چرې داسې کوي نو دا به هم د پاکستان لوې مدد وي ځکه چې اوس دلته ترهه ګرې ډلې د ترهه ګرۍ اؤ په امنیتي ځواکونو بریدونو د پاره جدید وسلې کاروي نو د دوي پرضد کارروایۍ لپاره پاکستان ته به هم د جدیدې وسلې ضرورت وي کوم چې امریکا پورا کولې شي. دغه شان پاک افغان پولې ېا باډر مینجمنټ کې هم امریکا د پاکستان مرستې کولی شي"

پاکستان څو وارې په افغانستان دا تورونه لګولي دي چې ترهه ګر تنظیمونه په ځانګړې توګه تحریک طالبان د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي اؤ په دې لړ کې هم پاکستان د امریکې نه مرسته غوښتې وه خو په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت د پاکستان دغه تورونه ردوي.

پاکستان کې د سیوا شوې ترهګرۍ اؤ دلته د سي پیک پروژې لاندې په کار کوونکو چینیاي وګړو باندې له بریدونو وروسته د چین لخوا سختې اندېښنې هم ښودل شوي چې له دغو اندېښنو وروسته پاکستان حکومت هیواد کې د عزم استحکام په نوم د نوؤ پوځي عملیاتو د پيل کولو منظوري هم ورکړې ده.

د هیواد زیاتره سترو حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو ددې عملیاتو سره سخت مخالفت ښودلی چې په دغو ګوندونو کې پاکستان تحریک انصاف، جمعیت علماء اسلام اؤ عوامي نیشنل پارټي شامل دي.

د موجوده حکومت مهمو وزیرانو څو واري تورونه لګولي چې د تحریک انصاف په تېر حکومت کې د تحریک طالبان سره د مذاکراتو په وخت ددغه وسله وال تنظیم ډیر غړي بیرته پاکستان کې آباد کړی شوي وو.

خو د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی علي محمد خان دا تورونه ردوي اؤ وايي چې تحریک طالبان سره د مذاکراتو حتمي کیدو نه وړاندې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ختم کړی شو اؤ تر هغې وروسته د پي ډي ایم حکومت جوړ شو چې شهباز شریف یې وزيراعظم ؤ.

ډيوه سره خبرو کې علي محمد خان وایې چې پاکستان تحریک انصاف په لویه کچه د یو بل پوځي آپریشن په حق کې نه دی ."بله دا چې ددې عملیاتو فیصله ایپکس کمېټۍ کې شوې ده او که حکومت عملیات کول غواړي نو باید چې پارلیمان په اعتماد کې واخلي."

د امنیت په هکله د کار کوونکيو غیر دولتي ادارو رپورټونه وايې افغانستان کې د طالبانو حکومت له حکومت جوړېدو وروسته په پاکستان کې ترهه ګري سیوا شوې ده خو بیا څیړونکي اؤ ځينې سیاسي مشران دا هم وايي چې کال ۲۰۰۲م نه د ترهه ګرۍ په نامه د پاکستان پوځ یو شمیر عملیات کړې دي خو ترهه ګري ختمه نه شوه. ‎

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG