په افغانستان کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د طوفان په سبب دروند باران وورېدلو چې له امله يې د طالبانو د یو چارواکي په قول لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه شول.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلا عاتو او د ثقافت څانګې مشر صدیق الله قرېشي وویل په ننګرهار کې د بارانونو دلاسه ګڼ شمېر نور کسان زخمیان شوي هم دي.
قرېشي وویل په مړو کې د یوې کورنۍ پينځه غړي هم شامل دي چې په سرخرود ولسوالۍ کې پې د کور بام راوغورځېدلو. د کورنۍ څلور نور کسان زخمیان دي چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي.
د ننګرهار په مختلفو برخو کې خراب موسم فصلونو او جایدادونو ته هم نقصان رسېدلی دی.
په ننګرهار کې د سیمه اییز هسپتال مشر امین الله شریف وویل ۲۰۷ زخمیان کسان د جلال اباد او د شا او خوا ولسوالیو څخه د علاج دپاره هسپتال ته ور وړل شوي وو.
د دې نه مخکې د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام ویلي وو چې د می په میاشت کې په خصوصي توګه په بغلان ولایت کې د غېر معمولي زیاتو بارانونو دلاسه د ۳۰۰ زیاته کسان مړه شوي دي. ډبلیو اېف پي وویل په سېلاب کې د ژوندو خلکو کورونه، فصلونو او د معاش ګټلو زریعې تباه شوي دي.
اسلام اباد (ای پي) —
1
Forum