لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف:دایي ایم ایف شرطونه مو ټکی په ټکی پوره کړي،روانه میاشت کې ورسره دتړون هیله شته


دجمعې په ورځ دمرکزي کابینې غونډې ته وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي کله چې هغه اقتدار ته ورسیدو نو تر ټولو ګران پړاؤ ورته ایي ایم ایف سره شوې معاهده سرته رسول وؤ ځکه چې پخواني حکومت دغه معاهده تس نس کړې وه
دجمعې په ورځ دمرکزي کابینې غونډې ته وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي کله چې هغه اقتدار ته ورسیدو نو تر ټولو ګران پړاؤ ورته ایي ایم ایف سره شوې معاهده سرته رسول وؤ ځکه چې پخواني حکومت دغه معاهده تس نس کړې وه

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي هیواد یې د ایي ایم ایف ټول شرطونه ټکی په ټکی پوره کړي دي اؤ اوس داسې هیڅ نه دي پاتې چې ایي ایم ایف سره دتړون مخې ته خنډ شي.

دجمعې په ورځ دمرکزي کابینې غونډې ته وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي کله چې هغه اقتدار ته ورسیدو نو تر ټولو ګران پړاؤ ورته ایي ایم ایف سره شوې معاهده سرته رسول وؤ ځکه چې پخواني حکومت دغه معاهده تس نس کړې وه.

د پاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان حکومت کال2019م کې ایي ایم ایف سره د6 اربو اؤ 50 کروړو ډالرو دپور تړون لاسلیک کړی ؤ خو ددغه پیسو نه اوس هم پاکستان ته نزدې 2 اربه اؤ 70 کروړه ډالر نه دي ورکړل شوي چې د دې پیسو معیاد روانه میاشت ختمېدونکی دی.

وزیراعظم ویلي یو خوا دده حکومت ته ایي ایم ایف سره دتړون ستړې ورپغاړه وه اؤ بل لوري ته په هیواد کې تېرکال راغلي سیلاب تباهي خوره کړه چې دهغې په وجه هیواد ته د 30 اربو ډالرو نقصان ورسېدو.

ښاغلي شهیاز شریف وویل پاکستان دایي ایم ایف ټول شرطونه ټکی په ټکی عملي کړي خو تر اوسه دنړیوالې مالیاتي ادارې سره دمامورینو په کچه تړون نه دی لاسلیک شوی .

هغه وایي تر دې وروسته به اوس دایي ایم ایف اجراییه بورډ ته دتړون معامله لاړه شي اؤ هیله ده چې همدې میاشت کې به ایي ایم ایف نهمه ارزونه ترسره کړي اؤ پاکستان ته به دپیسو ورکولو منظوري ورکړي.

هغه وویل دایي ایم ایف د انتظامي مشر یا ایم ډي سره یې په ټیلي فون تر یو ساعت اوږدې خبرې شوي اؤ په دغه خبرو کې یې هغه ته ویلي چې که چرې هغه پاکستان ته(دپیسو دتړون) زباني ډاډ ورکړي نو دی(شهباز شریف) په دغه زباني ډاډ هم نور اقدامات کولی شي.

وزیراعظم وویل دایي ایم ایف انتظامیي مشر ورته د یو دوؤ نورو ګامونو داخستو په صورت کې د تړون ډاډ ورکړی اؤ وزیراعظم وایي پاکستان دایي ایم ایف دغه نور شرطونه هم پوره کړي دي ځکه نو اوس شونې ده چې هم دې میاشت کې ایي ایم ایف پاکستان سره تړون وکړي.

د آی ایم ایف لخوا پاکستان ته د قسط جاري کولو لپاره د مامورینو په کچه تړون دتېر نومبر دمیاشتې راهسې دځنډ ښکار دی اؤ پاکستان دتېرې فرورۍ دپیل راهسې ایي ایم ایف سره دیو ارب اؤ 10کروړه ډلرو لپاره خبرې اترې کوي خو په دې خبرو کې هیڅ کامیابي نه ده موندل شوې.

څېړونکي وايي په پاکستان کې راغلې سياسي بحران او ګډوډۍ د خراب اقتصادي صورتحال سره مخ ددې هېواد د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره د قرض دلوظنامې پرځائ کېدو هيلې ختمې کړي دي .

داقتصادي چارو کارپوهه عابد قيوم سلهري د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي،پاکستان دا وخت د کمزوري اقتصادي صورتحال سره مخ دی او د سقوط په څنډه ولاړ دی.

هغه ویلي دې هېواد ته به بهرنۍ قرضې ستنول وي او که د ايي اېم اېف سره د سټاف په کچه لوظنامه نه کېږي نو بیا به اقتصادي کړکیچ لا پسې سیوا کیږي ځکه چې دنړيوال بینک او اېشايي سټرکچر 700 میلیونه ډالرې هم نه دي راغلي او هغوي ددې ورکول هم د نړیوال مالياتي ادارې د معاهدې سره تړلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG