لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي آي ته د مخصوصو څوکيو ورکولو فيصلې ته د حکومتي وزیرانو او سیاسي ګوندونو غبرګون


د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ 13 کسيزه فل کورټ بنچ د سني اتحاد کونسل په خواست فيصله اورولې ده. په 13 ججانو کې اتوو د فېصلې حمايت او پينځو یې اختلاف کړی دی
د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ 13 کسيزه فل کورټ بنچ د سني اتحاد کونسل په خواست فيصله اورولې ده. په 13 ججانو کې اتوو د فېصلې حمايت او پينځو یې اختلاف کړی دی

د پاکستان د حکومت د قانون مرکزي وزیر ويلي، د سپريم کورټ د مخصوصو څوکيو په اړه فيصلې څخه حکومت ته هيڅ خطره نشته، څوکۍ سني اتحاد کونسل غوښتې خو پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آی) ته ورکړل شوې. او د وزيراعظم مشير رانا ثناالله د سپريم کورټ په فيصله نيوکې کړي او ويلي يې دي، د سپريم کورټ فيصله د آيين بيا ليکلو برابر خبره ده.

د پاکستان سپريم کورټ پرون په 12مه جولايۍ د قامي او صوبايي اسمبليانو د ښځو او لږکيو د مخصوصو څوکيو په اړه د پېښور هايکورټ او الېکشن کمېشن فېصلې کالعدم کړې او حکم یې کړی پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د مخصوصو څوکيو حقداره ګوند دی.

د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د سپريم کورټ 13 کسيزه فل کورټ بنچ د سني اتحاد کونسل په خواست فيصله اورولې ده. په 13 ججانو کې اتوو د فېصلې حمايت او پينځو یې اختلاف کړی دی.

د سپريم کورټ فيصلې ته په غبرګون کې د قانون مرکزي وزیر، اعظم نزير تارړ په يوه خبري غونډه کې ويلي، د فيصلې څخه داسې څرګنديږي چې د آيين مادې بيا ليکل شوي دي.

هغه زياته کړې، مرکزي کابينه به فيصله کوي چې د فيصلې خلاف نظر ثاني وکړي که نه، د سپريم کورټ فيصلې پوښتنې راولاړې کړي دي.

او د وزیراعظم شهباز شريف مشير رانا ثناالله په خبري غونډه کې د سپريم کورټ په فيصله نيوکې کړي او ويلي يې دي، دا د نظرثانۍ مقدمه جوړېدی شي.

هغه ويلي، داسې فيصلې چې د پوهې نه بهر وي د ملک په ګټه نه تماميږي، او زياته کړې یې ده، هغه غړي چې د څوکيو څخه لرې کړل شوي هغوی هم په سپريم کورټ کې اپيل کولی شي.

د پاکستان تحریک انصاف چيرمېن بېرسټر ګوهر پرون د فيصلې وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، نن سپريم کورټ تاریخي فيصله واوروله، او د الېکشن کمېشن نه یې غوښتنه وکړه د سپريم کورټ فيصله دې سمدستي عملي کړي او مخصوصې څوکۍ دې پي ټي آی ته ورکړي.

د پاکستان رسنیو د الېکشن کمېشن د سرچینو له قوله د سپريم کورټ فيصلې ته په غبرګون کې ویلي، سپريم کورټ ته سني اتحاد کونسل خواست کړی وو.

پي ټي آی نه خو د پېښور هايکورټ په وړاندې فريق وو او نه د سپريم کورټ، او پي ټي آی ته مخصوصه څوکۍ ورکول د پوهې نه بهر خبره ده.

رسنيو خېبرپښتونخوا کې د پاکستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونکي ګورنر فېصل کريم کنډي له قوله ويلي، ګوند به یې د سپريم کورټ فيصلې ته غبرګون وايي او د نظر ثانۍ کولو يا نه کولو پرېکړه به کوي.

د جمعیت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، د سپريم کورټ فيصله په جزوي توګه مني، د ګوند په حېث به د فيصلې خلاف د نظرثانۍ خواست نه کوي او کوم غړي یې، چې د دغه فيصلې څخه اغېزمنيږي هغوی به منع نه کړي که د نظرثانۍ اپيل کوي.

د پاکستان الېکشن کمېشن په پینځم مارچ د سني اتحاد کونسل د برخې د قامي او صوبايي اسمبليانو د ښځو او لږکيو مخصوصې څوکۍ په مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند، جمعيت علمااسلام ف او عوامي نيشنل ګوند وېشلې وې.

عوامي نېشنل ګوند ويلي، د سپريم کورټ د فيصلې احترام کوي، الېکشن کمېشن په خپلو زمه وارو پوره کولو کې پاتې راغلی خو تحریک انصاف ګوند ته د مخصوصو څوکيو سره هغه خېر هم ورکړل شوی چې غوښتی یې نه وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG