د پېښور شبینه بي بي د خپل بې درکه زوي لپاره انصاف غواړي
شبينه بي بي وايي چې زوی يې د پوليسو له خوا د اوچتېدو وروسته د تېرو شپږو مياشتو راهېسې بې درکه دی او غوښتنه کوي که زوی يې بې ګناه وي نو راخوشې دې يې کړي او که په کوم جرم کې ککړ وي نو عدالت ته دې يې وړاندې کړي. قانون پوهانوايي، د خلکو د لا درکه کولو لړۍ لا هم روانه ده او په عدالتونو او د بې درکه تنانو د پلټونو په دولتي کمېشن کې ګڼ شمېر مقدمي اوس هم د ځنډ ښکار دي.