لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شام امریکا پلوه ځواکونه وايي په شمالي شام کې د ترکي د پوځي مداخلت مخه به نيسې


د ای اېف پي خبري په دې تصویر کې د ترک پلوه کرد ځواکونو د موټرو قطار لیدل کېږي چې د منبج ښار سره نژدې په پوځي مشق کې برخه اخلي
د ای اېف پي خبري په دې تصویر کې د ترک پلوه کرد ځواکونو د موټرو قطار لیدل کېږي چې د منبج ښار سره نژدې په پوځي مشق کې برخه اخلي

د شام امریکا پلوه سیرین ډېموکرېټ فورسز ویلي د شام د حکومتي ځواکونو سره په هم غږۍ به په شمالي شام کې د ترکي د پوځي مداخلت مخه به نيسې.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، سیرین ډیموکرېټک فورسز وویل لوړ رتبه کمانډرانو يې په بېړنۍ غونډه کې د ترکي په دې دړکو غور وکړو چې ترک ځواکونه به د شمالي شام په هغو سیمو کې عملیات وکړي چې د ډیموکرېټک فورسز د ولکې دلاندې دي.

په داسې حال چې انقره او ماسکو په خپل منځو کې د مذاکراتو دپاره تیاری کوي او امکان دی چې ترکي د کرد وسله والو په ضد عملیات شروع کړي، په شمالي شام کې د روس او د شام حکومتي ځواکونو شمېره زیاته کړی شوې ده.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان دوه هفتې مخکې ویلي وو چې د شام د سرحد دننه په تال رفعت او منبج سیمو کې محفوظ سیمې یا سېف زونز تر ۳۰ کلومېټرو پورې وغځولو دپاره به ترک ځواکونه عملیات کوي.

روس خبرداری کړی چې ترکي دې په شمالي شام کې پوځي عملیات نه کوي او روسي خارجه وزیر سرګی لاو رو به د شورو، چهارشنبې، په ورځ په انقره کې د ترک مامورینو په اړه خبرې کوي.

روس او ترکي نژدي ملګري هېوادونه دي او په اوکراین کې د جګړې په لړ کې ترکي د منځګریتوب وړاندیز هم کړی و. ترکي د نېټو یوازنی ملک دی چې په اوکراین د یرغل په سر يې په روس پابندۍ نه دي لګولي خو په شام کې د مخالفو قوتونو ملاتړ به د روس صدر ولادمیر پوتین دپاره ترکي سره په تعلقاتو کې ازمایښ وي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د روس د رضامندۍ نه بغیر په شمالي شام کې د ترکي پوځي مداخلت د صدر اردوان دپاره هم خطرات لري ځکه چې د پوځي عملیاتو په مهال مرګ ترکي د عسکرو د مرګ ژوبلې سره مخامخ کېدلی شي.

رویټرز وايي د شام په جنګ کې روس او ترکي د دې نه وړاندې هم د یو بل پوځي پرمختګونو مخه نیولي او په ځینو موقعو خو یو بل ته نېغ په نېغه ټکر ته هم نژدې شوې دي.

رویټرز وایي په شمالي شام کې د پوځي عملیاتو په اړه د صدر اردوان د خبرې نه پس شام د سرحد سره نژدې د ترک پوځونو په شمېره کې څه زیاتوالی نه لیدل کېږي خو د تېرو دو هفتو راهسې په پوله د راکټو او توپخانې د ډزو د تبادلې رپورټونه ترلاسه کېږي.

واشنګټن د ترکي په اراده تشویش څرګند کړي او ویلي يې دي په شمالي شام کې د ترکي پوځي عملیات به په سیمه کې بې ثباتي پېدا کړي.

او روس ویلي توقع کوي چې ترکي به د عملیاتو نه ډډه وکړي.

ترکي وايي د شمالي شام نه د ترکي په ضد حملو کې اضافه شوي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG