لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیګار: د صدر اشرف غني حکومت دا احساس نه کولو چې امریکا افغانستان نه د وتلو تیاری کوي


په کابل د طالبانو د واکمنېدو نه مخکې اشرف غني د افغانستان نه ووتلو. هغه دا خبرونه ردوي چې ملک نه د وتلو په مهال يې په مېلینونو ډالرد ځان سره وړي دي
په کابل د طالبانو د واکمنېدو نه مخکې اشرف غني د افغانستان نه ووتلو. هغه دا خبرونه ردوي چې ملک نه د وتلو په مهال يې په مېلینونو ډالرد ځان سره وړي دي

په افغانستان کې د امریکې د بیارغونې د هلو ځلو د څار ادارې سیګار د افغانستان د پخواني حکومت د نسکورېدو ذمه وار هم دغه حکومت بللی او ويلي یې دي چې د صدر اشرف غني دا خبره نه تسلیموله چې امریکا افغانستان نه د وتلو تیاری کوي.

په یو تازه رپورټ کې سیګار دا هم وویل چې اشرف غني د خپلې خوښې د نژدې پلویانو دلارې په افغانستان حکومت چې په نازک وخت کې بې ثباته شو.

سیګار دغه رپورټ د موجوده او پخوانیو امریکايي چارواکو، ماهرینو او د پخوانیو افغان مامورینو سره د مرکو په بنیاد تیار کړی دی.

سيګار په خپل رپورټ‌ کې وايي د واک اختیار په یو ځای کې مرکوز ساتل، کرپشن (اداري فساد) او مشروعیت دپاره کوښښونه ځینې هغه عوامل دي چې له امله يې د افغانستان حکومت د نسکورېدو څنډې ته ورسېدو.

سیګار وايي امریکې د تېرو شلو کلونو راهسې د افغانستان مرسته کوله، د جدید تاریخ په زیاتره برخه کې افغانستان په خارجي امداد انحصار کړی دی او د افغان سیاستدانانو او د مشرانو دپاره دا ګرانه وه چې یو داسې مستقبل تصور وکړي چې دغه خارجي امداد به نه وي.

د رپورټ ترمخه واشنګټن په افغانستان کې د کرپشن مسله په حل کولو کې ناکامه شوی او د افغان حکومت داسې ادارې یې نه دي جوړې کړي چې جمهوري، نماینده او د صنف په اړه یې حساسیت لرلی او احتساب يې کېدلی شوی.

رپورټ وايي د 2021 د جون د میاشت پورې امریکې د افغانستان د بیا رغونې دپاره 145 بېلین ډالر مختص کړې وې چې پکې 36.3 بېلین ډالر د حکومت دارۍ، سماجي او د اقتصادي ترقۍ دپاره ټاکل شوي وې خو د امریکا او د نېټو ځواکونو د وتلو او د طالبانو د پرمختګ په وړاندې د اشرف غني حکومت تحلیل شو.

سيګار وايي د کال 2021 د اګست په میاشت کې افغان امنیتي ځواکونه او د صدر اشرف غني حکومت په "چټکتیا تخریب" شو چې په افغانستان کې "د مغربي طرز افغان ټولنې ته وده ورکولو دپاره د امریکې په مشرۍ کې د کوښښونو د ډرامايي اختتام نمایندګي کوي."

سيګار وایي په تېرو شلو کلونو او د امریکې د دریو صدارانو په حکومتونو کې امریکا افغانستان د عسکرو د وېستلو فېصله کې د تذبذب ښکاره وه.

سیګار وايي افغان حکومت د امریکې پالېسي جوړونکو او نورو نه واضحه پېغامونه نه ترلاسه کول چې له امله يې افغان حکومت د خارجي ځواکونو انخلا ته نه و تیار.

سیګار وايي د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ حکومت طالبانو سره د سولې په خبرو کې افغان حکومت بهر ساتلی و چې له امله یې د اشرف غني حکومت کمزوری لیدل کېدو او داسې ښکاریده افغان حکومت خپل اتحادي نظرانداز کړی دی خو د طالبانو قانونیت ته یې وده ورکړه.

د امریکې د پوځ په وار کالج کې د قامي سلامتیا استاذ کرېس مېسن سیګار ته وویل چې په افغانستان کې حکومتي ادارې جوړولو دپاره د امریکې کوښښونه د شروع نه د لکه د وېت نام په شان د ناکامۍ سره مخامخ وو.

سیګار وايي په افغانستان کې د امریکې د بیا رغونې ځینې کوښښونه کامیاب وو او د پخواني حکومت ځینې باقي پاتې ادارې لکه مرکزي بېنک او د خزانې وزارت اوس هم فعال دي خو اینده یې غیر یقیني دی.

په افغانستان بیا د واک ترلاسه کولو وروسته، طالبانو ځینې وزارتونه او حکومتي ادارې ختمې کړي، په خصوصي توګه هغه محکمې لرې شوي چې د رای د ازادۍ او د ښځو د حقونو دپاره جوړې شوې وې.

د طالبانو حکومت د شریعت د خپلې تشریح د لاندې حکومت قایم کړی چې مېرمنې پکې د ټولنیز ژوند نه زیاتره بهر کړی شوي دي.

سیګار وویل د خپل رپورټ مسوده یې د امریکې خارجه وزارت، دفاع وزارت او د نړیوالې ترقۍ دپاره ادارې یو اېس اېډ ته لېږلې وه چې د سیګار د موندنو جایزه واخلي خو سیګار وايي یوازې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ورته جواب ورکړی دی.

د سیګار د رپورټ ترمخه، سټېټ ډپارټمنټ ورته وویل چې د اشرف غني حکومت سره په رابطو کې د امریکې صدر جوبایډن دا خبره واضحه کړې وه چې امریکا افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو تیاری کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG