لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سپریم کورټ وايي د هېواد پخواني صدران د قانوني اقداماتو څخه څه نه څه استثنا لري


د عدالت په دغه خبره د پخواني صدر ډانلډ خلاف خلاف په دې مقدمه کې چې د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې خپله ناکامي يې په ګټه د بدلولو سازش کړی و ځند نور وغځېدو
د عدالت په دغه خبره د پخواني صدر ډانلډ خلاف خلاف په دې مقدمه کې چې د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې خپله ناکامي يې په ګټه د بدلولو سازش کړی و ځند نور وغځېدو

د امریکې سپریم کورټ د ګل، دوشنبې، په ورځ په وړمبي ځل دا خبره وکړه چې د هېواد پخواني صدران د قانوني اقداماتو په ضد څه نه څه استثنا لري. د عدالت په دغه خبره د پخواني صدر ډانلډ خلاف خلاف په دې مقدمه کې چې د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې خپله ناکامي يې په ګټه د بدلولو سازش کړی و ځند نور وغځېدو.

دا امکان هم قریباً ختم شو د ټرمپ خلاف په دغو الزاماتو مقدمه به د سږ کال د نومبر په میاشت کې د صدارتي انتخاب نه مخکې وشي. ټرمپ د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د ریپبلېکن پارټۍ متوقع امیدوار دی.

د سپریم کورټ د دریو په مقابله کې شپږو ججانو د ټرمپ مقدمه زېلي عدالت ته بېرته ولېږله.

د سپریم کورټ مشر چیف جسټس جان رابرټس د عدالت په فېصله کې ولیکل په ایین کې د جدا جدا اختیاراتو په جوړښت کې پخوانی صدر د خپلو اییني اختیاراتو په استعمال کې د مجرمانه الزاماتو په سر د قانوني اقدماتو څخه استثنا لري.

عدالت وویل په شخصي کچه د غېر حکومتي اقداماتو په لړ کې پخوانی صدر د قانوني اقدماتو څخه استثنا نه لري.

د سپریم پینځه نور زاړه پاله ججان د جسټس رابرټس سره متفق وو خو دریو ترقي پسند ججانو د اختلاف رای اظهار وکړو.

په اختلافي رای کې د سپریم کورټ ښځینه ججې جسټس سونیا سوټومایور وویل د نن ورځې د عدالت دا فېصله چې صدران د قانوني اقداماتو څخه استثنا لري د یوې ادارې په توګه د صدارت شکل بدلوي او د ایین د دې بنیادي اصول او د حکومت نظام نه "ټوکه" جوړوي چې یو تن هم د قانون نه بالا نه دی.

سوټومایور د خپلې اختلافي رای خلاصه په عدالت کې په اوچت اواز ولوستله او ويې وېل عدالت چې صدرانو ته کوم تحفظ ورکړو هم دومره بد دی څنګه کې ښکار او "بې بنیاده" دی.

ټرمپ د سپریم کورټ فېصله د ایین او د جمهوریت دپاره فتح وبلله او په سوشل میډیا يې وویل "فخر کوم چې امریکنی یم."

په مقدمه کې د سرکاري وکیل دریځ لا مخې ته و راغلی.

د سپریم کورټ د فېصلې نه مخکې د زېلي عدالت دریو ججاج په متفقه توګه دا فېصله اورولې وه چې د جنورۍ د ښپږمې نېټې نه مخکې او د ټرمپ د هغه اقداماتو په لړ کې د هغه خلاف قانوني اقدامات اخیستل کېدی شي کله چې هغه صدر و.

د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه په لسګونو خلک چې په مبینه توګه د ټرمپ پلویانو وو د امریکې په کانګرس يې په داسې مهال یرغل وکړو چې د صدارت انتخاب نتجیه په رسمي ډول د منظورولو دپاره په کې غونډه کېدله.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG