لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سروی: د پاکستان اکثرت ځوانان په انتخاباتو کې ووټ ورکول غواړي، 17 فیصد په کې د شرکت اراده نه لري


د کارپوهانو په اند، په دغه هېواد کې چې د ځوانو ر ووټ ورکوونکو شمېر په سلو کې 44 فیصد دی، د هغوی د زیاتې رایې نه ورکولو په وجه د هېواد په سیاسي او انتخابي نظام ډېرې پوښتنې راپورته کوي
د کارپوهانو په اند، په دغه هېواد کې چې د ځوانو ر ووټ ورکوونکو شمېر په سلو کې 44 فیصد دی، د هغوی د زیاتې رایې نه ورکولو په وجه د هېواد په سیاسي او انتخابي نظام ډېرې پوښتنې راپورته کوي

د پاکستان د نوي پارلېمنټ او حکومت منتخب کولو دپاره د فېبرورۍ په اتمه کېدونکو انتخاباتو په اړه د وایس اف امریکا په سروی یا نظر پوښتنه کې 70 فیصد پاکستاني ځوانانو وویل خپل ووټ به ورکوي خو د 17 فیصد ځوانانو خیال وو چې په رایو کې به برخه نه اخلي.

د پاکستان الېکشن کمېشن د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې له 122.9 میلیونو څخه زیاتو رایه ورکوونکو څخه 58.6 میلیونه رایې ورکوونکي د 18 او 35 کلونو ترمنځ دي.

د کارپوهانو په اند، په دغه هېواد کې چې د ځوانو ر ووټ ورکوونکو شمېر په سلو کې 44 فیصد دی، د هغوی د زیاتې رایې نه ورکولو په وجه د هېواد په سیاسي او انتخابي نظام ډېرې پوښتنې راپورته کوي.

ووټ ورکولو ته د ځلمو پام

په پاکستان کې د رای ورکوونکو د عمر په اساس هیڅ ریکارډ نه دی ساتل شوی. د یو خاص عمر د ووټ ورکونکي معلومات د ایګزټ پولز په بنیاد هله کېږي چې یو تن ووټ ورکړي. د پولز له مخې د پاکستاني ځوانانو رایو ورکولو ته پام د پخوا راهسې کم دی.

له مخې، د 1988 او 2018 ترمنځ په اته قومي ټولټاکنو کې د پاکستان انسټي ټیوټ اف لېجسلیټیو ډېولپمنټ اینډ ټرانسپېرنسي PLDAT ترمخه د ځوانانو د رایې ورکولو کچه 31 فېصدہ وہ. په دغو اتو ټاکنو کې د رای ورکونې منځنۍ کچه شاوخوا 44 فیصدہ وہ.

د رپورټ له مخې، په تېرو درېیو لسیزو کې په ترسرہ شویو ټاکنو کې د ځوانانو د ګډون کچه د 2018 کال په انتخاباتو کې تر ټولو .لوړہ وہ، چې 37 فیصدہ اټکل شوې وہ.

د بشري حقونو د کمېشن قاضي خضر حبیب چې په تېرو ټاکنو کې یې د څارونکي په توګه کار کولو، وایي چې د پاکستان په تېرو اتو انتخاباتو کې د رایو ورکونو حد یواځې تر 50 فیصدو ته رسېدلې دی.

هغه وایي چې په دې ټولو ټاکنو کې د ځوانانو د رایې ورکولو کچه ډېرہ ټیټه وہ او له همدې امله د پاکستان هغه ځوانان چې هېڅکله .یې رایه نه دہ ورکړې، له 17 فیصدو څخه زیات وو.

د قاضي خضر حبیب په وینا، د دوي سیاسي نظام هېڅکله داسې استثنا نه دہ کړې، چې پر بنسټ یې ځوانان په ټاکنو کې د ګډون تمه ولري.

هغه وویل، ځوانان د لوبو میدانونه نه لري، زدہ کړې نه کوي او روغتیایي اسانتیاوې هم نه لري. په داسې حالاتو کې دوی ولسواکۍ او سیاسي نظام ته د هیڅ ډول ژمنتیا احساس نه کوي او د دوی دغه احساس د سیاسي او ټاکنیز نظام په اړہ هم ډېرې پوښتنې راپورته کوي.

"ووټ نه ورکول هم یو نظر دی"

ځوان فکرہ انفلوېنسر او سیاسي مبصر سید مزمل شاہ وایي چې د نړۍ په ډېرو جمھوریتونو کې ووټ نه ورکول هم د سیاسي رای اظهار ګڼل کېږي یعني " په دې کې چاته هم ووټ نه ورکووم یوہ "NOTA" هغه وایي چې په ځینو جمھوریتي هیوادونو کې د ووټ په پرچه بېلټ د خانه هم وي.

هغه وویل چې د "نوټا" اختیار په ورکولو سرہ ، د رایې ورکونکو نظرونه چې په ټاکنو کې ښکیل ټولو سیاسي ګوندونو یا امیدوارانو د نه باور څرګندونه کوي په رسمي ډول ثبت کیږي.

د سید مزمل په وینا، په پاکستان کې په انتخاباتو کې د ځوانانو د لېوالتیا کموالي ته په پام سرہ باید رایې ورکوونکي داسې یو انتخاب ترلاسه کړي.

له سیاست څخه د ځوانانو ډډہ کول

سروې دا هم په ډاګه کړې چې د پاکستان نیمایي ځوانان له سیاسته لرې دي . په سلو کې 56 ځوانانو ویلي چې دوی د سیاست او د خپلې انتخابي حلقې د امیدوارانو په هکله معلومات نه لري.

دغه شان 29 فیصدہ ځوانان نه د کوم سیاسي ګون ملګرتیا کوي او نه غواړي د دوی په فعالیتونو، لاریونونو او مظاهرو کې برخه واخلي.

د قاضي خضر حبیب په وینا، په سیاسي نظام کې د ځوانانو د بې باورۍ زمواري د سیاسي ګوندونو پر غاړہ دہ
هغه وایي، چې په تېرو حکومتونو کې د ځوانانو چارو وزارت د ډېرو بې کفایته وزارتونو څخه یو ؤ، و او له دې څخه د سیاسي حکومتونو ترجیحاتو اندازہ کیدی شي.

په سیاسي فعالیتونو کې د ځوانانو د ونډې په اړہ مزمل شاہ وایي، چې اسمبلۍ ته د رسېدلو کسانو اوسط عمر له 50 کلونو ډېر دى، دا خبرہ په ډاګه کوي د سیاسي ګوندونو په ترجیحاتو کې د ځوانانو اهمیت او ځاى څومرہ دی؟

د هغه په وینا، په سیاسي ډګر کې د ځوانانو ونډہ د محصلینو د سیاست په راژوندي کولو او ګوندي سیاست ته د ځوانانو په هڅولوسرہ زیاتېدى شي.

د وایس اف امریکا سروی دا هم په ډاګه کړہ چې ځوانان د سیاسي معلوماتو لپارہ په کومو سرچینو تکیه کوي.

په سیاسي بحثونو او ویلاګونو کې دلچسپي

په سروی کې شریک 29 فیصدہ ځوانان وايي په ټیلوېژن د سیاسي خبرو خپرونه ګوري. په ټولنیزو رسنیو، وي لاګز، یوټیوب کې د ځوانانو د دلچسپۍ فیصدي 26 دہ.

په عمومي توګه د ورځپاڼو کالمونه د نظرونو د جوړولو لپارہ مھم ګڼل کیږي، مګر یوازې 19 فیصدہ ځوانان وایي چې دوی د ورځپاڼو کالمونه لولي.

د وایس اف امریکا او اېسوس په سروی کې د 2024 کال د جنورۍ د 3مې او 12مې ترمنځ د تلیفون له لارې برخه اخیستونکو رایه ورکړہ. د سروی په پایلو کې د تېروتنې امکان (مارجن اف ایرر)مثبت-منفي دوہ فیصدہ دی. د سروی په اړہ د نورو معلوماتو لپارہ .دلته کلیک وکړئ

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG