لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ په رسمي توګه د ریپبلکن ګوند لخوا د صدارت او سېنټر وېنس د ناېب صدارت لپاره منتخب شول


(COMBO) This combination of pictures created on July 15, 2024 shows Former US President and 2024 presidential hopeful Donald Trump in Palm Beach, Florida, on March 5, 2024 and US Senator JD Vance, Republican of Ohio, in National Harbor, Maryland, on Febru
(COMBO) This combination of pictures created on July 15, 2024 shows Former US President and 2024 presidential hopeful Donald Trump in Palm Beach, Florida, on March 5, 2024 and US Senator JD Vance, Republican of Ohio, in National Harbor, Maryland, on Febru
  • د امریکا پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د ریپبلکن ګوند لخوا په رسمي توګه صدارتي امیدوار منتخب شوی.
  • ډانلډ ټرمپ په نومبر کې کیدونکي انتخاباتو لپاره د ناېب صدارت لپاره سېنټر جی ډي وېنس انتخاب کړی.
  • د اوهایو سېنټر جی ډي ونېس د نامزدګۍ اعلان ډانلډ ټرمپ په خپلې سوشل میډیا ټروت سوشل باندې کړی.

د امریکا پخواني صدر او د ریپبلکن ګوند صدارتي کاندید ډانلډ ټرمپ پرله پسې په دریم ځل د ریپبلکن ګوند صدارتي نوماند کیدو کې بریالی شوی. ډانلډ ټرمپ د ګوند په غونډه کنونشن کې د نوماند کیدو لپاره پکار استازو رایې ترلاسه کولو کې کامیاب شوی.

د ګل/ دوشنبې په ورځ د ریپبلکن ګوند د صدارت لپاره رایې ورکونکي مشران ناڅافه یو ځاې شول او ډانلډ ټرمپ د ګوند په قامي کنونشن کې د نوماند کېدو لپاره د پوره استازو رایې ترلاسه کړې او د ناېب صدارت لپاره یې د اوهایو سېنټر جی ډي وېنس اعلان وکړو.

د صدارتي کاندیدۍ لپاره د پوره استازو د رایو ترلاسه کولو وروسته، پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ به اوس په دریم ځل د ریپبلګن ګوند مشري کوي. ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۶م کې صدارتي ټاکنې ګټلې وې، په کال ۲۰۲۰م کې یې د موجوده صدر جو باېډن په مقابله کې انتخابات وباېلل. او د نومبر په میاشت کې به د باېډن سره بیا مخامخ کیږي.

ډانلډ ټرمپ د څو میاشتو راهسې امکاني صدارتي کاندید وو خو نن په مېلواکي کې د ریپبلکن ګوند قامي کنونشن (غونډه) کې د رایو وروسته رسمي اعلان پاتې وو. ټرمپ په خپل کورني ایالت کې د رایو ترلاسه کولو سره د رایو حد ترلاسه کړی، چې اعلان یې زوي اېرک ټرمپ کړی.

د کنونش هال دننه بیا رایې ورکونکو (ډېلیګېټس) چې د (مېک امېریکا ګرېټ اګېن) نښانونو سره ولاړ وو او کله چې به جلا جلا ایالتونو د ټرمپ په پلوۍ کې رایې ورکولې نو په هال کې به د خوشحالۍ چغې جوړې شوې.

د ټرمپ د کمپېن د مشرانو لخوا دا ځلې د ریپبلکن ګوند کنونشن پېل په داسې طریقه شوی وو چې پکې مثبت پېغامونه ورکړل شوي وو چې د بېلا بېلو رنګونو او منځ مهاله رایې ورکونکو زړونه وګټي.

د دغې وروسته بیا په ټرمپ د قاتلانه حملې پېښه وشوه چې د امریکا د سیاست بنیادونه یې ولرزول.‌

سمدستي د ډیموکرېټ ګوند د مناظرې وروسته ګډوډی، د ګوند د راتلونکې اېجنډا او د ټرمپ په جرمونونو کې ککړتیا غیر مهمې موضوعات شول او د سیاسي تشدد او د هیواد د ثبات په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG