د سږ کال په صدارتي انتخاب کې نایب صدارت دپاره د ريپبلېکن پارټۍ نامزد امیدوار سېنېټر جی ډي وېنس د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن د ريپبلېکن پارټۍ په نېشنل کنوېنشن کې تقریر وکړو او توجو يې د امریکې قومي سلامتیا او خارجه تګلارې وکړه. د دغې ورځې وېناګانې د مېک امېرېکا سټرانګ اګېن یا امریکا بیا مضبوطه کړئ د عنوان لاندې وشوې.
وېنس په پخواني صدر ډآنلډ ټرمپ د تعریفونو انبار ولګولو او د نایب صدارت دپاره يې د ريپبلېکن پارټۍ څخه نامزدګي ومنله.
د سږ کال د نومبر په پينځمه نېټه کېدونکي صدارتي انتخاب ټرمپ د ريپپلېکن پارټۍ صدارتي امیدوار دی او هغه وېنس ځان سره د نایب صدارت دپاره نامزد کړی دی.
ټاکل شوې ده چې ټرمپ به د زیارت، پنجشنبې، په ماسخوتن ريپبلېکن نېشنل کنوېنشن ته رسمي تقریر کوي.
د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن د ريپبلېکن کنوېشن په خپل مرکزي مرکزي تقریر کې وېنس وویل ټرمپ د امریکې دپاره د امید اخېری علامت دی چې هغه څه بحال کړي چې که یو وار د لاسه ووتل نو بیا به هېڅ کله و نه موندل شي.
خپل ځان ته په اشاره وېنس وویل امریکا یو داسې ملک دی چې د خواري کښې کورنۍ یو هلک چې د اقتدار د اېوانونو نه لرې پېدا شوی په دې سټېج د امریکې د اینده نایب صدر په حېث ودرېدلی شي. ولاړ دی.
خپل تقریر کې وېنس د چین د خطر په اړه ډېرې خبرې وکړې خو د په یوکرېن د روس د یرغل او په غزه کې د جنک ذکر يې و نه کړو.
وېنس ۳۹ کلن دی، په سیاست کې يې د دوو کلونو نه کم وخت شوی او د خارجه پالېسۍ څه ډېر پس منظر نه لري. د هغه د وروستیو خبرو نه څرګندېږي چې هغه د ټرمپ امېرېکا فرسټ یا امریکا اول د نظريې حمایت کوي او د خارجه تګلارې په لړ کې داسې ګڼل کېږي چې هغه د اسرایل حمایت کوي، د چین مخالف دی او په یورپ کې تشویش پېدا کړی دی.
وېنس د امریکې د مېرين ځواکونو پخوانی عسکر دی او په عراق کې هم ګمارل شوی و. هغه د سمندر پورې د امریکې د پوځي مداخلت په حق کې نه دی او د اسرایل نه علاوه نورو ملکونو سره د امداد مخالفت کوي. د هغه دلیل دی چې امریکا داسې نه شي کولی چې په یو وخت دې د یوکرېن او د منځني ختیځ ملاتړ کوي او په مشرقي اېشیا کې دې ځان د بېړني حالاتو دپاره تیار ساتي.
د څېړنې ادارې سټېمسن سېنټر اېما اېشفرډ وايي ډیر خلک وېنس تنهايي پسند ګڼي خو داسې نه ده. په یو وروستي تقریر کې وېنس د خپلې خارجه پالېسۍ اهدافو په اړه وویل غواړي چې اسرایل او سنیان دې د خپلې سیمې خپله حفاظت وکړي، يورپ دې د خپلې سیمې خپله حفاظت کوي چې دا ډول امریکا مشرقي اېشیا ته د زیاتې توجو ورکولو جوګه شي.
اېشفرډ وویل وېنس ته حقیقت پسند یا یو داسې تن وېل کېدی شي چې خپل ترجیحات ټاکل غواړي. هغې زیاته کړه چې دغه تګلاره د امریکې د موجود صدر جوبایډن د حکومت د پالېسي سازانو د نظر سره په تضاد کې ده چې دا دریځ لري چې ټولې سیمې د یو بل سره تړل شوي دي او پکار ده چې امریکا په ټولو سيمو کې مشري وکړي.
خو د وېنس دا هدف چې امریکا دې د یورپ او منځني ختیځ نه ځان را په شا کړي او زیاته توجو دې چین ته وکړي نه خو نوی دی او نه هم یوازې د ریپبلېکن پارټۍ منفرده تګلاره ده. په حقیقت کې پخواني صدر براک اوباما د ۲۰۰۹ نه تر د ۲۰۱۷ پورې پېوېټ ټو اېشیا یا اېشیا ته بېرته د ګرځېدلو په تګلاره عمل کولو.
د ټرمپ په شان وېنس په دې خبره ټینګار کوي چې و امریکا دې د یوکرېن سره مرسته کمه کړي او یورپ دې په خپل تحفظ کې زیات کردار ادا کړي.
د جرمني په میونخ ښار کې یو تقریر کې وینس وویل فکر نه کوي چې د روس صدر ولادېمير پوټن د یورپ بقا دپاره خطر دی. د هغه وېنا د یورپ په سفارتي حلقو کې حېرانتیا پېدا کړه. وېنس زیاته کړه چې کییف دې د خبرو دلارې امن ولټوي که د دې مطلب دا هم وي چې یوکرېن دې ځینې سیمې دلاسه ورکړي.
که څه هم وېنس د خارجي ملکونو د امداد مخالفت کوي خو د هغه په نظر کې اسرایل په دې لړ کې استثنا لري. د هغه د عیسايي عقېدي په بنیاد وېنس د بایډن نه هم د اسرایل زیات ملاتړی دی.
Forum