لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې 734 سېلاب ځپلې کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري


ملګرو ملتونو یو ځل بیا په ټینګار سره غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله اغېزمنې کورنۍ چې دا مهال په پرانیستو او لنډمهاله ځایونو کې مېشتې دي د ژغورنې لپاره اضافي او بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د جولای پر 15مه د افغانستان په درو ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان او کونړ کې له ګڼو بارانونو او توفان وروسته سېلابونه راغلي وو چې خلکو ته یې زیات ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د روان 2024م کال لپاره چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره له نړیوالو مرسته کوونکو ادارو درې ارب ډالره غوښتې وې وایي په هغوی کې یې یواځې په څلورو کې لږ برخه مرستې تر لاسه کړې دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک د پنجشنبې- زیارت په ورځ په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل، تر اوسه پورې یې څه باندې 720 میلینه ډالره ترلاسه کړې دي.

ښاغلي ډوجاریک ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ د چارو همکارانو ورته په سېلابونو کې د اوښتو زیانونو د ارزونو په بنیاد ویلي چې 734 کورنۍ بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ډوجاریک په وینا په ننګرهار ولايت کې د تېرو ورځو د توفان په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي د تورخم پر پوله د استوګنې هغه مرکز چې له پاکستانه د ستنېدونکو خلکو د تګ راتګ اصل ځای وو د توفان له امله سخت زيانمن شوى دى:

"د اوبو، روغتیا او صفایي اډاڼې او په نیزدې کېمپ کې 400 خېمې زیانمن شوې یا تباه شوې دي".

ملګري ملتونه وایي د لومړنيو رپوټونو له مخې تر اوسه په سېلابونو کې تر 40 زیات کسان مړه شوي او تر 250 ډېر نور ټپیان شوي دي، وایي ټول 573 کورونه تباه شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ویاند په وینا د سېلابونو د زیانونو ارزونې لا روانې دي، خو وایي د دوی بشري همکارانو په سېلاب ځپلو سیمو کې نهه ګرځنده روغتيايي او غذایي ټيمونه ګومارلي دي او روغتيايي همکارانو یې د ننګرهار سیمه ییز روغتون او فاطمه زهرا روغتون ته طبي توکي رسولي دي.

د سټیفن ډوجاریک په وینا افغانستان د موسمي بدلون له امله هم ډېر زیان ته مخامخ دی، وایي په روان کال کې تر اوسه پورې تر 145,000 ډېر خلک سختو بارانونو او سېلابونو اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر وایي، لومړني اټکلونه ښيي چې په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د سېلابونو له امله زرګونه کسان اغېزمن شوي دي.

په جنېوا کې د کډوالو د ادارې ویاند بابر بلوڅ په یوه بیان کې ویلي، ځینې تر ټولو زیانمنې سیمې په هغو ولسوالیو کې دي چې زیات شمېر یې بې ځایه شوي افغانان او له پاکستان ورستانه شوي کډوال دي.

د یو این ایچ سي آر ویاند په خپل بیان کې په ننګرهار، کونړ او لغمان کې د سیلاب او توفان ځپلو کورنیو حالت خراب ښودلی او وایي په ننګرهار کې 400 کورنۍ، په لغمان کې277 کورنۍ او په کونړ کې 50 کورنۍ سېلابونو زیانمنې کړې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG