لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان د نیمې نه زیاته آبادي د ژوندي پاته کېدو دپاره امداد ته ضرورت لري


واشنګټن - د بشري چارو ماهرین خبرداری ورکوي چې افغانستان کې د څلورویشت (۲۴) میلینه زیات کسان چې د ټولې آباتۍ (٪۵۹) جوړوي، د سختې لوږې سره مخ دي او د ژوندي پاته کېدو دپاره یې پر ځان ډېرې سختۍ راوستي دي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو او د غېردولتي تنظیمونو اته تنه د بېړنیو حالاتو کارپوهانو د افغانستان پنځه ورځېنۍ دوره کړې ده او وایي، په هغه ملک کې د بشري اړتیاوو کچه دومره لوړه شوې چې مخکې تر دې یې ساری نه و لیدل شوی. هغوی زیاتوي، داسې بشري رنځونه یې د افغانستان خلکو کې لیدلي چې ورته هک حیران پاته شوي دي.

دغه ماهرین وایي، ډېری افغانان به په دې سختو حالاتو کې چې د نړېوال امداد بغیر اوس پکې ژوند کوي، ژوندي پاته نشي. نړېوال امداد هم اوس افغانستان ته جاري ندی. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ دفتر (اوچا) د راپور ترمخه، ملګرو ملتونو چې سږکال د افغانستان دپاره د قریب څلورنیم (۴.۴۴) بلینه ډالرو اپیل کړی و، تر اوسه صرف د دې پیسو دیارلس فیصده (٪۱۳) انتظام شوی دی.

د اوچا ویاند، ینس لېرکه وي او اې ته وویل چې یوکرېن، یمن، او کانګو په شان د ګڼ شمېر هېوادونو دپاره امداد ضروري ګڼل شوی چې په دې کې د ضروریتونو سیالي په ډېرېدو ده. خو هغه زیاته کړه چې په دې منځ کې به د افغانانو بد حالت ضرور له پامه ونه غورځيږي.

ینس لېرکه وي او اې سره خبرو کې وویل: «د خلکو ذخېرې په تمامېدو دي، او خلک یې مجبوره کړې چې د ژوندي پاته کېدو دپاره داسې لارو چارو ته مخه کړي چې نقصانونه لري، لکه د ماشومانو واده کول او یا ماشومان مزدورۍ ته وړاندې کول. ښځې او جینکۍ په خاصه توګه د بشري حقونو په برخه کې ځپل شوي دي. په معاشرې کې د هغوی برخه، د کار صلاحیت یې، او تعلیم ته یې رسایي د خطرې لاندې راغلې ده.»

د اوچا ویاند دا هم وویل چې په اګسټ میاشت کې واک اختیار ته د طالبانو د رسېدو نه پس، د هغو خلکو شمېر چې ژوندي پاته کېدو دپاره امداد ته ضرورت لري، دېرش فیصده (٪۳۰) زیات شوی دی. هغه زیاته کړه چې که چېرته د اړمنو افغانانو ضروریتونو ته توجه ونشي او ورسره امداد ونشي، نو نتایج به یې ډېر سخت ناوړه وي.

ینس لېرکه وویل، د امداد کوونکو دا ېره چې د هغو د مرستو پیسې به طالبانو ته ولاړې شي او د افغانانو مرستې کولو کې به استعمال نشي، غېرضروري ېره ده. د هغه په وینا، ټولې دا پیسې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو هغو خصوصي تنظیمونو ته ځي چې مقصد یې خلکو ته مرسته رسول دي.

د اوچا ترجمان وویل، په تېرو څو میاشتو کې د امداد تنظیمونو د کوم مداخلت نه بغیر افغانستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي چې مقصد یې ډېرو اړمنو او غرېبو خلکو ته د ژوند ژغورنې امداد رسول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG