لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې کانګرس غونډه: افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ دې د جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي


په افغانستان کې د ښځو د حالت ارزونې لپاره د امریکې د کانګرس په یوه غونډه کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ د جرم په توګه په رسمیت وپېژني. د طالبانو حکومت لا دې غونډې ته څه تازه غبرګون نه دی ښکاره کړی.

دا غونډه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د درې کلنۍ په مناسبت شوې چې پکې د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري، د ښځو د حقونو فعالې وحیده امیري او د بشري حقونو د څار او د ایمنیسټي انټرنېشنل استازو هم ګډون کړی وو.

په واشنګټن کې د جولای پر 30مه د کانګرس د بشري حقونو د کمیشن د غونډې ګډونوالو له امریکې وغوښتل چې له ښځو او نجونو سره د سخت چلند له کبله له طالبانو پوښتنه وکړي.

رینا امیري په افغانستان کې د ښځو حالت "یو ناورین" وباله او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو د سخت دریځه تګلارو د بدلون لپاره د لوېدیځ په نسبت اسلامي هېوادونه غوره رول تر سره کولای شي.

مېرمن امیري د امریکې له کانګرسه وغوښتل چې د افغان مېرمنو حالت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغوی په خپلو بحثونو کې شاملې کړي.

د ایمنیسټي انټرنېشنل د افغانستان څانګې څېړونکې میترا مهران هم له ښځو سره د طالبانو د حکومت سخت چلند یاد کړ او په افغانستان کې یې د جنسیتي اپارټایډ په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.

مېرمن مهران وویل امریکا باید د نړیوالو کنونشنونو په رڼا کې جنسیتي اپارټایډ د یو نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژني.

په غونډه کې افغانې فعالې وحیدې امیري چې د طالبانو زندان یې تجربه کړی، له امریکا وغوښتل چې له طالبانو سره تعامل ونه کړي او د اړیکو له ورسره عادي کولو ډډه وکړي:

"له تاسو غواړم چې جنسیتي اپارټایډ د بشر پر ضد د یو جرم په توګه په رسمیت وپیژنئ او د طالبانو حکومت د جنسیتي اپارټایډ د یو نظام په توګه په ګوته کړئ. طالبان په رسمیت مه پېژنئ همدا د افغانو ښځو، سړیو او ماشومانو غوښتنه ده."

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې ډیموکرېټ غړي جېمز پیټرک مک ګورن د افغانو ښځو د حقونو له مبارزینو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د حالت د ښه کولو لپاره خپل تجویزونه وړاندې کړي:

"زه په دې باور یم چې ښځې او نجونې باید له طالبانو سره د امریکې په ټولو تعاملاتو کې برخه واخلي، او موږ باید له ځانه وپوښتو، ایا د هغو تګلارو په اړه چې شاید د انسانیت ضد جرمونه وګڼل شي، موږ هر هغه څه کوو چې توان یې لرو؟".

د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار د افغانو ښځو په اړه د نړۍ غبرګون مایوسه کوونکی بللی او د افغانو ښځو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

د دې غونډې په پای کې د ښځو د حقونو مبارزینو د امریکا کانګرس ته د لا نورو اقداماتو وړاندیزونه وکړل.

د امریکا په کانګرس کې تر دې غونډه شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دغه غونډه "نمایشي" بللې وه او ویلي یې وو چې ګډونوال او ویناوال یې د افغان ښځو استازيتوب نه کوي.

تر دې غونډې مخکې هم په وار وار افغان مېرمنو او د دوی د حقونو فعالانو او له دې سره سره د بشري حقونو یو شمېر کورنیو او نړیوالو اداره په ټینګار سره غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د طالبانو جنسیتي اپارټایډ دې په رسمیت وپېژندل شي.

په تېرو درو کلونو کې طالبانو د ښځو پر حقونو او ازادیو ګڼ شمېر بندیزونه لګولي، نجونې یې له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه پورې له زدکړې منع کړي او له یو څو دفترونو پرته یې ښځې د کار له حقه محرومې کړي دي.

د ښځو په اړه د طالبانو پر چلند له پراخو نړیوالو نیوکو سره سره د طالبانو حکومت تل دعوه کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

خو د امریکې په ګډون ټوله نړیواله ټولنه پرله پسې له طالبانو غواړي که د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی ونه لري، په خپله کابینه کې د افغانستان نور قومونه ور شامل نه کړي او د نجونو بندې تعلیم ادارې خلاصې نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG