لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په صدارتي ټاکنو کې د هندي امریکايي وګړو د فعاله کېدو تر شا علتونه


د ډیموکرېټ ګوند لخوا د نایب صدرې کامله هېرېس نوم په راتلونکو صدارتي ټاکنو کې د ممکنه امېدوارې په توګه اخستو په امریکايي هندوستانیانو کې زړه پېدا کړی دی. دې سره ددې ټولنې اهمیت په تېزۍ سره زیات شوی او په هندوستانیانو کې یې لېوالتیا هم پېدا کړې ده.

کامله هېرېس چې د امریکې په تاریخ کې لومړۍ نایب صدره جوړه شوه او اوس یې د لومړۍ امریکنۍ ښځې د صدارتي امېدوارې په توګه نوم واخستل شو، مور یې په خټه د هندوستان او پلار یې د افریقايي هېواد جمیکا سره تعلق لرلو. د نامزدګۍ سره یې د امریکې په انتخابي سیاست کې خوند رنګ هم ښکاره شوی دی.

خو یواځې کامله هېرېس نه هندوستانیان د خپل نسل نور مهم شخصیات هم د امریکې په سیاست کې مخې ته په راتلو ټولو ته یو رنګه فعاله نظر کوي، چې پکې د ډانلډ ټرمپ سره د نایب صدارت امېدوار جې ډي وېنس ښځه اوشا واېنس او په ریپبلکن ګوند کې پخوانۍ صدارتي امېدواره نیکي هیلي او وویک رامسوامي هم شامل دي.

د AAPI وکټري فنډ باني شېکر نرسمهن وايي "زه ویاړم چې د یوې هندوستانۍ امریکايي ښځې نوم د یوې صدارتي امېدوارې په توګه مخې ته راځي".

نرسمهن وايي "ددې خبر اورېدو وروسته مې ‍۱۳۰ تنو خپلو خلکو ته فونونه کړي دي چې بایډن د صدارتي زغل نه وروسته شو او کامله هېرېس به اوس د ډیموکرېټ ګوند امېدواره وي. برقي پېغامونه مې استولي دي او خلکو سره مې ګپونه لګولي دي ـ دا یوه موقعه ده چې د مټو زور وښيو".

په نیوجرسي ریاست کې د ريپبلکن ګوند د سوېلي اېشیا اتحاد شریک باني پریتي پانډیا پټېل بیا لېوالتیا ښيي چې د ریپبلکن ګوند نایب صدر امیدوار کورودانې اوشا وېیس به دویمه داسې هندوستانۍ امریکايي ښځه وي چې خاوند به یې د امریکا نایب صدر جوړ شي خو که وګټي.

پانډیا پټېل وايي "دا زمونږه د ټولنې لپاره د ویاړ وختونه دي او دې سره یې د ټولنې لېوالتیا زیاتېږي".

امریکا کې 5 میلینه هندوستاني امریکايان

په امریکا کې د کال ۱۹۹۰ نه راپدیخوا د هندوستانیانو امریکایانو په شمېره کې لس چنده اضافه شوې ده او دا امریکا ته په راغلیو بهرنیانو کې په تېزۍ سره زیاتیدونکې شمېره ده. دا د امریکې د ګاونډي هېواد میکسیکو نه وروسته دویمه ټولنه ده چې شمېره یې په اېشیايي نسلونو کې تر ټولو زیاته شوې او نږدې 5 میلینه ته لوړه شوې ده.

نظر پوښتنې څه وايي؟

په امریکا کې شوې سروګانې ښيي چې د هندوستانیانو د ټولنې زیاته شمېره خلک د ډیوکریټک ګوند پلویان دي او یواځې ۲۰ سلنه په رپبلکن ګوند کې ښودل کېږي.

د اېشیايي هېوادونو امریکایانو په یوې تازه سروې کې معلومه شوې ده چې دا ځل په نومبر کې کېدونکو صدارتي ټاکنو کې ۹۰ سلنه اېشیايي امریکایانو اراده کړې ده خپل ووټ به وکاروي.

که څه هم په دوی کې ۴۲ سلنه ووټران وايي کوم سیاسي ګوند ورسره تر اوسه رابطه نه ده کړې، دغه شمېره په ۲۵۰۰ ووټرانو نه د اخستل شوو رایو په بنیاد د اپرېل ۴مې او مۍ ۲۶ په منځ موده کې د ځینو اېشیايي امریکایي ګروپونو په مرسته مکمل شوې ده .

بې پلوه هندو امریکن فاونډېشن شریک باني او انتظامي ډایریکټر سهاګ شکلا وایس اف امریکا ته په یوه مرکه کې ویلي دي چې د هندو ټولنې زمنې که یو خوا د ټولنې په سیاست کې د فعاله کېدلو ذریعه ده نو د یو ښه موقع ده چې دواړه سیاسي ډلې ترې ګټې پورته کړي.

ډایریکټر شکلا وايي باید هندوستاني امریکایان د انتخابي مېدانونو په اهم ریاستونو یا په فیصله کن یا سوېنګ ریاستونو کې په خپل اهمیت او طاقت خبر شي څوک چې زیاتره ددغه ریاستونو په ضلعو کې اوسي. باید دوی یواځې د ووټونو تر پرچو پورې محدوده پاتې نه شي بلکې ددې نه پرته ټاون هالونه وکړي او د پوهې غونډې راجوړې کړي.

د کامله هېرېس او ټرمپ مهمو ترجمانانو دغه ټولنې ته د رسايي د هڅو په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. د دواړو مهمونو ذمه واري ده چې په لاندې کچ د تنظیمونو د لارې ووټران فعاله کړي.

د ډیموکریټک ګوند په کنونشن کې د مندوب په حیث منتخب شوې د سویلي اېشیا فار پېرس نومې ادارې ډایریکټر ديپا شرما وايي چې ګروپ یې کور په کور ګرځي، فون نمبرې او رابطې راټولوي چې داسې زیاتو خلکو ته ورسيږي.

کارنیګي اېنډاومنټ فار انټرنېشنل پېس وايي چې د کال ۲۰۲۰ سروې ښيي د هندوستاني امریکایانو ووټرانو د مجموعي ووټرانو یو فیصده جوړېږي چې نږدې درې برخې یې په فیصله کن ریاستون جارجیا، شمالي کېرولاینا او پنسلوېنیا کې ژوند کوي.

یو بله ترقي پسند ډله انډین امریکن امپیکټ بیا وايي دا ټولنه د نومبر په ټاکنو کې په نتیجو د اغېز په حالت کې ده. هغه زیاتوي د سویلي اېشیا هېوادونو ټولنې په فیصله کن ریاستونو کې ترګټې حده پورې ووټران لري.

ددې تنظیم انتظامي ډایریکټر چېنتن پټېل وايي د کال ۲۰۲۰ په ټاکنو کې د بایډن سر د کامله هیرېس په ملتیا ډیموکريټ ته د هندوستانیانو امریکایانو ۷۰ سلنه ووټونه ترلاسه شوي وو او کتل شوي دي چې د وړاندې په پرتله ددې ټولنې د ووټونو اچولو شرح زیاته شوې ده. دا ځل امکان دی چې د هېرېس په وجه ډیموکرېټ ته نور زیات ووټونه ورشي.

ريپبلکنز په دې باور دي چې د هند و ملتپاله وزیر اعظم نریندرا مودي سره د ټرمپ نیزدې اړیکي دي‌ او د پخواني صدر دا نیزدې اړیکي به وکړی شي چې د ټرمپ د ووترانو په مرسته کې بدلون شي.

په نیوجرسي کې درپبلکن ګوند یو هندي امریکايي فعاله پانډیا پټېل وايي د هند سره د ټرمپ اړیکې دوستانه پاتې دي او دا به ډېر اثر پرېباسي.

دا نه ده معلومه چې ایا په هندوستاني امریکایانو کې به د ټرمپ مرسته زیاته شي او که نه خو د اېشین امریکن ووټرانو په په یوې تازه سروې کې ویل شوي چې ۲۹ سلنه هندوستاني امریکایانو ټرمپ ته د ووټونو ورکولو اراده څرګنده کړې ده . کومه شرح چې څلور کاله وړاندې د شمېرو نه ډېره بدله نه ده.

څه پینځه کاله وړاندې چې وزیر اعظم نریندرا مودي د امریکا د سفر په وخت په ټیکساس هیوسټن کې د ډانلډ ټرمپ سره یوې ریلي ته وېنا کړې وه چې پکې تر پینځوس زرو پورې هندوستاني امریکایانو ګډون کړې وو، په هغه وخت ټرمپ مودي ته خپل نږدې دوست ویلي وو چې په هندوانو کې یې ډېره خواخوږي موندلې وه او ورسره په هندي وګړو کې ټرمپ ځان ته ځای پېدا کړی وو .

په تازه اېشین امریکن سروې کې دا هم معلومه شوې ده چې د کال ۲۰۲۰ په پرتله په کال ۲۰۲۴ کې په هندي امریکایانو کې د ډیموکرېټ ګوند سره د هندوستانیانو پېژندګلوي د ۵۴ سلنه نه ۴۷ سلنه ته راټیټه شوې ده.

مسعود فریوار – وایس اف امریکا انګریزۍ څانګه

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG