لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په طالبانو غږ کړی، "د افغانستان له خاورې دې ترهګر بريدونه ونه شي"


د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "په افغانستان کې واکمنو طالبانو باندې په دوامداره توګه غږ کوي چې يقيني کړي چې د افغانستان د خاورې څخه ترهګر بریدونه ونه شي". د طالبانو حکومت له ورته جواب نه دی ویلی.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مېتيو میلر دغه خبره په خبري غونډه کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې کړې ده.

د افغانستان سره په پوله د پاکستان په خېبرپښتونخوا صوبه کې په تېرو دوو ورځو کې د تشدد په پېښو کې د پاکستان د پوځ 10 عسکر، 13 وسله وال او پينځه ملکي کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ پرون نهې، سه شنبې، په ورځ ومنله چې په 15مه جولايۍ په بنو پوځي چاوڼۍ د وسله والو په برید کې اته پوځيان او10 ترهګر وژل شوي وو.

پرون د تشدد د بلې پېښې په اړه پوځ وویل وسله والو د ډېره اسماعیل خان په کلیواله سیمه کې د صحت په یو مرکز حمله کې پينځه ملکي کسان وژلي او د وسله والو په نښته کې دوه عسکر هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ويلي، د بنو په چاوڼۍ برید د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې وسله والو کړی او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په حکومت یې غږ کړی چې د داسې عناصرو په ضد ګامونه واخلي.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د وياند نه پوښتنه شوې، امريکا د دوحې تړون او افغانستان د خاورې د پاکستان پرضد کارېدو باندې اندېښنه لري؟.

مېتیو ميلر په ځواب کې ويلي، "د پاکستان خلکو ته د ترهګرۍ او تشدد څخه ډکې توندروۍ د لاسه غټ تاوانونه اوښتي دي، زمونږ د پاکستان د خلکو او حکومت سره د سيمه ييزه ګواښونو په وړاندې شريکې ګټې دي".

هغه زياته کړه، "مونږ په طالبانو په دوامداره توګه غږ کوو چې يقيني کړي چې افغانستان د خاورې نه ترهګر بريدونه نه کيږي، او دا زمونږ دوامداره لومړيتوب دی او وي به".

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده او د افغانستان خاوره د ‏ترهګرۍ دپاره د پاکستان ضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل په کلکه رد کړي او وايي پاکستان دې د خپل امنيت ‏زمه واري په افغانستان نه ور اچوي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG