دبرطانيې ددفاع وزارت وائي ددغه هيواد ددفاع وزير فلپ هيمنډ دافغانستان په جنوبي سيمه کې دبرطانوي عسکرو سره ليدنې لپاره دافغانستان په ناڅاپي سفر تللى دى.
ددفاع دوزارت ترمخه فلپ هيلمنډ په کابل کې دافغانستان ددفاع دنوي وزير بسم الله محمدي اؤ په هلمند ولايت کې دبرطانوي عسکرو سره ليدنه کړې ده.
دافغانستان ددوه ورځني سفر وروستو فلپ دزيارت په ورځ خپل هيواد ته بيرته ستون شوى.
هيمنډ افغانستان ته دغه سفر په داسې حال کې کړى چې تيره اوونۍ برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون په لندن کې دپاکستان، افغانستان اؤ برطانيې ترمينځ ددرې فريقي خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ، اؤ ددغو خبرو اترو وروستو دپاکستان اؤ افغانستان صدرانو يو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وئيلي وؤ طالبانو سره به دشپږو مياشتو په وخت کې دامن دتړون ترسره کولو لپاره هلې ځلې کولى شي.