پاکستان وائي افغانستان دضرورت څخه زيات غبرگون ښائي

پاکستان دپولې پورې غاړې دډزو په يوه پيښه دافغانستان له لوري پاکستان ته ديوې پوځي دورې دمنسوخولو وروستو تور لگولى ؤ چې افغانستان په دغه پيښه دضرورت څخه زيات غبرگون ښودلى دى.
دپاکستان دخارجه دفتر يو وياند اعزاز احمد چوهدري يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي مونږ گڼو چې افغانستان دوړوکي نوعيت په يوه پيښه دضرورت څخه زيات ردعمل ښکاره کوي.
دپاکستان پوځ 11ؤ افغان پوځي افسرانو ته دبلوچستان سرښار کوئټه کې په يو پوځي مشق کې دگډون بلنه ورکړې وه، خو افغان حکومت دپاکستان له لوري دپولې پورې غاړې دگوله بارۍ په يوه پيښه دخپلو افسرانو دغه دوره منسوخ کړې ده.
دافغانستان دکونړ ولايت والي فضل الله وحيدي وائي چې دگل اؤ نهې په ورځ دپاکستان له لوري دهغوي په خاوره د50ؤ څخه زيات راکټونه داغل شوي چې له امله يې مالي زيان اوښتى.
خو دپاکستان دخارجه وزارت دوياند چې پاکستانى پوځ منظم اؤ ذمه دار بولي وائي چې دهغوي پوځيانو دافغانستان له لوري دمداخلت په ځواب کې دغه کارروائي کړې وه.
وياند وائي چې ددغه پوځي دورې مقصد اړونده مرستې اؤ باور ته وده ورکول ؤ اؤ مونږ باور کوؤ چې دغه شان هلې ځلې دسيمې دگټې لپاره دوامداره پاتې کيدل پکار دي.
لويديز مبصرين فکر کوي چې د1996 څخه 2001م پورې دافغانستان دطالبانو دحکومت پلوي پاتې شوى پاکستان دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دجوړجاړي هڅو کې مهم کردار ادا کولى شي.
دافغانستان په اړه دپاکستان له لوري دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى چې تيره ورځ هم دافغانستان دبهرنو چارو مرستيال وزير جاويد لودين رائټرز سره خبرو کې وئيلي ؤ چې هغوي دجوړجاړي دپاره دپاکستان دمرستې څخه پرته هم کار کولو ته تيار دي.
دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ تيرو مياشتو کې ښه والى هاغه وخت په نظر راغلو چې پاکستان دافغانستان دامنيتي شورا په غوښتنه پاکستاني زندانونو کې قيد ځينې طالب مشران خوشې کړل اؤ لندن کې دبرطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون په مشرۍ دافغانستان ديوولس کلنې جگړې دخاتمې دهڅو په لړ کې دپاکستان، افغانستان اؤ برطانيې يوه درې فريقي مهمه غونډه وشوه.