افغان چارواکې: دوؤ کم عمرو هلکانو څخه سرونه قلم کړل شوي

تيرکال دجولا ئي په مياشت کې هم په ياده شوې اولسوالۍ کې حکومت لپاره دجاسوسۍ په تور يو 16 کلن هلک وژل شوى ؤ، ددغې څخه يوه مياشت وروستو په قندهار کې په مختلفو پيښو کې دشپږو کالو يوه جينۍ اؤ يو 12 کلن هلک وتښتول شول اؤ سرونه ترې قلم کړى شول

افغان چارواکي وائي خلکو ته افغان حکومت سره دمرستې دنۀ کولو دخبرداري ورکولو په توگه طالبانو د10ؤ اؤ 16ؤ کالو ددوؤ ماشومانو څخه سرونه قلم کړي دي.
چارواکي وائي دخان اؤ حميدالله په نومونو سره دغه دواړه هلکان په جنوبي ولايت قندهار کې دخپل کور سره نزدې دافغان پوځيانو اؤ پوليسو چيک پوسټونو ته دپاتې شوي خوراک راوړلو لپاره ورغلي وؤ.
دژيړي اولسوالۍ مشر جمال اغا وائي چې " دغه هلکان خپلو کورونو ته بيرته روان ؤ، چې طالب جنگيالو اودرول اؤ سرونه يې ترې قلم کړل"
هغه وويل " دغه دواړه هلکان بې گناه ماشومان وؤ اؤ دبهرنيانو يا حکومت سره يې هيڅ تعلق نۀ لرلو"
خو دطالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي وائي چې دهغوي ډله ددغو هلکانو په وژنه کې لاس نۀ لري.
دقندهار دوالي وياند جاويد فيصل وائي چې دغه پيښه داتوار په ورځ رامينځته شوې ده اؤ زياتوي چې څو گينټې وروستو دهغوي په کلي کې ددغو هلکانو سر پرې کړي مړي پريښودى شول.
تيرکال دجولا ئي په مياشت کې هم په ياده شوې اولسوالۍ کې حکومت لپاره دجاسوسۍ په تور يو 16 کلن هلک وژل شوى ؤ، ددغې څخه يوه مياشت وروستو په قندهار کې په مختلفو پيښو کې دشپږو کالو يوه جينۍ اؤ يو 12 کلن هلک وتښتول شول اؤ سرونه ترې قلم کړى شول.
دگل په ورځ هم په زابل کې شپږو ځانمرگيانو په يوه حکومتي ودانۍ بريد کړى ، چې پکې 18 کسان ژوبل شوي وؤ.