افغانستان : سيلابونو د١٠٠ؤ څخه زيات کسان وژلي، په سلگونو بې درکه

دجوزجان دافت ځپلې سيمې دامدادي کميټۍ مشر عزيزالرحمان عميق وينا ده چې تيره شپه دولايت په دوؤ اولسوالو کې بارانونه اؤ طوفان راغلى.

دسختو بارانونو څخه وروستو راغلو دغو سيلابونو دافغانستان په شمالي سيمو جوزجان، سر پل، شمال لويديز فارياب اؤ لويديز بادغيس ولايتونو کې تباهي خوره کړې چې په نتيجه کې يې زيات مالي اؤ ځاني تاوانونه اوښتي.
دجوزجان دپوليسو مشر بريگيډئير جنرال فقير محمد جوزجاني ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دجوزجان ولايت په خوش تيپه، خواجه دوکوه اؤ يو شمير نورو اولسواليو کې سيلابونو ٥٥ کسان وژلي اؤ يو شمير سيمو کې دسلو څخه زيات کسان ورک دي.
جوزجاني وئيلي دي چې دهيلي کاپټرو په مدد سره دخوجه دوکو اولسوالۍ څخه گير شوي کسان محفوظو ځائيونو ته رسول شوي، خو ځينو کسانو دخپلو کورونو پريښودو څخه انکار کړى اؤ دريځ لري چې دهغوي دڅاروؤ به څه کيږي، مقامي کسان وائي تر دې دمه ٢٤ کسان ورک دي.
دجوزجان دافت ځپلې سيمې دامدادي کميټۍ مشر عزيزالرحمان عميق وينا ده چې تيره شپه دولايت په دوؤ اولسوالو کې بارانونه اؤ طوفان راغلى.
دشبرغان ميئر انجنئير محمد حسن وينا ده چې امدادي شيان سيلاب ځپلو سيمو ته روان کړل شوي اؤ نورو مرستو ته هم اړتيا ده، دسيلابونو له امله په سلگونو کسان بې کوره شوي اؤ گڼ شمير ورک دي.
چارواکي وائي چې دهيلي کاپټرو په ذريعه دسيلاب ځپلو سيمو څخه گڼ شمير کسان خوندي سيمو ته رسول شوي،دوه زره کورنۍ بې کوره شوي اؤ سيلابونو بې شميره څاروي هم وژلي اؤ ددې ترڅنگ په زرگونو ايکړه ځمکه ولاړو فصلونو ته هم زيان رسيدلى دى.
دميډيا راپورونو کې دجوزجان دپوليسو دوياند عبدالمنان روفي په اړه وئيلي چې جوزجان کې ٤٣، فارياب کې ٣٣، سرائى پل کې شپږ کسان مړۀ شوي، وئيل کيږي تر دې مهاله د٤٣ؤ کسانو مړي راويستل شوي.
دشمال لويديز ولايت بادغيس والي محمودالله عليزئي وينا ده چې دسيلاب له امله دغلته شپږ کسان مړۀ شوي دي.