د مور په ورځ ددې مور د اوښکو مجرمان څوک دي ؟؟؟

دناصرخان پلار نادرخان خپلې سترگې دهميش دپاره ددې دنيا نه پټې کړې اؤ ناصرخان د٣٧ؤ ديرشو ورځو سرې غوښې ماشوم مور ته په اوڼي کې يتيم پاتې شو

١١م مئ په ټوله نړۍ کې دمور دورځې په نوم نمانځل کيږي ، نن د اتوار په ورځ دپاکستان اؤ افغانستان په گډون په ټوله دنيا کې خلکو دمور ورځ نمانځلې.
مور ته په دې ورځ دعقيدت زرينې پيرزوئينې وړاندې شوي دي ، چا په نظمونو کې ستائيلې ، چا په سندرو ، مرثيو ، مقالو اؤ تاثراتو کې.
خو دپاکستان دخيبرپښتونخوا دچارسدې دشيرپاؤ سيمې دميا کلي يوه بوډۍ مور داسې ده چې هغه په دې ورځ هيچا ياده نۀ کړه اؤ څوک به يې ياده کړي؟
ځکه چې دغه ٦٥ کلنې بوډۍ مور خو صرف يو ځوې لرلو--- ناصر خان-- دهغې دسترگو تور دزړۀ ټکور ، ټول کائنات حتى چې دژوند يواځينۍ معنا ---- ناصر خان
دا هاغه ناصر خان دى چې دغې بوډۍ مور ته خداې پاک په ډيرو منښتو ورکړى ؤ.
دناصر خان دپلار نادرخان ازلي برخه داسې وه چې کله يې هم پخپل کور کې خوشحالۍ نۀ وې ليدلې.

د ناصر خان عکس


هغه چې وادۀ وکړو نو زمانې ووتې خو الله داولاد دنعمت نه محروم ساتلى ؤ.
خلکو که به دمال حال ،ښه ژوند اؤ روغې څټې سوالونه کول نو نادرخان اؤ دهغه ميرمن به دشپې راويښ شول خداې ته به په سجده پريوتل اؤ وې به يې " يا الله نور درنه هيڅ نۀ غواړو بس زمونږ غيږه داولاد په نعمت ډکه کړه" اؤ دډيرو سوالونو ، زارو، منښتو اؤ ژړاگانو څخه وروستو اخر هاغه ورځ هم راغله چې دنادرخان په کور کې دناصرخان په شکل يوه وړه کلۍ رازرغون شوه.
بيا نو څه وؤ دناصرخان پيدائش نۀ ؤ لکه چې دنادرخان په کور کې ددنيا ټولو خوشحالو کډه اړولي وي.
دنادرخان خويندې،روڼه ،تربوران ،خپل پردي ، عزيزان،کليوال،حتي هرڅوک مبارکو له ورمات وؤ.
دوړوکي ناصرخان مور دخوشحالۍ نه په جامو کې نۀ ځائيده اؤ چې چا به ورته وئيل " خورکۍ مبارک شه " نو هغې به په دومره فخريه انداز د " خداې دې وبخښه" جواب ورستنولو لکه چې ددنيا تر ټولو لويه کارنامه هم دغې مور کړي وي.
دزميدارې په دغه کور کې خوشحالۍ وشوې، تمبلونه وغږيدل، اتڼونه وشول ،خو--- ددغو خوشحالو ژوند اخر څومره ؤ؟--- فقط ٣٧ ورځې، دغو ٣٧ؤ ورځو په ځان پسې دغم يودومره لويې قيامت راوړو چې دناصرخان دپيدائش لويه خوشحالي يې دهغه دمور اؤ دهغه دکورنۍ نه هيره کړه.

د ناصر خان څلى


دا دناصر خان دپلار نادرخان دمرگ اؤ دهغه دبې اسرې مور دخوشحالو دقتل ورځ وه.
دناصرخان پلار نادرخان خپلې سترگې دهميش دپاره ددې دنيا نه پټې کړې اؤ ناصرخان د٣٧ؤ ديرشو ورځو سرې غوښې ماشوم مور ته په اوڼي کې يتيم پاتې شو---- اوس نو ددغې مور زړۀ دکتلو ؤ.
دناصر خان وړوکي مخ ته په کتلو به يې دخداې شکر ادا کړو ، خو دنادرخان تصوير ته په کتلو به يې په چغو چغو وژړل اؤ وبه يې وئيل "يه زما بدنصيبه زويه ،دومره هم درسره بخت ياري ونۀ کړه چې دپلار مينه دې ليدلى وى"
هغه به هاغه وخت دغم ماتم اؤ وير په گرداب کې لاهو شوه چې کله به ورته دخپل خاوند سره په شريکه دناصرخان دزيږون دپاره دلويې رب در ته په نيمه شپه خپلې سجدې وريادې شوې،خو د تقدير کړۀ ؤ اؤ دهغې پرې صبر!
اؤ دصبر څخه پرته دغې مور نو بله څه لاره لرله؟

د ترنگزو د ميرې نه اخوا په جاړه سيمه کې د ناصر خان څلى


هن،هن،هن دغه غم ځپلې مور ناصر خان په اوڼي کې لوئيولو،هغه ته يې دسخر په کور کونتون شروع کړو اؤ په دې ډاډ چې يوه ورځ به ناصر خان لوئيږي اؤ دهغې دملا دمات تير سهاره به جوړيږي ،دناصر خان پرورش ته يې خپله ماته ملا وتړله.
دهوړي په سرو غرمو کې به يې ناصر خان د ونې دسيوري لاندې په پوله اچولى ؤ اؤ پخپله به يې په سور تړق کې لوؤنه کول ،
ددنيا جهان سختې ، تکليفونه يې وزغمل اؤ ناصر خان يې دې حد ته راورسولو چې تعليم پرې وکړي اؤ دشنو بريتو ځلمى شي.
بيا يې هاغه ورځ هم وليده چې ناصر خان له يې ډولۍ پخپل کور راننويسته ،دکلي خلکو ددغه مور په کونتون کې دهغې سره برابر لاس امداد کړى ؤ.
دعلاقې دمخوريزو مشرانو په منډه ترړه ناصرخان دپوليس محکمه کې بهرتي شو،
اوس ددغه مور په کور کې ښې ورځې شروع شوې، ناصر خان نوکري شروع کړه ،خداې ورله بچي ورکړل ،خودخپل پلار په څير هغه هم يواځې د يک يو نارينه اولاد پلار جوړ شو.
البته دپلار اؤ ناصرخان ترمينځ فرق دا ؤ چې پلار يې نورې لوڼه نۀ لرلې اؤ ناصرخان ديو نارينه بچي محمد علي ترڅنگ ٨ لوڼه لا ئبه، صوميه، عاليه،امنه،صائمه،زينب،عائشه اؤ رابعه وزيږولې.

د ناصر خان د مرگ نه وروستو د هغۀ د کور خالي انگڼ


هرڅوکه دناصرخان په زړۀ کې ارمان ؤ چې الله تعالي څو نارينه بچي نور هم ورکړي ، دهغه کورودانې به ناصرخان ته ډاډ ورکولو"سړيه ستا سيورى دې خداې زمونږ په سرونو قائم لري ، نور به هرڅه خداې وکړي" ،خو دناصرخان ميرمنې ته څه معلومه وه چې خداې څه کوي؟؟؟
دا دروان کال داپريل دمياشتې ٢٢مه نيټه وه ،ناصرخان چې سحردخوبه پاڅيدو،ترټولو لمړى دخپلې ضعيفې مور خوا له ورغى ،چائې يې ورسره وڅښلې ،دهغې پښو ته پريوتو اؤ ورته يې وې مورې دعا راته کوه ډيوټۍ له ځم.
هغه دمور ددعاگانو وروستو دخپل ترخ دجيب نه بټوه راوويسته ،خپلې ميرمنې ته يې د١٠٠ؤ روپو نوټ ونيوؤ،دخپلو ټولو بچو خوا له ورغلو،هر يو يې په مخ ښکل کړو اؤ ميرمن ته يې مخ راوړو" دا پيسې په ټولو وړو وويشه ،سکول ته يې په وخت وليږه"
بيا يې بچو ته ووې " گورئ ټول ښه سبقونه ووايئ اؤ قابل انسانان جوړ شئ ، چې دډيوتۍ نه بيرته کور ته راځم ،ټولو دپاره به ځان سره گفټونه راوړم"
ناصرخان دمور ددعاگانو په بدرگه کې دکوره رخصت شو اؤ دچارسدې پوليس لا ئن ته چې کله دډيوتۍ لپاره ورسيدو نو ورته وويل شول چې دهغه ډيوټي دپوليودڅاڅکو ورکوونکو ورکرانو سره لگيدلې ده.
هغه په روڼ تندي خپله وردي واچوله اؤ دپوليس په موبائيل کې کښيناستو چې دپوليو نه دماشومانو دژغورنې دپاره دورکرانو دغه ډله هر کور اؤ هرې کوڅې ته ورسوي.
خو هغه ته څه معلومه وه چې د معذورۍ نه د نورو انسانانو د بچو ژغورل به د هغه خپلو بچو ته څۀ صله ورکوي؟
دچارسدې اؤ مردان په روډ چې کله دهغوي موبائيل تيريدو نو ناڅاپه پرې يوه بمي چاؤدنه وشوه.
په دغه چاؤدنه کې ناصرخان ترټولو زيات زخمي اؤ دهغه نور پوليس واله ملگري معمولي زخميان شول.
دچارسدې هسپتال ته درسول کيدو وروستو چې ترڅو دناصرخان دکورنۍ خلک اؤ دپوليس لوړپوړي چارواکي هسپتال رسيدل نو ناصرخان په دې دنيا کې نۀ ؤ پاتې شوى.
دهغه بچي چې دخپل پلار دگفټونو په انتظار وؤ،دسکول نه په واپسۍ دخپل مړ پلار سرته اودريدل اؤ اوس خو دهاغې بوډۍ مورزړۀ دکتلو ؤ چې دناصرخان ځوانۍ ته يې خپلې تورې زلفې په کونتون سپينې کړې وې.
دناصرخان ميرمن هم که ليونۍ شوې نۀ وه ، خو خپل مخ يې په وهلو وهلو دانار پشان سور کړى ؤ.
دهغه درې کلنې لور امنې که هر څو دا شعور نۀ لرلو چې پلار يې مړ دى ، خو دمور اؤ نيا دژړا سره به يې پخپلو ماشومو تړتقو بره عرش لړزولو.
نن دمور دعالمي ورځې په موقعه دناصرخان دمرگ ١٩مه ورځ وه اؤ په دغه ورځ ماته ترټولو زياته درديدلې مور دناصرخان بوډۍ مور وښکاريده.
دچارسدې دشيرپاؤ سيمې ميا جان کلي ته ددغې بوډۍ مور دليدنې اؤ دهغه دتاثراتو معلومولو دپاره ورغلم.
اوس دوائس اف امريکا ډيوه ريډيو دمينه والو دپاره درپورټ تيارولو په غرض زۀ دناصر خان دکور په خالي انگڼ کې ناست يم.
ماته مخامخ دهغه بوډۍ مور،درې کلنه لور امنه،دهغه يک يو ځوې محمدعلي اؤ څو نورې لوڼه ناستي دي.
" مورې نن دميندو عالمي ورځ ده ،تۀ هم دچا مور وې ،خو نن دې هاغه بچى اؤ دهغه نامه په شونډو نشته،څه محسوسات لرې ؟"
زما دغه پوښتنه نۀ وه چې دناصرخان دمور سترگې داوښکو ډنډ شوې ،خپل واړۀ يتيمان نمسي اؤ دناصرخان دگفټونو په ارمان پاتې شوي بچي يې سينې ته راجوخت کړل " زه به څه ووايم،دخداې مال ؤ،خداې واخستو ،خو کاش چې دناصرخان دتگ نه مخکې خداې زما ژوند اخستى وى،چې دا ورځ مې نۀ ليده"
دا ديوې دړديدلې مور جواب ؤ،هغې نه چې کله پوښتنه وشوه ناصر خان چا اؤ په څه گناه ووژلو؟ وې وئيل " که دا راته معلومه وه چې ځوې مې دا گناه کړې وه نو بيا خو به مې هډو غم نۀ ؤ،بس چې هرچا وژلى دهغوي پرې څه ،کور پرې زما اؤ زما داينگور وران شو"
دناصرخان ١٢ کلن ځوې محمدعلي نه چې مې وپوښتل بچې پلار درته ياديږى؟ وې وئيل ډيرــــــ کله چې سحر سکول ته ځو اوس څوک نۀ وي چې مونږ له پيسې راکړي.
دناصرخان د درد دغه قيصه ډيراړخونه هم لري اؤ سوالونه هم ،خو په راقم کې نور دومره همت نۀ ؤ چې دهغه د بوډۍ مور اؤ د هغۀ د ميرمن څخه يې د ناصر خان په هکله په نوېو پوښتنو کولو دهغوي تازه غم نور هم تازه کړى وى.