دتشدد په وجه هر پينځه منټه پس يو ماشوم مړ کيږي،راپور

رپورټ کې خبردارى ورکړل شوى چې که چرې ټوله دنيا کې حکومتونو گامونه وانۀ خستل نو راتلونکي کال کې د٢٠ؤ کلونو نه دکم عمر ٣٤٥ ماشومان دروزانه په حساب سره مړۀ کيدى شي.

دملگرو ملتونو دماشومانو دادارې "يونيسيف" وينا ده چې ټوله دنيا کې هر پينځه منټه پس يو ماشوم دتشدد په وجه مړ کيږي اؤ په هغوي دډيرو کم تعلق دجنگ ځپلو علاقو سره دى.

رپورټ کې خبردارى ورکړل شوى چې که چرې ټوله دنيا کې حکومتونو گامونه وانۀ خستل نو راتلونکي کال کې د٢٠ؤ کلونو نه دکم عمر ٣٤٥ ماشومان دروزانه په حساب سره مړۀ کيدى شي.

ديونيسيف يو اعلي عهديدار سوزران بسيل تهامسن رائټرز فاؤنډيشن ته وئيلي هغوي ددې حقيقت نه پرده پورته کوي چې ماشومان دامروزه په ژوند کې هرځايې دتشدد سره مخ کيږي.

هغه وويل دعلاج جوگه ناروغو کې داخته مړو کيدونکو ماشومانو لوري ته ځانگړى پام گرځولى شي خو دهغه په قول دماشومانو دتحفظ معاملې اړخ ته هم پام گرځول زيات ضروري دي.

ديونيسيف برطانوي څانگه کې دماشومانو دحقونو په اړه دڅانگې مشر لياح کريټزمين وائي برازيل کې د٢٠٠١ء نه راپديخوا دعلاج جوگه ناروغو کې داخته مړو شوؤ ماشومانو په شمير کې ښکاره کمى ليدل شوى خو دتشدد په وجه تقريباً پينځلس زره ماشومان مړۀ شوي.

ټوله دنيا کې په لکونو ماشومان، کورونو، سکولونو اؤ ټولنه کې دجسماني، جنسي اؤ جذباتي تشدد په اسانۍ سره ښکار کيدى شي.

کريټزمين وائي چې هره ورځ دتشدد په وجه دماشومانو جسماني اؤ ذهني وده په بشپړ ډول متاثره کيږي اؤ زياتوي چې زياتره خلک دغه معاملې اړونده چارواکو ته نۀ رسوي ځکه هغوي گڼې چې دې سره به هيڅ ونۀ شي.

کينيا کې هره دريمه جينۍ اؤ هر شپږم هلک دجنسي تشدد ښکار کيږي خو پوليسو سره ددغو پيښو يواځې يو فيصد رپورټ وي.

سوزان وائي چرته چې دقانون واکمني نۀ وي هلته داړي گړي صورت کې حالات دماشومانو لپاره نور خرابيږي.

دهغې وينا ده چې تعليم ماشومان په گڼو لانجو کې بچ کولى شي، دا نۀ يواځې ماشومانو ته دمعمولاتو سوچ ورکولى شي بلکې هغوي ته به ددې خبرې ادراک هم ورکړي چې وسله والې ډلې هغوي دخپلو مقصدونو لپاره استعمال نۀ کړي.