دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشورو په ورځ وئيلي دي چې دترهه گرۍ مخنيوي لپاره دسختو قوانينو اؤ موثرو گامونو اخستو ضرورت دى اؤ دپاکستان پوځ دترهه گرو په ضد عمليات دوامداره ساتلي دي.
وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کښې دټول گونديز کانفرنس برخه والو ته دوينا په مهال دپاکستاني پوځ سرلښکر وويل دترهه گرو په ضد شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې ضرب عضب اؤ خيبرون عمليات په کاميابۍ سره روان دي خو دترهه گرو خپل منطقي انجام ته درسولو اؤ ترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره دسختو قوانينواؤ موثرو گامونو ضرورت دى.
ه دغه موقع دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هم دغونډې برخه والو ته بريفنگ ورکړو اؤ وې وئيل چې قبائيلي سيمو کې ضرب عضب اؤ خيبرون کارروايۍ روانې دي.
شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو په اړه دپوځ سرلښکر وويل چې په دغو عملياتو کې تر دې مهاله 2100 ترهه گر وژل شوي اؤ ١٩٠ پوځيانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې مشر عاصم سليم باجوه دپوځ دسرلښکر له خُلې وئيلي دي چې دا دترهه گرو په ضد دجرائت مندانه پريکړو کولو سم وخت دى.
دباجوه له مخې جنرل راحيل وويل چې دراتلونکو نسلونو دا په مونږ قرض دى چې دترهه گرۍ لعنت ختم کړل شي.