د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشل وئيلي ، چې د نړۍ حکومتونه عامو خلکو ته د وسله والو ډلو د تشدد څخه په تحفظ ورکولو کې ناکامه شوي ، او په دغې لړ کې يې نړيوال غبرگون ته "شرمناک او غېرموثر" وئيلي دي .
نن د شورو په ورځ خپور کړي خپل کاليز رپورټ کې د بشري حقونو نړيوال تنظيم کال ۲۰۱۴م په گرده نړۍ کې د خلکو د "تباهۍ " کال گرځولی دی .
د اېمنسټي انټرنيشنل سيکرټري جنرل سليل شيټي په يو بيان کې وئيلي ، "چې کله خلک د مخ په زياتي وحشي حملو ، تشدد او طاقت د استعمال سره مخ ؤ نو نړيوالې ورورولۍ د دغې په ضد کوم مناسب گام نه دی پورته کړی" .
په رپورټ کې وئيل شوي چې د دوهم عالمي جنگ وروستو په لمړي ځل تېر کال د شام نه تر د يوکرېن او د غزې نه تر نائيجيريا پورې په غټه کچه د وژنو پېښې رامنځته شوي او هم په دغې مهال په ټوله دنيا کې د بې کوره شوؤ خلکو شمېره د پينځه کروړو نه اوړېدلې ده .
په دغې رپورټ کې په شام کې د بې کوره شوؤ ۴۰ لاکه کسانو د ستونزې د حل کولو په لړ کې د يورپي يونين په کردار هم نيوکې شوي دي . او د کال ۲۰۱۴م د اخرې پورې يواځې د شام (يو نيم لاک) کډوال د يورپي يونين په هېوادونو کې پاتې شوي دي او ۳۴۰۰ کډوال چې يورپ ته د رسېدو هڅه يې کوله په بحېره کې ډوب شوي او مړه شوي دي .
ايمنسټي انټرنيشنل د ملگرو ملتونو په سلامتي کونسل هم په دغې لړ کې نيوکې کړي چې دغه کونسل هم عامو خلکو ته په تحفظ ورکولو کې "سخت ناکامه" شوی دی .
سليل شيټي وئيلي چې د سلامتي کونسل پينځه مستقل غړي برطانيه ، چين ، فرانس ، روس او امريکې د خپلو سياسي او جغرافيايي گټو د ودې دپاره د خپل ويټو حق "مسلسل غلط" کارولی دی .
په رپورټ کې د روس لخوا د ويټو گواښ ته په اشاره کولو وئيل شوي دي چې د دغې له کبله د سلامتي کونسل دپاره دا ناممکن شوه چې په يوکرېن کې د رامنځته شوؤ پېښو په لړ کې کوم عملي گام پورته کړي .
نړېوالې ادارې د سلامتي کونسل په پينځه ؤ مستقل غړو باندې زور راوړی چې په داسې معاملو کې خپل ويټو حق استعمال نه کړي چرته چې د نسل کشۍ او په غټه کچه د وژنو ويره موجوده وي .
د رپورټ ترمخه د کوم ۱۶۰ ملکونو سروی چې شوې ده ، په دغو کې وسله والو ډلو په ۲۰۱۴م کې لږ تر لږه په ۳۵ ملکونو کې زياتي کړي دي ، او په دويې کې د تُندروه ډلې ٫٫داعش ٬٬ د مخې ته راتلو په ځانگړې ډول يادگېرنه شوې ده .
رپورټ کې وئيل شوي چې داعش د لږکيو سره تعلق لرونکو کسانو د وژنو او د هغويې د تښتولو په گډون په غټه کچه جنگي جرمونه کړي دي .
دغه رنگ په رپورټ کې زياته کړی شوې ده چې وسله والو سني مسلمانان هم په دغې شک وژلي دي چې هغويې مخالف دي ، او په زرگونو زنانوؤ او جينکو سره يې جنسي زياتی هم کړی دی .
په دغې رپورټ کې وئيل شوي چې ۲۰۱۴م کال کې عراق ، اسرائيل ، روس ، سويلي سوډان او شام ته د دې ويرې باوجود په لويه پېمانه وسله ورکړی شوې ، چې دغه وسله د عامو خلکو په ضد کارېدی شي .
رپورټ کې په ډاگه کړی شوې چې د کينيا او پاکستان په گډون ځيني حکومتونو په تېرکال کې د امنيت د خطرو د مخنيوي دپاره "سخت او جابرانه" گامونه پورته کړي دي .
شيټي وئيلي چې نړيوال مشران د مناسبو سياسي او مالي زريعو د لارې " احتيارمند دي چې د کروړونو خلکو ستونزې کمې کړي" .
رپورټ کې زياته کړی شوې چې په نړيواله کچه بشري حقونه په تياره کې دي ولي حل يې موجود دی ، او په نړيوالو مشرانو زور راوړل شوی دی چې په نړېواله کچه د راپېښو مسلو د هواري دپاره په سمدستي ډول پرېکړی گام پورته کړي .