د سنگاپور پخوانی وزيراعظم لي کيوان يئو د ۹۱ کلنو په عمر کې نن د گل په ورځ سحر په حق رسېدلی دی ، هغه ۱۹۵۹م نه تر د ۱۹۹۰م پورې د سنگاپور مشر پاتې شوی .
لي د فرورۍ د سر نه د سختې نمونيا ښکار شوی او د سنگاپور په جنرل روغتون کې يې درملنه روانه وه ، هلته يې بيا حالت خراب شوی او د ساه چلېدو دپاره ورته مصنوعي نظام لگول شوی ؤ .
د امريکې صدر باراک اوباما د لي د کورنۍ سره غمرازي کړې ده . د سپينې ماڼۍ څخه جاري شوي بيان کې اوباما ـ لي د يو داسې تصور کوؤنکي مشر په توگه ياد کړی چا چې " د ننۍ نړۍ يو خوشحال ترين ملک جوړ کړو".
اوباما وئيلي ، چې لي د " تاريخ يو قد آور شخصيت ؤ او راتلونکي نسلونه به هغه د جديد سنگاپور بابا او ايشيائي امورو يو لوي کارپوهه په توگه يادوي ".
صدر وئيلي چې هغه د لي په مړينه د سنگاپور د اولس په غم کې شريک دی .
د لي کيوان يئو کورنۍ څلور نسلونه وړاندې په د کال ۱۸۶۰م په لسيزه کې د چين د گوانگډونگ صوبې نه کډه شوې او دغې سيمې ته راغلي وه . ښاغلي مشرد نوابادياتود خاتمې وروستو د دغې ملک اقتصاد ته په وده ورکولو کې مهم کردار ادا کړی .
هغه په ۱۹۵۴م کې د پيپلزاېکشن پارټۍ په نوم يوه پارټي جوړه کړې او د سياسي ژوند پېل يې کړی ؤ ، په ۱۹۵۵م کې هغه په قانون ساز اسمبلۍ کې اپوزيشن مشرجوړ شو ، هغه په ۱۹۵۷م کې گرفتار کړی شوی ؤ .
په ۱۹۵۹م کې د لي پارټۍ په انتخابونو تاريخي کاميابي ترلاسه کړه ، او لي کيوان يئو د سنگاپور وړومبی وزيراعظم جوړ شو چې په دغه چوکۍ هغه د ۱۹۹۰م پورې ناست ؤ .