د پښتنو غم د سوشل میډیا علاوه په نور پاکستان کې نه ښکاري

تیره ورځ د پاکستان قبایلي سیمې کرمې ایجنسۍ پاړه چنار کې په غبرګو بمي چاودنو او کوټه کې شوې ځانمرګي برید کې د وژل شوو پښتنو شمیره ۶۳ رسیدلی.

نن د دغه چاودنو په دویمه ورځ په کوټه ښار او ګرده کرمه ایجنسې کې وضعه غمژنه او ځایي خلک د ویر په حال کې دي.

په پاړه چنار کې تیره ورځ د چاودنې وروستو ځايي قهرجنو خلکو د پولټیکل انتظامې پرضد احتجاجونه پیل کړي وو. په دغه احتجاجونو کې د ځايي انتظامې سره د اینښتو او د انتظامې لخوا په مظاهرچیانو د ډزو رپورټونه هم راغلي خو چارواکي د دغه رپورټونو تصدیق نه کوي.

د پروني برید وروستو د پاړه چنار بازار په مکمله توګه تړل شوی دی. پوځ، ملیشې او خاصه دارو دغه ټوله سیمه په خپله ولقه کې اغستې ده. خو ځايي خلک پوښتنې کوي سره د دومره امنیتي پوستو څنګه دغه ځان وژونکې د پاړه چنار بازار ته راورسیدو؟ .

پاکستاني میډیا کې د پښتنو تازه وژنې څومره ځاې لرلو؟

تیره ورځ په کوټه اوپاړه چنار کې د ۶۰ نه سوا پښتنو وژنې وروستو دغه پیښې د پاکستان په میډیا کې د لږ وخت لپاره یواځې په خبرونو کې پاتې وې.

د پاکستان په سرکاري او شخصي ټي وي چینلو کې د دغه وژل شوو پښتنو ذکر په خبرونو یا نیوز بلټن کې د خبر او یو لنډ رپورټ خپریدو پورې وو. پاتې نور وخت بیا روایتي خبرونو لکه پانامه قضیه، مسلم لیګ ن بمقابله پي ټي ايي، سیاسي بحثونه او د اختر تیارو اونیولو.

د پیښور پوهنتون د صحافت څانګې مشر ډاکټر فیض الله جان وايي په پاکستان کې میډیا هغه خبر له ځاېې نه ورکوي کوم چې د ریاست ناکامي ښکاره کوي ځکه خو د پښتنو د وژنو خبرونه په میډیا کې نه ښکاري.

٫٫ د پښتنو په سیمه کې دغه مرګ ژوبله پرله پسې روانه ده. د پښتنو وژنه اوس میډیا او ریاست ته یوه عامه خبره (نارمل) ښکاري. ځکه دغه د دوي لپاره څه خبره او خبر نه وي. خو که چرې بیا په لاهور کې د چیلۍ واده وي نو هغه د پاکستاني میډیا لپاره لوې خبر وي. خو که پښتانه مري خیر دی دا اډو څه خبر نه دی.٬٬

د سرکاري شمیرو تر مخه په پاکستان کې دا وختې ۸۹ ټي وي چینلې دي او په دغو کې زیات تره د خبرونو دي. که څه هم په دغو کې زیات تره شخصي یا پراېیوټ دي خو په دغو کې د پښتنو کارکونکو او پالیسي جوړونکو برخه ډیره کمه ده. د پیښور یو شخصي ټي وي چینل پخوانې مشر عبدالله جان وي او ای ډیوه ته وایي په پالیسې جوړولو کې د پښتنو هیڅ رول نشته.

٫٫ د میډیا په لویو او غټو ادارو کې په غټو څوکو د پښتنو شمیر د نشت برابر دی. دغه حال د نورو وړو صوبو لکه بلوچستان هم دی. ځکه بیا د میډیا په پالیسۍ جوړولو کې د دوي څه کردار نه وي. او نه يې خبر اوریدل کیږي.٬٬

ټولنیزې رسنۍ او د پښتنو غم شریکي

د پاکستان روایتي میډیا په پرتله په سوشل میډیا یا ټولنیزه رسنیو بیا دکوټې او پاړه چنار په پیښو نه یواځې پښتنو خپل غبرګون ښودلی. د دغو پیښو وروستو يې په حکومت د نیوکو تر څنګ پوښتنې هم کړي دي.

د مدني ټولنې فعاله غړې او لیکواله عصمت شاه جهان په خپله فیس بک پاڼه لیکلي ٫٫ (ايې ایس پي ار) پوځ ته پکار ده د روژې ۲۷ نیټه (پرونۍ ورځ)عید قربان وګرځوي.

یو بل خبریال وسیم خټک بیا لیکلي: ٫٫ نن په نوره نړۍ په اسمان کې د اختر میاشت (سپوږمۍ) لټوي. خو په پاړه چنار کې خلک د خپلو وژل شوو خپلوانو د وجودونو برخې لټولو کې بوخت دي.٬٬

په سوشل میډیا یا ټولنیزه رسنیو د نورو پښتنو غبرګون تاسو د ډیوه خبریال احسان محمد خان په دې رپورټ کې په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستان کې د پښتنو وژنه او ټولنیزې رسنیۍ