د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د فاټا په صوبه کې ورګډولو قانوني مسوده نن وړاندې کيږي

د قبايلي سيمې فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډولو دپاره قانوني مسوده نن د دغه صوبې په اسمبلۍ کې د منظورۍ دپاره وړاندې کیږي.

ويل شوي چې د دغه قانوني مسودې دپاره نن د اتوار، يکشنبې په ورځ په دوه بجې د اسمبلۍ ځانګړې غونډه رابلل شوې ده.

په صوبايي اسمبلۍ کې د یاد قانوني مسودې د منظورولو دپاره په درېو کې د دوه برخو اکثريت ته اړتيا لري.

د خېبرپښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې زياتره ګوندونه د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدلو په حق کې دي يواځې جمعيت علمااسلام ف ډله يې مخالفت کوي او وايي د قانوني مسودې په مهال به د اسمبلۍ نه چاپيريږي.

ويل شوي د ملاکنډ ډويژن نه د اسمبلۍ غړو هم په قانوني مسوده کې د فاټا سره د پاټا په يادګېرنه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي که د پاټا حيثيت بدليږي نو بايد حکومت د دې دپاره پېکج اعلان کړي.

پاټا هغه علاقې دي چې د اویایم په لسيزه کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شامل شوي دي.

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو دپاره د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ او د جمعې په ورځ بيا سېنېټ د دغه قانوني مسودې منظوري ورکړې وه.

د قامي اسمبلۍ او سېنېټ نه وروستو دا قانوني مسوده د منظورۍ دپاره د اييني تقاضې لاندې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته وړاندې کيږي.

ځکه چې د ايين د ارټيکل ۲۳۹م (۴) لاندې صدر نه شي کولی چې د اړونده صوبې څخه د قانوني مسودې د منظورۍ پرته دا لاسليک کړي ځکه چې کله د صوبې جغرافيه بدليږي دغه قانوني مسوده به د صوبايي اسمبلۍ څخه په درېو کې په دوه برخو منظورېدو ته اړتيا لري.

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د اييني بدلون سره به فاټا د خېبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځي خو د دغه سیمې د قامي اسمبلۍ ۱۲ او د سینیټ اته چوکۍ به د راتلونکو پينځه کالو دپاره په خپل ځایې پاتې وي. او له هغې وروستو به نوې حلقه بندۍ کيږي.

راتلونکي کال کې به د قبایلي سیمو دپاره صوبایي اسمبلۍ کې خپلې چوکۍ وي او په قبايلي سیمو کې به سمدستي د صوبې قوانین په ځای کیږي.

د اېن ایف سي ایوارډ د لاندې به فاټا ته د۲۴ اربو روپو ترڅنګ ۱۰۰ اربه روپۍ اضافي هم ورکړل کیږي او دلسو کالو دپاره به ورته د۱۰۰۰ اربو روپو ځانګړې پنګه هم ورکول کیږي چې دغه پنګې به یوازې په قبایلي سیمو مصرفیږي.

د ايیني بدلون له مخې به د سپریم کورټ او پیښور هائیکورټ د واک لمنه قبایلي سیمو ته غځولی ، نیمې قبايلي سیمې به ختمولی او فاټا کې به تر پینځوؤ کالو له خلکو ټیکسونه نه اخستل کیږي.