سعودي عرب د اتوار په ورځ په ښځو د ګاډو چلولو بندېز ختموي

سعودي عرب چې د اتوار، يکشنبې په ورځ په ښځو د ګاډو چلولو بندېز ختموي دا ګام د سعودي عرب د هغه ښځو د پاره د خوشالۍ زېری دی کومې چې به د سفر کولو د پاره د ډرايورانو، نارينه خپلوانو یا د ټېکسيانو محتاجه وې.

د روانې مياشتې په سر کې د سعودي عرب حکومت هغو ښځو ته د ګاډو چلولو لائېسنسې ورکول پېل کړي وو کومو سره چې د وړاندې نه د بېلا بېلو هېوادونو لکه انګلستان، لبنان او د کېنېډا لائېسنسې وې.

خو بيا هم په هېواد کې د ډېرو ښځو سره تر اوسه د ډرائېورۍ لائېسنسې نشته دی.

د بلومبرګ خبري ادارې تر مخه دسعودي عرب د ښځو سره د هغوي مرکې دا ښائي چې دې نوي پرمختګ دوی په يو دوه کې حېرانه کړي دي، يو خوا که هغوي دې ګام ته خوشاله دي نو بل خوا هغوي د خپل کلتور پالنه هم کول غواړي. د ښځو د وېنا تر مخه ټولنې ته به د دې بدلون خپلولو کې ډېر وخت ولګي.

موټرې جوړونکې شرکتونه هم دې بدلون ته چمتو ښکاري او تمه کوي چې کله د دغه هېواد لس ملينه ښځو ته د ګاډو چلولو اجازه ترلاسه شي د ګاډو خرڅ به ورسره هم سېوا شي.

د ټېکسي شرکتونو يوبر او کريم ويلي دغه بندېز ختمېدو ته په کتو دوی هم د ښځينه ډرايورانو ګمارل پېل کړي دي.

په داسې حال کې چې سعودي عرب د ښځو ګاډو چلولو ته قانوني بڼه ورکوي، تېره مياشت پوليسو څو هغه ښځې نيولې وې چا چې د ګاډو چلولو د حق ترلاسه کولو ترڅنګ د نارينه ؤ د سرپرستۍ د نظام پرضد کمپاين کولو.

په سعودي عرب کې ښځې په قانوني توګه د سړي سرپرست نه د تعليم، دندې، واده، سفر او درملو دپاره اجازې ته اړتيا لري.

د سعودي عرب حکومت تېر کال ښځو ته د ګاډي چلولو د اجازې ورکولو اعلان کړی ؤ.

د سعودي عرب باچا سلمان ويلي ؤ ښځې به دې ته اړتيا نه لري چې د لائسنس ترلاسه کولو دپاره د سړي سرپرست نه اجازه واخلي او هغه به کولی شي چې يواځې ګاډی وچلوي.

هغه ويلي هغه اجازه ورکوي چې ښځې به د اسلامي مقدسو ښارونو مکې او مدينې ترڅنګ په ټولو ښارونو کې ګاډي چلولی شي.