دنوازشریف نیولو دپاره ټولې تیارۍ سرته رسؤل شوي دي

دپاکستان دپخواني صدر وزیراعظم میانواز شریف د هرکلي دپاره دهغه دګوند مسلم لیګ(ن)دکارمندانو قافلې دلاهور هوایي اډې ته په داسې حال کې روانې شوي چې دمسلم لیګ په سوونو مشران اؤ غړي پولیس نیولي اؤ د نوازشریف اؤ د هغه د لور مریم نواز د نیولو دپاره نیب ټولې ذمه وارۍ سرته رسولي دي.

نوازشریف دلندن نه ابوظهبي ته رارسیدلی اؤ ټاکل شوې ده چې ماښام اووه بجې شا وخوا به دهغه الوتکه د لاهور په هوایي ډګر کوزیږي.

نوازشریف اؤ دهغه لور مریم نواز ته روانه اوونۍ دپاکستان داحتساب محکمې دهیواد نه دباندې د ناجائزه شتمنیو لرلو په تور په ترتیب سره د ۱۱ؤ اؤ اتوؤ کالو دبند سزا اوریدلې ده.

د سزا اورؤلو په وخت نوازشریف اؤ لور یې مریم نواز په لندن کې د نوازشریف د ناروغه میرمنې د پوښتنې دپاره موجود وؤ اؤ اوس هغوئ پاکستان ته د ګرفتارۍ ورکولو دپاره راروان شوي دي.

د نوازشریف د هرکلي دپاره دهغه د ګوند په زرګونو خلک د هیواد دبیلابیلو برخو نه د لوهور په لوري کوچیدلي خو سرچینې وایي چې د پنجاب پولیسو د لاهور هوایي ډګر ته غځیدلې ټولې لارې تړلي اؤ په لاهور ښار کې یې دموبائیل فون خدمات هم ځنډولي دي.

پاکستاني میډیا وایي چې دپنجاب لنډمهاله حکومت د مسلم لیګ د یو شمیر مهمو مشرانو د نظارت لاندې د ساتلو امر هم کړی ترڅو هغوئ د نوازشریف هرکلی ته د جلوسونو ور وستولو نه ایسار کړي.

دپاکستان دحساب کتاب دملي ادارې یا نیب ویاند وائس اف امریکه ته ویلي نیب د نواز شریف اؤ مریم نواز د نیولو دپاره یې خپله ۱۶ کسیزه ډله په هوایي ډګر چمتو ودرولې ده اؤ ددې ترڅنګ یې په اسلام اباد هوایي ډګر هم دوه ډلې ودرولي.

سرچینې وایي د نوازشریف اؤ د هغه د لور د نیول کیدو کوریج دپاره سم دسیمه ییزې اؤ نړیوالې میډيا خبریالان لاهور ته رسیدلي چې دهغه د هیواد ته د رارسیدلو اؤ نیول کیدو ټول احوال به نیغ په نیغه نړۍ ته ښایي.

دنوازشریف لور مریم نواز هیواد ته د راستنیدلو په مهال دجهاز نه د نوازشریف یوه ویډیو هم پخپل ټوئټر خپره کړې چې په کې نوازشریف ویلي پاکستان اوس په یو فیصله ییز موړ ولاړ دی ،دهغه څخه چې څه کیدی شول وئ کړل اؤ اوس دې اولس خپل فرض پوره کړي.