امريکې څرګندونه کړې چې په راتلونکې کې د پاکستان د نوي منتخب حکومت سره په سيمه کې د سولې دپاره کار وکړي.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان نوی وزيراعظم ټاکل شوی او د جمعې په ورځ يې سوګند اخيستی دی.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "مونږ عمران خان ته د پاکستان په نوي وزيراعظم جوړېدو هرکلی وايو چې دغه چوکۍ يې سمبال کړه".
د امريکې د بهرنیو چارو د وزارت وياندې هېدر نوئرټ په جاري کړي بيان کې ويلي، "د امریکا او پاکستان د ۷۰ کالو راهسې خپلمنځي اړيکې مهمې دي".
هغې ويلي، "امريکا مخ په وړاندې ګوري چې د پاکستان د نوي ملکي حکومت سره په پاکستان او سيمه کې د سولې او سوکالۍ دپاره کار وکړي".
د عمران خان نوی حکومت په داسې حال کې جوړ شوی چې پاکستان د تېر کال راهسې د امریکا د سخت فشار سره مخ دی.
د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال د اګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان دپاره په خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.
نوموړي ویلي ؤ چې پاکستان د امريکا نه په ملينونو ډالره اخستې خو په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي.
ټرمپ د روان کال په لومړۍ نېټه په يو ټويټ کې ويلي پاکستان د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي او په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او ټګې يې ورسره کړې ده.
له دغې وروستو امریکې د پاکستان امداد هم بند کړی ؤ.
خو پاکستان امریکايي تورونه ردوي او تل دغه دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.