د حکومت مخالفه ګوندونه د ولسمشر د چوکۍ دپاره کانديد اعلانوي

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ايي) د حکومت مخالفه ګوندونو پرون د خالي، شنبې په ورځ ټول ګونديز کانفرس کړی خو د ولسمشرۍ دپاره په کانديد نومولو کې نه دي کامياب شوي.

د مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلزګوند، متحده مجلس عمل، نيشنل ګوند او عوامي نيشنل ګوند د ولسمشر د چوکۍ دپاره په ګډه د يو کاندید راوستو دپاره ناسته کړې وه.

د يادې غونډې وروستو د مسلم ليګ ن احسن اقبال ويلي پيپلزګوند په خپل مينځ کې د مشورې دپاره وخت غوښتی دی.

پاکستان پيپلزګوند اعتزاز احسن د کانديد په توګه وړاندې کړی خو ويل شوي مسلم ليګ ن پرې تحفظات ښکاره کړي دي.

وروستو ويل شوي مولانا فضل الرحمان د پيپلزګوند سره ليدلي او نوموړی به نن د مسلم ليګ ن مشر شهبازشریف سره ويني.

مخالفه ګوندونو د وزيراعظم د چوکۍ دپاره هم شهباز شريف په شريکه کانديد ودرولی خو دغه اتحاد هم بيا د اختلاف ښکار شوی ؤ.

پيپلزګوند د وزيراعظم په انتخاباتو کې برخه نه وه اخيستې او ويلي يې ؤ چې دوی د شهبازشریف په ځای د بل تن نومولو په حق کې ؤ.

بل لور ته پي ټي ايي ډاکټر عارف علوي د ولسمشرۍ د چوکۍ دپاره نومولی او ياد حکومتي واکمنه ګوند ادعا کړې چې ولسمشر به هم د دوی راځي.

د پاکستان د موجوده ولسمشر ممنون حسېن د ولسمشرۍ موده د ستمبر د میاشتې په اتمه نېټه سر ته رسي، او د نوي ولسمشر انتخابات په څلورم ستمبر ټاکل شوي دي.